ددغو عادتونو او کارونو له امله انسان په خوب کې خبري کوي

په ابي پرده ، دا یاران لوګو او یادښت

ژباړه: مریم محمدي
داسې خلک به مو لیدلې وي چې په خوب کې خبرې کوي، له امله به یې ستاسو خوب هم خراب شی وي، له ځان سره به مو فکر کړی وي، چې انسان ولې په خوب کې هم خبرې کوي؟
شاید ځینو خلکو ته دا خبره عجیبه یا هم له تشویشه ډکه ښکاره شي، خو حقیقت دا دی چې په خوب کې د ماشومانو او سړیو ( نارینو) خبرې کول د اندیښنې وړ موضوع نه ده، دا یوه طبیعي خبره ده چې دوی په خوب کې که نا کله خبرې کوي.
کوم کسان په خوب کې خبرې کوي؟
– هغوی چې استرس لري.
– د وینې له کمښت سره مخ دي.
– تبه لري.
– نشه یي توکي کاروي.
– د ورځې په جریان کې له یو خطرناکې پیښ سره مخ شوي دي.
– یوې موضوع ته اندېښنه لري.
ارواپوهان دا پورته ټکي اند دا هغه سببونه دي چې انسان د خوب پرمهال خبرو کولو ته چمتو کوي.
دوی وايي د دې سربېره ځینې بهرني موارد هم شته چې خوب کې خبرو کولو ته انسان هڅوي، لکه ځینې کسان په خپل وخت خپله خوښي نه شي ښکاره کولای، یا هم د ورځې په جریان کې له چا سره یې شخړه شوي وي او هغه باندې یې د زړه بړاس نه وي باسلی، ټولې خبرې یې په زړه کې اچولي وي، نو کله چې دا کس ویده شي، نو بیا یې ذهن ته راځي او خبرې کوي.
له ۵ تر ۱۲ کلن ماشومان او هغه نارینه چې نشه یي توکي کاروي بیا په تیره کله چې الکول ډېر وڅښې که دوی په خوب کې هر څومره خبرې وکړي تاسو ورته مه ورخطا کیږئ.
ځکه ماشوم تل د خپلو لوبو او ماشومانه ژوند خیالونه په خوب کې ګوري، وجود یې ورسره عکس العمل ښیي، همدارنګه کله چې نارینه نشه وکړي هغوی په خوب کې هم د خپل بدن کنټرول له لاسه ورکوي او غیرې ارادي کارونه کوي چې یو یې هم په خوب کې خبرې کول دي.
خو دا خبره په یاد ولرئ، کله چې نجونې، میرمنې او هغه ځوانان چې نشه نه کوي، که په خوب کې کله ناکله خبرې کوي، هغوی دې له یو ارواپوه ډاکتر سره په دې اړه وغږبږي، تر څو د مشورو په وسیله یې دا ستونزه حل شي.
سرچینه: بیتوته