د جمعې ورځ؛ د سورت الکهف او یاسین تلاوت، ځانګړتیاوې او فضیلتونه

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه

الله سبحانه وتعالی د خپل قدرت په واسطه ټول کاینات خلق کړي، چې ځینو ته یې په ځینو نورو باندې برتري ورکړي ده. اوه ورځې یې پیدا کړي، چې په نورو ورځو یې جمعې ورځ ته فضیلت ورکړی.
د جمعې د فضلیتونو او اهمیتونو په منځ کې، دا په ځانګړي ډول د یادونې وړ ده، چې د اوونۍ په ټولو ورځو کې سوره په قران کریم کې یوازې د جمعې په نوم نازل شوی.
الله سبحانه وتعالی په قران کریم کې فرمایي:
ای مومنانو! کله چې د جمعې لمونځ آذان کېږي، د جمعې په ورځ وي، نو د الله تعالی ذکر ته ورشئ، پې او پلور (راکړه ورکړه) بنده کړئ، دا ستاسو لپاره غوره دي، که تاسو چېرته پوهیږئ. (سورت الجمع’)
د سوهۀ یاسین تلاوت
د انس(رض) څخه روایت دی، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي:
“د هرڅه لپاره یو زړه دی او د قران کریم زړه، سورت یاسین دی، څوک چې، سورت یاسین تلاوت کړي، نو الله تعالی د هغه لپاره، لس ځله د قرآن لوستلو ثواب لیکي.
د یوه روایت له مخې، څوک چې د جمعې په ورځ سورت یاسین او ورپسې سورت “صفات” تلاوت کوي او بیا د دعا غوښتنه وکړي، د ده دعاګانې به قبولي (پوره) شي.
د یوه بل روایت له مخې، پیغمبر صلی الله علیه وسلم وویل:
“زما زړه غواړي چې سورت یاسین دې زما د هر امتي په زړه کې وي.”
ـ همدا راز یو بل روایت کې راځي؛ څوک چې د سورت یاسین تلاوت کوي هغه بخښل کیږي او څوک چې د لوږې په حالت کې دا لولي، هغه مړېږي او چا چې لار ورکه کړې وي، د دې په تلاوت سره به خپله لاره پیدا کړې، او چا چې کوم څاروی ورک کړی وي، څاروی به یې پیدا شي، چا چې د وجود له امله تلاوت وکړ، د هغه روزنه کوي، او څوک چې یې د خواړو ختمېدلو د وېرې له امله تلاوت کوي، نو په خواړو کې به یې برکت پیدا شي، چا چې د یو داسې کس لپاره تلاوت کړ، چې په لانجه (جنجال) کې وي، د هغه لپاره به لانجه اسانه / هواره شي. په هغه ښځه باندې تلاوت کول (اوبه دمول) چې د ماشوم زیږون حالت کې وي د هغې زیږون (ولادت) به اسانه شي، په ورته ډول کله چې د پاچا یا دښمن له وېرې وي او سورت یاسین تلاوت شي، نو دا وېره به یې له منځه لاړه شي.

د سورت کهف تلاوت، ځانګړتیاوې او فضلیتونه:

د پیغمبر اکرم (ص) په یو حدیث کې روایت دی، چې کله سوره الکهف نازل شو، نو ۷۰،۰۰۰ پرښتې هغه ته واستولې او اسمان او ځمکه د دې سورت له عظمت ډک شول.
د سورة الکهف په ۱۹ آیت کې یوه کلمه ده؛

 “وَلْيَتَلَطَّفْ” چې دا یو څه غټ لیکل شوی،

ځکه چې دا د قرآن کریم سم منځ کې راځي ، نو ویل کېږي، چې دا کلمه د ټول قرآن کریم لنډیز دی ، چې معنا یې؛

” په نرمه خبرې کول”  دي.

کله چې الله تعالی موسی علیه سلام فرعون ته ولېږه ، نو ورته یې وویل: “له هغه سره په نرمه وغږیږه، شاید ورسره رضا شي یا یې ومني.”
څوک څه پوهېږي ؟؟ هغه انسان چې د نړۍ له بل هر چا ډېر مغرور او متکبر دی. که موږ پدې باور ولرو نو ژوند به یې څومره بدل شي.
په نرمۍ سره خبرې کول د حماقت او ضعف مانا نه لري ، مګر عاجزي او برتري ده. ”
ـ د امام صادق علیه السلام څخه روایت دی چې په کې راغلي دي: څوک چې د خوب په وخت د سورت کهف وروستي آیتونه تلاوت کړي، دا چې کله وغواړي هغه وخت ویښېدای شي. یانې نیت چې وکړي، چې سهار وخته یا شپې تهجدو ته پاڅېدل غواړي

د جمعې په ورځ د سوره الکهف تلاوت کول لوی فضیلت دی.

د ابو سعید الخدری په روایت کې راغلي، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي: “څوک چې د جمعې په ورځ سوره الکهف تلاوت کوي، نو د دې جمعې څخه تر راتلونکې جمعې پورې رڼایي وي. یا له ګناهونو ژغورل کېږي” (صحیح جامع)
له دې حدیث څخه څرګندېږي، چې سوره کهف د جمعې ورځې سره ځانګړی تړاو لري، چې له امله یې پدې ورځ په ځانګړي ډول د دې تلاوت کولو ترغیب شوی دی.
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي:
“څوک چې د جمعې په ورځ د قرانکریم تلاوت وکړي، د قیامت په ورځ به د هغه تر پښو (قدمونو) لاندې نور (رڼا) راوځي چې د اسمان لوړوالی ته به رسيږي او د قیامت تیاري به ورته روښانه کړي. او د دوه جمعو تر منځ به ټول ګناهونه ورته وبخښل شي.
بل روایت له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه پخپله روایت دی، فرمایي؛ څوک چې د سوره کهف لس آیتونه حفظ کړي دجال به زیان ور ونه رسوي او څوک چې د دغه سورت وروستي آیتونه حفظ کړي. د قیامت ورځ به پرې روښانه وي.