د نیوزیلېنډ ښځينه لوبغاړې په شل اوریزو لوبو کې تاریخي سلیزه ووهله

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی

د نیوزیلېنډ کرکټ لوبډلې ښځینه توپوهونکې سوفي ډیواین په ۳۶ توپونو چټکه سلیزه ووهله او په شل اوریزو لوبو کې یې ستر ریکارډ ثبت کړ.
نوموړې په ښځينه کرکټ لوبغاړو کې دویمه لوبغاړې شوه، چې په شل اوریزو لوبو کې چټکه سلیزه ثبتوي.
هغه دغه ریکارډ د وېلېنګټن بلېز لوبډلې په ملاتړ جوړ د پنجشنبې په ورځ جوړ کړ.
د نیوزیلېنډ ښځينه کرکټ ټولچارې یا الراونډرې سوفي ډیواین د پنجشنبې په ورځ د نیوزیلېنډ په کورنیو شل اوریزو کرکټ سیالیو کې ستر ریکارډ ثبت کړ.
هغې د وېلېنګټن بلېز لوبډلې په ګټه په ۳۶ توپونو د ۹ څلوریزو او نهو شپږیزو په مرسته ۱۳۸ ناسوځېدلې منډې وکړې او په شل اوریزو لوبو کې یې یو ریکارډ جوړ کړ.
هغه د کرکټ په ډګر کې دویمه ښځينه لوبغاړې شوه، چې په شل اوریزو لوبو کې په کمو توپونو چټکه سلیزه وهي، له دې وړاندې په ۲۰۱۰ کال نړیوال ښځينه شل اوریز جام کې د ویسټ انډیز لوبغاړې ډینډرا ډاټېن په ۳۸ توپونو سلیزه وهلې وه.
خو سوفي ډیواین بیا په نیوزیلېنډ هېواد کې لومړۍ لوبغاړې شوه، چې چټکه سلیزه یې په خپل نوم کړه.
نوموړې د اوټاګو سپارکس لوبډلې ۱۲۸ منډې هدف په نهم اوور کې په اوپننګ پوره کړ او اوټاګو لوبډلې ته یې په لس وېکټو ماته ورکړه.
y.JPG

په شل اوریزو لوبو کې غوره سلیزې

په دې ډول لوبو کې کرېس ګېل په ۲۰۰۷ نړیوال جام کې په ۵۷ توپونو سلیزه ووهله او د افریقا پر وړاندې د شل اوریزو لوبو لومړۍ سلیزه ثبت کړه او دا د شل اوریزو لوبو لومړۍ سلیزه هم وه.
۲۰۱۰ کې برېنډن مکالم د اسټرالیا پر وړاندې نړیوال جام کې ۱۱۶ ناسوځېدلې منډې وکړې او ۵۶ توپونو یې ولوبول.
سورېش رېنا ۲۰۱۰ کې د سویلي افریقا پر وړاندې په ۶۰ توپونو ۱۰۱ منډې وکړې.
مهیلا جایاوردنی په ۲۰۱۰ کې د زِمبابوې پر وړاندې لوبه کې په ۶۴ توپونو سلیزه ووهله.
ټېلا کرټنی دېلشن په ۵۷ توپونو ۲۰۱۱ کې د اسټرالیا پر وړاندې ۱۰۴ منډې وکړې.
ریچارډ لیوي ۲۰۱۲ کې د افریقا لپاره د نیوزیلېنډ پر وړاندې په ۵۱ توپونو ۱۱۷ منډې وکړې.
ریچي برېنګټن د ایرلېنډ لپاره د بنګله دېش پر وړاندې په ۲۰۱۲ کې په ۵۸ توپونو سلیزه ووهله.
مارټېن ګوپټېل په ۶۹ توپونو، اېرون فېنچ په ۶۳ توپونو، الېکس هېلس په ۶۴ توپونو، د پاکستان احمد شهزاد په ۶۲ توپونو، فاف ډوپلیسي په ۵۶ توپونو، مورنی وان وېک په توپونو، روهېټ شرما په ۶۶ توپونو، افغان محمد شهزاد په ۶۷ توپونو، ډېوېډ مېلر په ۳۵ توپونو او ښځينه سوفي ډیواین په ۳۶ توپونو سلیزې وهلي دي.
د دې سربېره ډېری نورو لوبغاړو چټکې سلیزې وهلي او ریکارډونه یې ثبت کړي.