حيدراباد د ای پي ايل قوي لوبډلې ته ماته ورکړه

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک

خبريال: مدثر دعوت
د ای پي ايل ليګ په ۴۷مه لوبه کې سنرايزر حيدر اباد د ډهلي کاپيټلز لوبډلې ته ماته ورکړه.
د لوبې پچه ډهلي وګټله او حيدراباد ته يې د توپوهنې بلنه ورکړه.
د سنرايزر توپوهونکو په پوره ۲۰ اوورونو کې د ۲ لوبغاړو په سوځېدو ۲۱۹ منډې وکړې.
ساها ۸۷، وارنر ۶۶ او منېش پانډې ۴۴ ننډې وکړې.
fb img 1603828193777537192905234650185 حيدراباد د ای پي ايل قوي لوبډلې ته ماته ورکړه
د ډهلي لپاره نارتجي او اشوين يوه يوه ويکټه ترلاسه کړه.
د ۲۲۰ منډو هدف تر اوسه د ۲۰ اووريز کريکټ په تاریخ کې د دوبۍ پر لوبغالې نه وو ايښودل سوی نو ځکه راشدخان د ډهلي د بريا خوب د خاورې سره خاوې کړ.
د ډهلي لپاره پنت ۳۶، رهاني ۲۶ او ډيشپانډې ۲۰ منډې وکړې.
fb img 16038282324447321884596087264158 حيدراباد د ای پي ايل قوي لوبډلې ته ماته ورکړه
د حيدر اباد توپ اچوونکو په ۱۹ اوورونو کې د ډهلي ټول توپوهونکې وسوځوله.
راشدخان ۳، سنديپ او ناتراجن دوې دوې، همدارنګه نديم، هولډر او شنکر يوه يوه ويکټه واخيسته.
fb img 16038235163453970465391632735302 حيدراباد د ای پي ايل قوي لوبډلې ته ماته ورکړه
لوبه حيدراباد د ۸۸ منډو په توپير وګټله.
راشدخان په ۴ اوورونو کې يوازې ۷ منډې ورکړې، ۳ ويکټې يې واخيستې او ۱۷ توپونه يې ډاټ ترسره کړه.
fb img 1603828237668186687067739825354 حيدراباد د ای پي ايل قوي لوبډلې ته ماته ورکړه
د لوبې د غوره لوبغاړې جائزه ساها ته ورکړل سوه چې ۸۷ منډې يې کړي وې.
fb img 16038281509468227812811199480614 حيدراباد د ای پي ايل قوي لوبډلې ته ماته ورکړه
حيدراباد په ۱۲ لوبو کې ۵ ګټلي او د جدول په شپږم ځای کې قرار لري او ډهلي بيا په ۱۲ لوبو کې ۷ ګټلي او د ليست په دريم مقام کې دی،د دواړو لوبډلو دوې دوې لوبې لا پاته دي.
fb img 16038254270203237508041226757944 حيدراباد د ای پي ايل قوي لوبډلې ته ماته ورکړه
نن ماښام ۰۶:۳۰ بجې د بنګلور او ممبی لوبه ده.