لیکنه: مهر تاج
د مکې او مدینې مسوولینو په عین وخت دا بیان خپور کړی، چې د انتظامي او تخنیکي چارو په ګډون په نورو څانګو کې هم مېرمنې په واک ګمارل شوې دي.
مسوولینو ویلي، چې له دغو ګمارنو څخه یې موخه؛ د هغو مېرمنو ظرفیت لوړول او دوی ته استقلالیت ورکول دي چې لوړي زدهکړې لري.
د سعودي عرب د محلي رسنۍ پر بنسټ لومړی ځل د مقدسو مساجدو په چارو کې د ښځو ګمارل په ٢٠١٨ کې پیل شول او دا لړۍ اوس د مقدساتو تر رهبرۍ لوړه شوه.
په اصل کې د سعودي عرب چارواکو د ښځو ګمارل په ټولو چارو کې پیل کړي دي.
دا ګمارنې د سعودي د ولي العهد «بن سلمان» د۲۰۳۰م د پلان یوه برخه ده.
ولي العهد غواړي تر ٢٠٣٠ د سعودي بنسټې ګټې او عایدات نه باید صرف د تیلو پر ګټه ولاړې وي.
او د سعودي عام وګړي نه باید د حکومت پر ولیو بار وي.
دوی باید هر یو نر او ښځه انفرادي ګټه یا عاید ولري او خپلې ټولنې ته پرې خدمت وکړي.
د سعودي مقامات وايي، د ښځو ګمارنې به د سعودي عرب هېواد په ټولو چارو کې زیاتي شي.
همدارنګه د پروسږ کال له اکتوبر څخه وروسته ښځو ته د سعودي عرب په نظامي ډګر کې د ونډې اخستلو اجازه هم ورکړل شوې ده.
اوس مهال د سعودي مېرمنې کولای شي، چې د سعودي په پوځ کې د سعودي په دفاعي هوايي او بحري قواوو کې دنده ترسره کړي.
د یادونې وړ ده چې پروسږ کال سعودي مېرمنو ته د موټر چلولو اجازه هم ورکړې وه.
او دوی اوس مهال دا حق لري، چې د موټر چلولو لیسنس ولري، یو ښایسته فلم د لیدو په موخه سینما ته لاړې یا سینما پرانزي، په تنهایي سفر وکړي او د نړۍ د نورو مېرمنو سره په هر ډګر کې سیالي وکړي.