ژباړه: عطا محمد میاخېل
که خوښېږي مو، چې د سقراط له نظره د بریا په یوازیني راز باندې پوه شئ، نو دا لنډه کیسه ولولئ:
یوه ځوان له سقراط څخه وپوښتل: د بریا راز څه دی؟ سقراط ورته وویل: سبا د سیند غاړې ته راشه، ترڅو د بریا راز درته ووایم.
ځوان سبا په ډېرې مینې او لېوالتیا د سیند غاړې ته لاړه، سقراط له هغه څخه وغوښتل، چې د سیند په لور ورسره ملتیا وکړي، ځوان له هغه سره روان شو.
د سیند د اوبو غاړې ته ورسېدل، اوبو ته ښکته شول او دومره وړاندې لاړل، چې اوبه یې اوږو ته ورسېدې، ناڅاپه سقراط ځوان ونیوه او په اوبو کې یې ډوب کړ، ځوان په ناهیلۍ سره هڅه وکړه، چې ځان خوشې کړي، خو سقراط دومره پیاوړی او ځواکمن و، چې هغه یې پرېنښوده، ترڅو له اوبو څخه سر را پورته کړي.
ځوان دومره د اوبو لاندې پاتې شو، چې رنګ یې شین واوښت او بالاخره وتوانېده، چې ځان خلاص کړي، همدا چې د اوبو سر ته راغی، لومړی کار یې دا و، چې ژوره ساه یې وایسته او هوا یې د سږو ژورو ته واستوله.
سقراط ترې وپوښتل: د اوبو لاندې چې وې، له څه څیز سره دې ډېره مینه او لېوالتیا لرله؟ ځوان وویل: له هوا سره. سقراط وویل: هر کله دې چې په همدې کچه له هوا سره مینه لرله، له بریا سره دې مینه پیدا کړه، نو هڅه به وکړې، چې تر لاسه یې کړې؛ بریا بل راز نه لري.