د شتمن کېدو لپاره ځینې مهم عادتونه

په ابي پرده ، دا یاران لوګو او یادښت
ژباړه او راټولونه: صدیقه پوپلزۍ

ځینې عادتونه شته چې که عملي یې کړو، ممکن شتمن شو.
۱ـ د ښه اورېدلو توان او عادت په ځان کې پیدا کړو، څرنګه چې موږ نورو ته خبرې کوو، نو هماغسې د اورېدلو توان هم باید ولرو. د کاروبار په لومړیو وختونو کې له ویلو څخه ډېر اورېدل، بریا کیلي ده.
۲ـ ورځنۍ موخې په دقت سره تعقیب کړو. د کامیابی راز هم له ځان سره واخلو چې په کومو عواملو خپلې موخې ته رسېدلي یو ضروري نه ده، چې د اوږدمهال لپاره موخه وټاکئ، بلکې د ورځني ژوند لپاره موخه ټاکل اړین دي، د نن ورځې کارونه و ارزوئ او د سبا لپاره اهداف او پلان مشخص کړئ.
۳ـ په ژوند کې باید د هر ډول طبقو له خلکو سره اړیکه ولرو، باید ټولنیزې اړیکې مو پیاوړي وي، چې د ټولو په زړونو کې ځای ونیسو، نو دا کار یوه لویه سرمایه بلل کېږي.
۴ـ د بدن روغتیا باید وساتو، په لږه اندازه سپورټ او صحي خوراکونه خوړل د بدن سالم ساتنې او د خوشحاله ژوند لپاره اړین دي. په ۲۴ ساعتونو کې ۳۰ دقیقې خپل صحت لپاره وخت ځانګړی کړئ، که چېرې بدن مو روغتیا حالت کې وي، نو ډاکټر ته تګ هم اړتیا نشته.
۵ـ ټلویزیون لږ وګورئ، ځکه ډېر کتل یې ستاسې وخت ضایع کوي، تر ټلویزیون کتلو خپل کار مخته یوسئ، کامیابه ترینه شخص هغه دی چې ورځ کې فقد یو ساعت ټلویزیون ګوري.
۶ـ تل باید مطالعه وکړو، اړینه ده چې په ورځ کې ۳۰ دقیقې او له دې څخه ډېره مطالعه وکړو، د ژوند په ټولو برخو کې، خصوصاً په تجارت کې زیاته مطالعه وکړئ.
۷ـ د خپلې دندې ترڅنګ د وړتیا لوړونې لپاره هم هڅه وکړئ، که غواړئ پخپله دنده کې پرمختګ وکړئ، پیسې ترلاسه کړئ، نو له نوې تکنالوژۍ سره ځانونه وتړئ او زده‌کړه پکې وکړئ.
۸ـ کلک هوډ او له خلکو سره دوستانه اړیکې ولرئ، د پرمختګ هر کار ته ښه راغلاست ووایاست او له خلکو سره ښه چلند وکړئ.
۹ـ تل مثبت سوچ وکړئ او له منفي سوچ کولو څخه ځان وژغورئ. هر کله چې په خپل ځان باور کمزوری شو، نو بیا پرمختګ نشئ کولی، دماغ مو یوازې په منفي فکر باندې محدودېږي، ځکه چې انسان هر ډول فکر کوي، هماغسې فعالیت ترسره کوي. هر کله چې مثبت لوري ته مو پام اوړي نو هغه وخت پرمختګ کولی شئ.
۱۰ـ سپما وکړئ، له بېځایه مصارفو څخه ځان وژغورئ او د خپل تنخوا په مطابق مصارف وکړئ، ځکه بې ځایه مصرف نه کول تاسو نه شتمن کس جوړولی شي. او ترڅنګ یې بخل او کنجوسي څخه هم ځان وساتئ، ځکه د نورو په زړونو کې تاته بل ډول فکرونه پیدا کېږي چې په پایله کې ستا د پرمختګ مخه نیسي.