ژباړه
لمر لګېږي، ونو غوټۍ کړي، په داسې حال کې چې نور خلک له طبيعت خوند اخلي، تاسې له بل هر وخت ډېر ستړي او خوبولي يٸ. ولې؟
پسرلنۍ ستړيا چې ورته پسرلنی خوب هم وايي، په اصل کې يو ريښتينى اختلال دى، چې پرې اخته کس د ستړيا، ټنبلۍ، نارامۍ او خفګان احساس کوي. البته دا مسٸله څه پېچلې ښکاري خو د موسم بدلون کولاى شي پر بدني رېتم ناوړه اغېز پريباسي، چې ورته موسمي-خلقي اختلال(SAD)هم وايي.
پسرلنۍ ستړيا څه ده؟
موږ داسې انګېرو چې خفګان او زړه تنګون يوازې د لنډو او ژمنيو ورځو پورې اړه لري؛ خو د پسرلي موسم هم کولاى شي دا نښې رامنځته کړي.
شته تيوري دا ده چې د ورځو له اوږدېدو سره، زموږ بدن په اتومات ډول، د خپلو هرمونونو سطحه تطبيقوي. په ژمي کې زموږ بدن د ډېر خوب هورمون په توليد بوخت دى چې مېلاتونين نومېږي. خو کله چې پسرلې راځي، زموږ بدن د رڼا/ وړانګو په وړاندې غبرګون ښيي او ډېر د سروتونين هورمون چې د فعاليت هورمون دى، توليدوي. دا بدلون کولاى شي په بدن زيات فشار راوړي او د دې لامل شي، تر زيات وخت د ستړيا احساس وکړو، چې بدن مو جوړجاړى پيدا کړي.
پسرلنۍ ستړيا معمولا دوه/ درې اونۍ تاسې تر اغېز لاندې نيسي او وروسته ورو ورو د نويو او اوږدو ورځو سره عادت کوي.
بهر لاړ شٸ او د تازه هوا او د لمر وړانګو څخه ګټه واخلٸ. بدن د لمر وړانګو د اغېز په صورت کې د ښه حس هورمون افرازوي او تاسې سرحال ساتي او مېلاتونين/ د خوب هورمون تنبيه کوي.
د پسرلنۍ ستړيا نښې؛
پسرلنۍ خوبولتيا او يا ستړيا د هر چا لپاره متفاوت وي. خو ډېرى وګړي لاندې نښې احساسوي:
– ستړيا
– عصبي تحريک منل
– سرګنسي
– سردرد
– د اقليم د بدلون په وړاندې حساسيت
– د غم او خفګان احساس
د پسرلنۍ ستړيا سره څه وکړو؟
په آزاده فضا کې ډېر اوسېدل او د لمر وړانګو څخه باید ګټه واخلو.
د ورځې پيل/ سهار کې د موټر پر ځاى پياده او يا د بايسکل سره وګرځو. بيرون تلل يانې د رڼا سره ځان عيارول. دا چاره د دې لامل کېږي چې يوه ښه ورځ او انرژي ولرو. نو په منظم ډول بېرون لاړ شو او د تازه هوا نه استفاده وکړو. د لمر وړانګو ته ويده کېدل، مهمه نه ده، چې د کال لومړۍ ورځې سړې دي.
که مو پښې ستړې، درنې او پړسېدلي وي، نو د واريس جورابې باید وکارول شي.
واريس يا فشاري جورابو اغوستل د رګونو فعاليت پياوړى او د وينې جريان ښه ساتي او په پايله کې ښه احساس کوو او چې کله مو پښې ستړې او درنې نه اوسي، کله چې زيات خوځښت ولرو، پلى تګ کوو او حالت مو ښه کېږي.
په يخو يا ګرمو اوبو حمام کول؛
سهار کې په يخو يا ګرمو اوبو لامبل په بدن کې د وينې جريان پياوړى او وينه د پوستکي لاندې ښه چلېږي. ښه ده چې حمام کول د يخو اوبو سره ختم شي.
د پوستکي څخه ساتنه وکړو؛
له پوستکي ساتنه په احساس باندې مهم اغېز لري. د پوستکي د ساتنې مناسب توکي، اړين مواد موږ ته برابروي او په اوږدمهاله کې د پام وړ اغېز ښندي. په ژمي کې، پوستکى د سړې او ګرمې هوا د ترکيب له امله د وچې هوا په خاطر د زيات فشار سره مخ کېږي. پوستکى مرطوب کوونکو ته اړتيا لري، چې پوستکى نرم او منعطف پاتې شي.
تاسې هماغه څه ياست چې خورٸ يې: سالم خواړه وخورٸ چې زياته انرژي ولرئ
بدن ته مو تازه او سالم خواړه ورکړل شي. بدن دغه مغذي موادو ته ضرورت لري، چې د ځان لپاره ډېر کار وکړي او زيات قوت سره په پسرلي کې فعاليت وکړي. همدارنګه سپارښتنه کوو، چې د ورځې په جريان کې څو وخته ډوډۍ/ خواړه وخوړل شي، ترڅو مو بدن په اسانۍ وکولاى شي هغه خوتړه هضم او غړي په چټکتيا سره کار وکړي. تاسې کولاى شٸ د بېلابېلو مېوو، سالاد او سابو څخه ګټه واخلٸ. دا خواړه د مهمو وېټامينونو او املاح کوونکو څخه دي، چې بدن ورته اړتيا لري، په تېره بيا د موسم د بدلون په پای کې، له ژمي پسرلي ته.
نو خلاصه دا چې:
– ډېر وخت له کوره بهر تېر کړٸ، چې زيات سروتونين ترشح شي.
– ورزش وکړٸ، چې بدن مو فعال پاتې شي.
– سالم/ بډايه خواړه وخورٸ، لکه مېوه، سلبه، ترکاري او هر څه چې وېټامين او نرموونکي وي.
– زياتې اوبه وڅښٸ.
ايا د قهوې څښل پسرلنۍ ستړيا ښه والي کې مرسته کولاى شي؟
قهوه يوه له ډېرو مينهوال لرونکو څښاکونو څخه ده. د ستړيا لرې کېدلو لپاره لومړى څه چې ذهن ته راځي، د قهوې څښل دى. د يوې ښه او خوشحاله ورځ لرلو لپاره سهار د قهوې څښل ګټور دي.
خو له بده مرغه اغېزې يې دوام داره نه دي، همداچې کارځاى ته رسېږو ممکن بيا د ستړيا او کسالت احساس وکړو. ځکه چې قهوه د لوړ کافيينو سره د عصبي سيسټم لپاره تحرک سره د آدرينالين افراز زياتوي، چې ورسره د هوښيارۍ سطحه لوړېږي. آدرينالين د جګړې/ تيښتې هورمون دى، چې په بدن ډول ډول اغېز لري، کله چې په بېړني او خطرناک موقعيت کې اوسو ګټور تمامېږي.
همداچې توليد شوي ادرينالين د کافيين په واسطه نسکوروو بيا ځلي د ستړيا او خوب احساس کوو او له ځان سره وايو چې يوې پيالې قهوې ته اړتيا لرم! چې دا بيا ورته کيسه له ځان سره لري. خو تل د جګړې/ تېښتې په حالت کې د بدن ساتل، د روغتيا په زيان ده او د معيوب سيکل سره لاس او ګرېوان کېږو.
نو د قهوې څښل روغتيا ته ګټه نه لري. تر دوو پيالو کولاى شي مرسته راسره وکړي، ورځ مو با انرژي وي، خو په پسرلنۍ ستړيا د برلاسي لپاره ښه لار نه ده.
پسرلنۍ ستړيا د حمل/ وري تر وروستيو له منځه ځي. بدن په دغه موده کې د نوي رېتم سره همغږى او شخص خپل عادي خوى او عادت خپلوي. نو که فکر کوٸ پسرلنۍ ستړيا لرٸ، نو دا چاره طبيعي ده او د څو اونيو په ترڅ کې له منځه ځي.