د سولې مشورتي لویه جرګه، چې د شوي اعلان له مخې د راتلونکي ثور میاشتې په نهمه به کابل کې جوړه شي، د ارګ او نورو مقتدرو سیاسي ډلو د لانجې تازه موضوع ګرځیدلې ده.
په داسې حال کې چې دغې جرګې ته د ګوتو په شمار ورځې پاتې دي، مختلفو سیاسي ډلو او ان د ارګ د واک شریکوال ( ډاکټرعبدالله ) له دغې جرګې بایکاټ کړی.
دلایل څه دي؟
د ډاکټر عبدالله، حنیف اتمر او رحمت الله نبیل په مشرۍ د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو درېیو ټکټونو له دغې جرګې سره د خپل بایکاټ دلایل په ټوله کې دا ګڼلي، چې په وینا یې دا جرګه له کومې جدي اړتیا پرته د ولسمشر غني ټاکنیز ټیم په راتلونکو ټاکنو کې د هغه د کمپایني موخو د لاسته راوړلو په ګټه ډیزاین کړې ده.
په دوی کې د ډاکټر عبدالله ټیم، چې د حکومت پنځوس سلنه شریک دی، دا هم ویلي چې تراوسه ورسره په دغه اړه کومه مشوره نه ده شوې.
د غني مخالفین ادعا لري، چې هغه د جرګې کمیسون له خپلو نیږدې کسانو ډک کړی او دوی یې ګومارلي څو د جرګې له منځه د ده په ګټه ځینې کارونه وکړي.
دا کارونه څه کیدای شي؟
د حکومت د سیاسي مخالفینو اندیښنې بېلاـ بېلې دي.
دوی پر دې هم وېریږي، چې د سولې لپاره ممکن غني له جرګې څخه د هغې اجنډا په پلوۍ ملاتړ خپل کړي، چې د ده د سیاسي ټیم په ګټه ده.
د غني د سولې اجنډا دا ښکاري، چې اول باید ولسمشریزې ټاکنې ترسره او دی بیا د پینځو کلونو لپاره واکمن شي.
ترهغې وروسته غني سوله غواړي او داسې یې غواړي چې د ده واک ته پکې زیان ونه رسیږي.
د غني د مخالفینو او حتا د سولې د روانو هڅو د مختلفو لوریو ( امریکا، سیمه ییزو هېوادونو او له حکومته د باندې سیاستوالو) تمرکز بیا دا دی چې له ټاکنو مخکې پر یوه موقت حکومت سلا وشي او غني له واکه ایسته شي.
له دې وراخوا دا اندیښنه هم د غني مخالفینو سره شته، چې ممکن د سولې په هڅو کې ټول واک جرګه حکومت ته وغواړي او یا داسې سخت شرایط وضع کړي، چې په نورو بڼو د سولې روانې هڅې ورسره ځنډ او غني ته تر هغې د بیا ولسمشرکیدو زمینه مساعده شي.
د غني د واک د مودې تمدید هم یوه اندیښنه ده، چې د غني مخالفین ترې ځوریږي.
د دوی ټولو اندیښنه له جرګې څخه دا ده، چې غني به جرګه پخپله ګټه وکاروي او دا به د غني د هغه کمزوري ټکي جبران شي، چې ورڅخه د خوابدو شویو سیاستوالو په لیرې والي کې هغه منزوي شوی او په ولس کې بې ریښې ګڼل کیږي.
له انحصاره ترانکاره!
د سولې روانې هڅې او په سر یې ناندرۍ په ټوله کې په همدې دوه ټکیو خلاصه کیږي:
ـ ارګ د سولې اړوند بحثونه او هڅې د افغان حکومت له ادرسه انحصاروي او حتا خپله شریکواله ماڼۍ ( سپیدار) هم پکې شریکول نه غواړي.
ـ د حکومت سیاسي مخالفین د سولې په ګډون د حکومت له ټولو کارونو او ملاتړه یې انکار کوي. دوی هم د ارګ په شان عقده یي او له ځانځانۍ ډک سیاستونو په مخه کړي دي.
دغه وضعیت او ځانغوښتنې به ممکن ارګ او مخالفینو دواړو ته یې په ګټه وي او د سیاست په روان انډوخر کې به یې پر امتیازاتو لږ یا ډېر څه ور زیات کړي.
خو په لویه کچه دغه وضعیت او دا ځانغوښتنې ملت ته په تاوان دي.
په روانه جګړه کې لکه څنګه چې د هیبت الله او امثالهم نورو د اولادونو د وژل کیدو خبره څوک نه اوري، همداسې د غني، عبدالله، اتمر، نبیل او نورو د خپل ـ خپلوانو د وژل کیدو هم چا نه دي اوریدلي.
د دوی بچي په بهرنیو هېوادونو کې آسوده ژوند لري، دا خوار و زار افغانان دي چې د دغو خلکو او بهرنیو هېوادونو د سیاسي ګټو لپاره په لګول شوي اور کې د خس و خاشاک غوندې سوزول کیږي.
څه باید وشي؟
ارګ او په حکم یې د سولې جرګې جوړ شوی کمیسون که ریښتیا په اوړو کې شګې نه لری، د جرګې د غړو د ترکیب، د جرګې د مشخصې اجنډا او هم ورباندې د ور پورې شویو نورو تورونو په اړه دې سپینې خبرې او دلایل وړاندې کړي.
که ریښتیا جرګه د غني د زنده باد ویونکو له ډلې ډکه جوړیږي، خو دا ریښتیا هم ناجایزه او د پوښتنې وړ جرګه ده.
که داسې نه وي، د جرګې د برخوالو د لیست اعلانول به په دې اړه اندیښنې ختمې او هم مرورو لوریو ته د جرګې د کمیسون په کچه په نورو برخو کې د برخې ورکولو سره کیدای شي روانې ناندرۍ حل شي.
که دا کار ارګ نه کوي او لا هم په یکه تازۍ مخته ځي خو دوی به خلکو ته له نورو سیاسي ډلو زیات ملامت وي، ځکه نورې سیاسي ډلې یوازې سیاست کوي او ارګوالو ته حکومت کول هم ورله غاړې دي.
ارګوال دې نه هېروي، چې هره ورځ د یوه ـ یوه کس د وژل کیدو حساب ورپسې نیول کیږي او سبا کیدای شي په دې هم د دوی سیاسي راتلونکی متضرر شي.
دوی باید د مسولیت له احساس سره داسې تدابیر ونیسي او عملي کړي، چې پر سولې د نورو سیاست کوونکو ډلو خولې بندې او بهانې ختمې شي!