ژباړه: عایشه حیدري
د سعودي دولت هڅه کوي د پاکستان د پوځ سرتېري د پاکستان د لومړي وزیر پر وړاندې کودتا ته را وپاروي.
له یوې هندي ورځپاڼې څخه د فارس نیوز د نقل پر بنسټ اسپوټنیک راپور کاږي چې د فارس خلیج په څنډو کې پراته عربي هېوادونه چې سعودي یې مشري کوي، د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان د حکومت پر ضد د کودتا په فکر کې دي.
د ټي في پوسټ ورځپاڼې لیکلي، پاکستان د یوې پوځي کودتا په درشل کې دی چې مشري يې د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاويد باجوه پر غاړه لري او د ریاض او ځینو نورو عربي هېوادونو له لوري یې ملاتړ کېږي، همدارنګه داسې انګېرنې موجودې دي چې تر عمران خان وروسته به د پاکستان د پوځ پخوانی مشر جنرال راحیل شریف د حکومت مشري په غاړه واخلي.
دا ورځپاڼه لیکي د سعودي دولت هڅه کوي چې راحيل شریف ته د پاکستان سیاست ته د ور دننه کېدو او د مسولیت منلو په برخه کې قناعت ورکړي. اوس مهال د اسلام اباد او د فارس خلیج د ځینې عربي هېوادونو ترمنځ د کشمیر د لانجې او ځینو نورو مسایلو پر سر اختلافات را پیدا شوي دي، ځکه پاکستان له سعودي عربستان څخه د کشمیر د مسلې په تړاو د اسلامي هېوادونو د کنفرانس د غونډې د را بللو غوښتنې ته د نه پاملرنې له امله خپه دی.
همدا لامل و چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي په څرګنده سعودي عربستان ته ګوتڅنډنه وکړه چې هېواد به یې د کشمیر په مسئله کې د سعودي پر ځای د نورو همفکره اسلامي هېوادونو د ملاتړ د خپلولو هڅه وکړي.
د اګسټ پر پنځمه نېټه شاه محمود قریشي له سعودي دولت څخه وغوښتل چې پر کشمیر د هند د تسلط په تړاو خپل دریځ څرګند کړي، او د اسلامي همکاریو د سازمان سرمشریزه غونډه دې را وبولي چې مشري یې د سعودي عربستان په غاړه لري، خو تر اوسه ریاض د اسلام اباد دغې غوښتنې ته هېڅ ډول پاملرنه نه ده کړې.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د سعودي له لوري د اسلامي همکاریو سازمان د غونډې د نه رابللو لامل دا ګڼي چې سعودي اړ دی یادې غونډې ته د مالېزیا، اندونیزیا او ایران په څېر هېوادونه هم را وبولي، کوم چې د کشمیر په کشاله کې له پاکستان سره همفکره دي.
د پاکستاني چارواکو دغه ډول دریځونه د دې لامل شول چې سعودي عربستان ته د پاکستان د پوځ او استخباراتو یا ISI د مشرانو په وروستي سفر کې هغوی ته د سعودي چارواکو له لوري سپکاوی و شي. محمد بن سلمان هم له دغو پاکستاني چارواکو سره له لیدنې ډډه وکړه، او له بل لوري سعودي له پاکستان څخه ژر ترژره د خپلو پورونو د ورکړې غوښتنه هم وکړه او له پاکستان سره یې خپلې نفتي مرستې هم بندې کړې. د سعودي دا کړنې د دې لامل شوې چې د پاکستان لومړی وزیر عمران خان، د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود چین ته و لېږي تر څو د دوه اړخیزو اړیکو په تړاو له پیکنیګ سره خبرې اترې وکړي.
دا هندي ورځپاڼه د خپلې لیکنې په وروستۍ برخه کې کاږي چې پاکستان به په اوسنیو شرايطو کې د نورو اسلامي هېوادونو لکه ایران، قطر، تورکیې، مالیزيا او اندونیزیا د همکارۍ د ترلاسه کولو هڅه وکړه، خو پوښتنه دا ده چې سعودي به پاکستان ته د دې کار اجازه ور کړي؟ په داسې حال کې چې د کوالالمپور په سرمشریزه کې چې په ۲۰۱۹ کال کې چې د ايران، تورکيې او قطر د مشرانو په له لوري جوړه شوې وه، سعودي دولت په پوره توان د پاکستان د لومړي وزیر د ګډون د مخنیوي هڅه وکړه چې په پای کې بریالي هم شول؟
د پاکستان د امنیتي چارو کارپوهه عایشه صدیقې، ګانډرا ویبسایټ ته ویلي چې اسلام اباد پریکړه کړې د سعودي له دولت څخه مخ واړوي او له ایران سره یو ځای شي چې دا په ډېر قوي احتمال د ایران، چین او پاکستان هغې ګډې پروژې سره تړاو لري چې یو کمربند یوه لار (BRI) نومېږي.
د یادونې وړ ده چې پر پاکستان د سعودي عربستان د پورونو ټوله کچه یو میلیارډ ډالر ده، دغه یو میليارډ د سعودي حکومت د ۳ میلیارډ ډالرو پور د ژمنې برخه ده چې د ۲۰۱۸ کال د نوامبر کې یې له اسلام اباد سره کړې وه، خو تر اوسه یې یوازې همدا یو میلیارډ ډالر پاکستان ته ورکړي وو.
سرچینه: سپوتنیک