صوفیه جومات کې د اردغان په ګډون زرګونه کسانو لمونځ ادا کړ + انځورونه

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته
لیکنه: محمدصابر حمیدي

پرون د جمعې پر ورځ ۸۶ کلونه وروسته په آیا صوفیه جومات کې د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردغان په ګډون زرګونه کسانو د جمعې لمونځ ادا کړ.
یاران uncategorized 767 صوفیه جومات کې د اردغان په ګډون زرګونه کسانو لمونځ ادا کړ + انځورونه
صوفیه جومات د ترکیې په استانبول ښار کې موقعیت لري، چې دوه نیم زره کاله مخکې یې ودانۍ جوړه شوې ده.
یاران uncategorized 768 صوفیه جومات کې د اردغان په ګډون زرګونه کسانو لمونځ ادا کړ + انځورونه
دا ودانۍ لومړی د کلیسا په موخه، بیا جومات شو، بیا په موزیم بدل شو او اوس یو ځلې بیا په جومات بدل شو، چې له ۸۶ کلونو وروسته پرون جمعه په لومړي ځل پکې د جمعې لمونځ اداء شو.
یاران uncategorized 769 صوفیه جومات کې د اردغان په ګډون زرګونه کسانو لمونځ ادا کړ + انځورونه
د راپورونه له مخې پرون د ترکیې په ۸۱ ولایتونو کې د سهار د لمانځه نه وروسته په ټولو جوماتونو کې په دې تړاو د شکرانې دعا هم وشوه.
یاران uncategorized 770 صوفیه جومات کې د اردغان په ګډون زرګونه کسانو لمونځ ادا کړ + انځورونه
دا جومات ۸۶ کلونه مخکې د ترکیې د یوه پاچا مصطفی کمال اتاتورک لخوا په موزیم بدل شو او له هغه وروسته دوې اونۍ مخکې د ترکیې سترې محکمې د یوه حکم له مخې بیا جومات کړ.
یاران uncategorized 771 صوفیه جومات کې د اردغان په ګډون زرګونه کسانو لمونځ ادا کړ + انځورونه
پر دې پرېکړې په وړاندې د عیسویانو ګڼو مشرانو اندېښنې وښودلې، خو د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان یې په وړاندي کلک دریځ ونیوه او دا یې د ترکیې داخلې مسئله وبلله.
یاران uncategorized 772 صوفیه جومات کې د اردغان په ګډون زرګونه کسانو لمونځ ادا کړ + انځورونه

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.