د اسپانیا هیواد لالیګا لیګ د څلورمي اونۍ په لوبو کي د شنبې په ورځ ریال ماډریډ لوانتې ته او بارسلونا بیا والینسیا فوټبال لوبډلي ته ماته ورکړه.
د ریال ماډریډ او لوانتې فوټبال ټيمونو ترمنځ لوبه د شنبې په مازدیګر د ریال ماډریډ په کورني لوبغالي سانتیاګو برنباوو کي ترسره سوه، چي ریال ماډریډ ۳ ګولونه پر ۲ لوانتې ته ماته ورکړه.
په یاده لوبه کي د ریال ماډریډ لپاره کریم بنزیما په ۲۵تمه او ۳۱مه دقیقه کي او کاسمیرو بیا په ۴۰تمه دقیقه کي ګولوهني ترسره کړې.
د لوانتې لپاره بیا بورجا مایورال په ۴۹تمه او ګونزالو میلرو په ۷۵یمه دقیقه کي ګولونه ولګول.
د دې لیګ په یوه بله لوبه کي بیا د شنبې په ماخستن بارسلونا او والینسیا فوټبال لوبډلي د بارسلونا په کورني لوبغالي نیوکمپ کي سره ولوبېدې، چي بارسلونا ۵ ګولونه پر ۲ والینسیا ته سخته ماته ورکړه.
د بارسلونا لپاره په یاده لوبه کي دوه ګولونه لیویز سواریز، خو پاټي، ډیانګ او پیکې بیا یو ـ یو ګول وواهه.
د والینسیا لپاره بیا ګامیرو او ګومیز ګولونه ولګول.
د اسپانیا هیواد لالیګا لیګ په جدول کي تر دې دمه اتلاتیک ماډریډ لومړی ځای، ریال ماډریډ دوهم ځای، اتلاتیک بلباوو دریم ځای، بارسلونا څلورم ځای او سویا بیا پنځم ځای لري.
په دې ټورنمنټ کي ۲۰ لوبډلي یو د بل په وړاندي هر کال د تګ او راتګ په ډول سره لوبیږي او که هرې لوبډلي زیاتي بریاوي خپله کړې، هغه لوبډله د یادو سیالیو اتلولي خپلوي.
تېر ځلي د دې سیالیو اتلولي بارسلونا خپله کړې وه.