ژباړه
هغه اروايي ناروغان چې له جسمي نښو سرټکوي، ډيری روغتیاپالانو ته ورځي، ډيرې نسخې اخلي خو رښتینى ارام ورته نه پيدا کېږي.
له دې ډلې يې يو شمير د درد ضد درملو ته اړتيا لري.
پريشانه خلک چې جسمي شکايت لري د کارونو د سرته رسولو وس نه لري خپل کورني مسووليتونه نشي ترسره کولی او په خپلو اړيکو کې ستونزې هم لري.
کيداى شي ناروغ له ګنګسيت او د غوږونو له درد څخه شکايت ولري، بيا نو کله کله ناروغ دا عقيده پيدا کوي چې ناروغي يې لکه د سرطان په څېر يوه سخته ناروغي ده.
که هر څومره يې روغتیاپالان معاينه کړي او ورته ووايې چې ناروغي دي د بحث وړ نه ده، خو ناروغان له خپلې ناروغۍ ډارېږي او وارخطا وي.
اروايي جسمي ناروغان معمولا دغه نښې لري؛
1-سر دردي: دا يو عام وصف دى ناروغ وايي چې په سر کې يې د چايجوش غوندې اوبه غوټېږي
2-د زړه ټکان او د سينې درد: د زړه ټکان او د سينې درد هم د اروايي بوجونو نښې وي، ناروغ يې داسې بيانوي چې ګنې څوک يې په زړه زور راوړي او يا په سينه کې د بنديدو احساس ورته پيدا کېږي وايې چې سينه يې له هوا ډکه ده.
3- ګيچوالى او کمزورتیا: ټول هغه اروايي ناروغان چې د فشار لاندې وي تېزه او ژوره ساه اخلي چې په پای کې ناروغ د غوږونو د برنګس، سردردۍ او د قلبي ناحيي د ناراحتۍ احساس کوي.
4-د ملا، لاسونو، مټو او پښو دردونه: دا خو معمولي شکايتونه دي، خو د نس او د ځان درد، په ګېډه کې د بادو د شته والي د سوماتيزيشن ډيرې عادي نښې دي.