
افغان کرکټ لوبډله چې د نړیوال جام لپاره له کابو دوو میاشتو په تمریناتو بوخته ده، اوس غواړي چې د سکاټلېنډ او ایرلېنډ پر وړاندې د لوبلړۍ د بریا په وسیله خپل مُرال د نړیوال جام لپاره لا پیاوړی کړي.
د لوبډلې نوي لوبډلمشر ګلبدین پخوا ویلي چې د نړیوال جام لپاره یې مُرال هسک دی او کولای شي په ښه حالت کې ولوبېږي.
افغان لوبډلې له سکاټلېنډ څخه سیریز د باراني اصولي له مخې وګاټه او اوس د یکشنبې په ماسپښین د می په ۱۹ مه نېټه له سترې حریفې لوبډلې سره د دوه یو ورځنیو لوبو لړۍ پیلوي.
افغان کرکټ ټیم اوس د دې لوبلړيو په بریا سره غواړي دوه ګټي وکړي، یوه ګټه یې د تمریناتو ده، چې تمرینات به یې ترسره شي، دا ځکه چې د انګلستان او ایرلېنډ هوا بالکل سره ورته ده او لوبغالي یې هم سره برابر دي؛ نو که افغان لوبغاړي په دې لوبغالو ښه وځلېږي، بیا ورته په نړیوال جام کې ډېره ستونزه نشته.
بله ګټه یې دا هم ده، چې که دا سیریز وګټي نو پواینټونه یې لوړېږي او درجه بندۍ کې پوره مثبت تاثیرات غورځوي.
د کرکټ نړیواله شورا وایي افغانستان، د سکاټلېنډ مات کړ؛ ښایي له ایرلېنډ یې هم وګټي؛ خو ویسټ انډیز بنګله دېش نن سبا سختې لوبډلې دي او ښایي افغان لوبډله یې په ماتولو کې له ستونزو سره مخ شي.
خو مونږ بیا وایو که افغان لوبډله ښه توپ وهنه وکړي، لرې نه ده، چې د دې دواړو لوبډلو سربېره به نورې لوبډلې هم ماتې کړو.
ایرلېنډ په نړیوالو جامونوکې لوبېدلې لوبډله ده؛ خو افغان اوس تازه دا تجربې د نوي لوبډلمشر په شتون کې ازمایي.
افغانستان او ایرلېنډ ۲۵ یو ورځنۍ لوبې کړي، چې ۱۲ افغانستان او ۱۲ ایرلېنډ ګټلي دي، یوه لوبه بیا باران بې پایلې کړې ده.
ایرلېنډي لوبغاړي چټک بالران معمولاَ ښه لوبوي؛ خو د افغانستان سپېن بالران یې هم ښه ولوبول بیا کولای شي افغانستان سره ښه مبارزه وکړي؛ خو که افغان سپېن بالران د ایرلېنډ په توپ وهونکو بریالي شول، بیا نو د ایرلېنډ پاڼه ژېړه ده او ماتې به خوري.
راشدخان او محمدنبي چې د سکاټلېنډ خلاف لوبه کې نه وو، د ایرلېنډ خلاف ډېره ذمه واري ور په غاړه کېږي.
ځکه دوی دواړو په آې پي ایل کې خورا ذمه وارانه لوبې وکړې.
د افغانستان نوملړ
ګلبدین نایب، محمدشهزاد، نورعلي ځدران، حضرت الله ځاځي، رحمت شاه زرمتی، اصغرافغان، حشمت الله شهیدي، نجیب الله ځدران، سمیع الله شینواري، محمدنبي عیسی خېل، راشدخان ارمان، دولت ځدران، افتاب عالم، حمید حسن او مجیب الرحمن ځدران له دې پنځلس لوبغاړو به د یکشنبې په ورځ له ایرلېنډ سره ۱۱ کسیز سکواډ چمتو کېږي.
ګلبدین نایب لوبډلمشر او راشدخان ارمان مرستیال لوبډلمشر دی.
د ایرلېنډ نوملړ
ویلیم پورټرفیلډ، مارک ادېر، انډریو بلبېرني، جورج ډوکرل، ټایرون کېن، انډریو مک براین، بېري مک کرتي، جېمز مکالم، ټېم مورته، کیوین اوبراین، بوایډ رېنکېن، پال سټېرلېنګ، لورکن تکر او ګېري ویلسن.
ویلیم پورټرفیلډ یې لوبډلمشر دی.