په بشپړه توګه دې ته په پام کولو سره چې ستاسې موخه له ورزش کولو ډنګرول وي، ډېر سم او ناسم باورونه شته.
- ورزش کول به مو د لوی نس له جنجاله خلاص کړي: هر څوک په یو نه یو ډول ډېر وزن پيدا کوي، مګر د نس لویوالی زیاتره د نارینه وو ستونزه ده. حتی که ورزش وکړئ، او حرکتونه تر سره کړئ، تاسې د نس شاوخوا وازدې لرې کولو لپاره په کافي اندازه وازده نه سوځوئ او نشئ کولای هغه عضلې چې وده یې کړې، ووینئ. د صاف او او دنګ قامت درلودلو لپاره او د ښکلو عضلو درلودلو لپاره تاسې د کمې کالورۍ او سوځولو او ډېر ورزش کولو ته اړتیا لرئ. په داسې حال کې چې د زړه روغتیا او غښتلتیا تر لاسه کولو لپاره ترکیبي ورزش باید تر سره کړئ، د کم کاربوهایدرېت او کم غوړه رژیم ولرئ، مګر په یاد ولرئ، چې لا تر اوسه د نس کوچنیوالي لپاره ورزش ته اړتیا لرئ.
- د عضلو د جوړولو لپاره تر ټولو چټکه چاره، د کم وزن سره د ډېر وخت لپاره ورزش کول دي: که چېرې په دې هڅه کې یئ چې ډېر ژر مو بدن عضلې شي، له دې قانونو څخه تبعیت شئ. درنې وزنې د کم تکرار سره، ستاسې غړي ډېر ژر عضلې کوي. که یواځې د بدن د ښکلا په لټه کې یئ، ډېر تکرار د لږ وزن سره هماغه اندازه تاثیر لري، چې ستاسې د عضلو او غړو د پیاوړتیا لامل کېږي. ( درنې وزنې هغه وزن دی چې یواځې د اته ځلي یا له دې لږ کولای شئ کار واخلئ. سپکې وزنې کولای شئ له ۱۲ تر ۲۰ ځلي تکرار کړئ). د بدن د غړو د ښکلا د جوړولو لپاره تر ټولو غوره کړنه د بدن د قدرت لوړولو او د استقامت لپاره ترکېبي ورزش دی. د دواړو ورزشونو تر سره کولو لپاره بل دلیل دا دې که تاسې له یوې وزنې څخه( دروند، سپک) په تکراري ډول کار واخلئ، بدن مو ورسره عادت کوي او په پای کې پرمختګ کم یا په ټپه درېږي.
- عادي خلک د یوګا کلب ته نه ځي: ستړیا د ورزش پرېښودلو لپاره اصلي لامل دی او تر اوسه ډېری خلک کلب ته د ورزش کولو په وړاندې مقاومت کوي. د دې واقعیت بر عکس چې ورزشي کلبونه د فعال او تاند والي لپاره تر ټولو غوره چاره ده او ښېګڼې یې یوازې د رواني اړخه ندي کله چې یو ډول ورزش تل تر سره کوئ، د بدن عضلې مو په یو ډول تناسب اخلي او تاسې د دې موخې اوج ته رسېږئ. د هغه وزنونو بدلون چې تاسې یې پورته کوئ ستاسې د بدن د عضلو د بدلون او تغیر همدارنګه د غښتلتوب لامل ګرځي. ټولنیزې اړیکې هم تاسې د ورزش د پرېښودو څخه منع کوي. هغوی چې فکر کوي یوګا یوازې د ډنګرو مېرمنو لپاره دی، یو ځل دی بیا غور وکړي. حتی په اونۍ کې یو ځل یوګا تر سره کول له تاسې سره مرسته کوي، تر څو انعطاف منونکی بدن ولرئ، تشویش او خفګان کم او د زیانونو مخه یې ونیسي.( آیا دلیل ته اړتیا لرئ؟ ډېری ورزشکارانو دا ورزش تر سره کړی).
- د اونۍ په پای کې ډېر او سخت فعالیت کول، د اندام تناسب ساتي: د اونۍ په پای کې فعال اوسېدل هغوی ته چې ډېر مصروفه اونۍ لري، کېدای شي یوه ښه ټاکنه وي، مګر دا ګمان چې بدن مو یواځې د څو ساعتونو لپاره د ورزش لپاره په حرکت راوړئ، تر څو د یوې اونۍ کم فعالۍ جبران وکړئ، تېروتنه ده دا چاره مو بدن ته د زیان رسېدو لامل کېدای شي. دا چې د اونۍ په پای کې باسکټبال لوبه وکړئ، یا یوه اندازه منډه ووهئ یا له حد زیات ورزش وکړئ، چې د یوې اونۍ استراحت جبران کړئ، خطر ناک او بې ګټې کړنه ده. تاسې نه شئ کولای عضلې، زړه یا سږو ته په ګټوره توګه تمرین ورکړئ او د ورزش څخه را ټوکېدلي درد سره ممکن تاسې ونشئ کړای په ورځو، ورځو د خوب له رخت پورته شئ.
په یاد ولرئ د واقعي او متناسب اندام درلودلو لپاره، منظم او په وخت تمرین کول د کلي حېثیت لري، حتی که دا ورزش د اونۍ د ورځو په جریان کې د ۳۰ دقیقو لپاره هم وي.