ژباړه: محمد عزيز پردېس
ـ پاکه پوهه په ناپاکه زړونو کې ځای نه نيسي.
ـ که غواړې نړۍ وپېژنې نو، خپل ځان وپېژنه.
ـ يوازې يو خير شتون لري چې هغه پوهه ده او يوازې يو شر شتون لري چې هغه ناداني ده.
ـ بشپړ انسان هغه دی چې دښمنان يې له هغه څخه په امان کې وي، نه دا چې ملګري يې ترې وډار شي.
ـ نېکمرغه انسان هغه دی چې هر ناوړه کار ترې ترسره شي، نو نوې تجربه ترې زده کوي.
ـ په فساد کې چې کوم خوند دی، ورته مه خوشحالېږئ او په دې يوازې فکر وکړئ چې خوند نه پاتې کېږي او هغه څه چې پاتې کېږي فساد دی.
ـ يوه ټولنه هغه وخت د نېکمرغۍ او سعادت په لور درومي چې مطالعه يې ورځينی عادت او کار وي.
ـ خپل مور او پلار سره هغسې چلند وکړه چې څرنګه يې له خپلو اولادونو څخه هيله لرې.
ـ اراده لرونکي کسان غوسې او دښمنۍ ته لار نه ورکوي.
ـ د هر کار د پايلې په اړه فکر کول، نېکمرغي ده.
ـ د غوسې دوا، چوپتيا ده.