ژباړه: مریم شریفي
ژبه؛ یعنې د خبرو کولو طرز مو څه ډول د ژوند حالت بدلولی شي زموږ د خبرو کولو طرز یوازې په هماغه شېبه پورې نه اړوندېږي، بلکې کولی شي زموږ د ذهن په ناخوداګاه برخه کې هم رسوخ وکړي او هلته کاملا بنسټیز شي. دغه څه ددې لامل کېږي، چې زموږ افکارو، کړنو او نظرونه ته د ډېر وخت لپاره بدلون ورکړي.
په واقعي ورځني ژوند کې زموږ د خبرو کولو طرز او ډول هغه که له ځان او یا هم بل سره وي، زموږ ژوند ته رنګ ورکوي. په دې مو هم باید سر ښه خلاص وي، چې دغه څه په هماغه شېبه کې زموږ پر کړنو اغېز کوي. ډېر کله دا د انسان په ګټه وي، چې ددې ډول شیانو په اړه ځان داسې ناګمانه واچوي، چې ګواکي هېڅ پوهېږم نه، په دې سره کولی شی یو څه له وسواس او اندېښنې پرته ژوند وکړی.
که تاسو تل له ځان سره دا ګیلې مانې کوی چې (ژوند څومره نا ځوانه) دی او له دې نظر سره ژوند وکړئ داسې روږدي کېږي، چې کله مو کارونه ستاسو له خوښې سره سم هم روان وي، خوند نه شی ترې اخیستی او رضایت نه شی ښکاره کولی. او یا دا چې د یوه ښه او ګټور کار د پیل پر مهال هم زړه ماتی وې، ځکه تا خپل ځان ته په دې اړه داسې روحیه ورکړې وي، چې بریا ته نه شې پکې رسېدای. نا منصفانه او غیر عادلانه پرېکړه دې پر ذهني واقعیت باندې بدلېږي.
خو هغه کسان چې ځان موخې ته رسېدونکی ورته ښکاري، نه یوازې دا چې ددې کار د تر سره کولو لپاره خپلې دواړه پښې په یوه موزه کې د ننه کوي، بلکې بریا ته تر سېدو پورې یې په انرژۍ کې د کمښت احساس نه لیدل کېږي او په خورا لوړه روحیه یې د لاسته راوړلو لپاره کار کوي. ډېر تفصیل ته اړتیا نشته. هغه ډاډه وي، چې دغه کار به تر سره کوي. ځکه باور او کلک هوډ بریا ته د رسېدو لپاره لومړنی ګام دی. له باور او کلک هوډ پرته هم ځینې لارې چارې شته چې بریا ته په رسېدو کې در سره مرسته کوي. خو کېدای شي تر یوې کچې پورې لوړې ځوړې ولري.
که دې اندېښنه وي، چې دا به څه ډول لارې چارې وي، نو بیا د کتاب لوستلو ته ادامه ورکړه!
ستر فیلسوف او د روم باستان امپراتور آنورلیوس به ویل: (( کله چې ژوند خپل تریخ اړخ تاته در ښیي، دا نه یوازې ستا بدبختي نه ده، بلکې د همدې تریخوالي په وسیله کولی شې نیکمرغۍ او خوښۍ ته ورسېږي. البته دغه واقعیت د وخت په تېرېدو او راتلونکې کې درک کولی شې.))