دا عجیبه خواړه یوازې له برښنا، اوبو او هوا چمتو کېږي

په ابي پرده ، دا یاران لوګو او یادښت

ژباړه: نسیمه محمدي
وچ شوي سولين پنځوس سلنه پروتین لري او خوند او ظاهري بڼه یې د خوړو اوړو ته ورته ده. د خوړو په بېلابېلو ډولونو کې ترې کار اخېستل کېږي.
یوې فنلاندۍ څېړنې د لمریزو خوړو په نوم (Solar foods) د یو ډول عجیبه خوړو چې سولین نومېږي او له اوبو، برښنا او هوا څخه، چې دپروټین بډایه سرچینه ده لار پرانېستې. سولین، د نړۍ په سطحه د چاپېریال د سمون له اړخه یواځني پروټین دي او د اوبو پر مخ د کاربن دای اکساید او هایدروجن د حُبابونو د الکتریسه د تر سره کولو څخه لاس ته راځي. وروسته ژوندي مېکروبونه ورسره اضافه کېږي تر څو د کاربن دای اکساید او هایدروجن د حُبابونو څخه تغذیه وکړي او سولین تولید کړي، چې وروسته د پوډرو په توګه وچېږي.
د سولین په نامه عجیب و غریب خواړه
دا طبیعي محصول یو ځانګړي کيمیاوي رآکتور ته اړتیا لري. تر لاسه شوي سولین پنځوس سلنه پروټین لري او ظاهري بڼه او خوند یې اوړو ته ورته دی.
د دې څېړنیز مرکز اجرایه مدير وايي:« دا په پشپړه نوي خواړه دي، یو ډول پروټین چې په بازارونو کې د ټولو شته خوړو سره توپير لري او کرنې او اوبو کولو ته اړتیا نه لري. دا حېرانوونکي خواړه د نړۍ په هر ګوټ کې تولیدېدای شي».
د فوتوسنتیز په پرتله په هرهکټار کې ۱۰ برابره کمه انرژي لګوي او د حیواني او ګیاهي خوړو د تولید په پرتله ۱۰ تر ۱۰۰ ځله د اوبو د مصرف له اړخه د چاپېریال سره ښه تطابق لري.
زمونږ په خوړو کې د غوښې د اهمیت یو لامل، د زیاتو پروټینو شتون دی. سولین هم د بدن د ټول اړین امینو اسیدونه لري، خو څنګه چې د برښنا او کاربن دای اکساید څخه په کار اخېستلو تر لاسه کېږي، نو ډېرې ځمکې درلودلو ته اړتیا نشته چې تولید شي.
د سولین اړوند یوه بله ځانګړنه دا ده، چې قندي سرچینې ته له اړتیا درلودلو پرته، کاربن مستقیما له کارین دای اکساید څخه تر لاسه کوي. ډېری محصولات چې د مېکروب څخه د پورټین د تولید لپاره کارول کېږي لکه د هګۍ یا شیدو پروتین د کاربن د سرچینې د تولید لپاره کرنیزې ځمکې ته اړتیا لري.
شاید سولین د تر دوو نورو لسیزو پورې هم ونکړای شي د طبیعي پروتینو ځای ډک کړي مګر د بشر لپاره، چې تر اوسه  حیواني او ګیاهي پروټینو ته اړ دی لویه لاسته راوړنه ده. دا شرکت هوډ لري د سولین فابریکه د ۲۰۲۱ میلادي کال په وروستیو کې پرانیزي.