ستاسې ټولنيزې اړيکې هم ستاسې په روغتيا اغېز لرلی شي

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه

ژباړه: عمران لمر
څېړنو ثابته کړې چې د يو شخص ټولنيزې اړيکې د هغه په روغتيا هم د پام وړ آغېز لري؛ که تاسې ډېرې ټولنيزې اړيکې لرئ او په ټولنيزو پېښو او کارونو کې ډېره برخه او ګډون لرئ؛ نو په ډېر ګمان ستاسې رواني او جسمي روغتيا سالمه او اوږد ژوند لرئ.
دا نظر په دې مانا نه دی چې تاسې ځان د ملګريو پيدا کولو په يوه دستګاه بدل کړئ او خپل ټول وخت له نورو خلکو سره تېر کړئ؛ په داسې حال کې چې دا ستاسې له رښتيني شخصيت سره هم په ټکر کې وي.
د اړيکو کيفيت له کميته اړين دی.
روغې ټولنيزې اړيکې؛ د ښځې او خاوند تر منځ، له کورنۍ سره، له دوستانو سره، له همکارانو سره او له خپلو همفکره خلکو سره اړيکې دي.
له بله اړخه بيا ټولنيزه انزوا کولای شي ستاسې روغتيا ته جدي ګواښونه له ځانه سره ولري؛ په دې ليکنه کې په روغتيا د ټولنيزو اړيکو د اثر يو څو مهم ټکي درپېژنو.
۱- چاغوالی
د ۲۰۱۵ م کال ځينو څېړنو ښودلې ده؛ هغه خلک چې ډېر ټولنيز کارونه لري، که ځوانان وي او که د ډېر عمر خاوندان؛ د چاغوالي احتمال يې بيخي لږ وي.
سالمې اړيکې خلک د خپل وجود د غړيو په هکله ډېر محتاط کوي او نه پرېږدي چې له اندازې زيات وزن واخلي؛ مګر هغه د ډېر عمر خاوندان چې په فشار لرونکو اړيکو کې ښکېل وي؛ د چاغوالي له وېرې سره مخ دي.
۲- د مړينې ډار
مطالعو ثابته کړې ده؛ هغه د ډېر عمر خاوندان چې کمې ټولنيزې اړيکې لري؛ د نورو په نسبت دوه چنده زيات د مړينې له خطر سره مخ دي.
دا اندازه د اقتصادي، ټولنيزو، هوساينې او نورو هغو شرايطو په نظر کې نيولو سره راټوله شوې ده چې مړينه تر آغېزې لاندې راوستلی شي.
په دې اساس د اجتماعي اړيکو له اغېزو يو هم د مړينې د احتمال راټيټول دي.
څېړنو همدارنګه دا هم ثابته کړې ده چې نارينه د کمو ټولنيزو اړيکو په درلودلو سره د ښځو په نسبت ډېر د مړينې له ګواښ سره مخ دي؛ په ځانګړي ډول هغه خلک چې تل يواځې وي او ملګرتيا نه لري؛ ممکن ژر د مړينې له ګواښ سره مخ شي.
۳- د وينې فشار
د وينې لوړ فشار د بېلابېلو عواملو له وجې پيدا کېدلای شي، لکه: ناسم غذايي رژيم، ناروغي او يا هم ارثي وي.
که هر ډول وي؛ خو د وينې لوړ فشار ستاسې د بدن د وينې ټولو رګونو ته ضررر رسوي او په نورو ناروغيو مو هم اخته کولای شي.
څېړونکو موندلې ده؛ هغه نوي ځوانان چې په ټولنه کې او له ملګرو سره وي؛ د وينې د فشار په ناروغۍ کم اخته کېږي او برعکس هغه خلک چې په انزوا کې وي او له خلکو سره ناسته پاسته نه کوي؛ په دې ناروغۍ د اخته کېدو احتمال يې زيات وي.
۴- د زړه او رګونو ناروغۍ
د کمو ټولنيزو اړيکو درلودل د زړه او د رګونو په ناروغيو د اخته کېدو وېره هم زياتوي.
د مثال په ډول په ۲۰۰۱ م کال کې يوه څېړنه چې د رګونو په هغو ناروغانو شوې وه چې د ډېر عمر خاوندان و او له ټولنيز لحاظه له نورو خلکو بېل و؛ ثابته کړې ده چې دا ډول خلک په سلو کې ۲.۴ برخې له نورو ډېر د زړه د مړينې له خطر سره مخ دي.
۵- سرطان
وژونکي طبيعي سلولونه ستاسې د بدن د دفاعي سيستم هغه برخه ده چې کولای شي په بدن کې سرطان تشخيص کړي او په وخت سره اقدامات وکړي.
دا سلولونه همدارنګه له وايروسونو سره هم مبارزه کولای شي.
اوس اوس څېړنو ښودلې ده چې د دې سلولونو فعاليت د شخص ټولنيزو او سالمو اړيکو سره تړلی دی.
په يوه څېړنه کې چې په سرطان اخته کسانو باندې شوې ده، ثابته شوې چې ټولنيز ملاتړ او د شاوخوا خلکو مثبته رويه د دې سلولونو د فعاليت په ښه کولو کې رول لري.
مهمه نقطه دا ده چې د دې طبيعې سلولونو فعاليت د لنفوسيت په تومور کې هغه وخت رامنځته کېږي چې شخص د ټولنيز ملاتړ لويه برخه ترلاسه کړي.
۶- ژور خفګان يا ډيپريشن
ټولنيزه انزوا په ځوانانو او ډېر عمر لرونکو کې د ژور خفګان د رامنځته کېدو سبب کېږي.
ډپريشن نورې نښې لکه: بې خوبي، د وزن د لاسه ورکول، له اندازې زيات وزن اخېستل، د تمرکز نشتوالی، د بې ارزښته کېدو احساس او د مرګ او ځان وژنې په اړه فکرونه هم له ځانه سره لري.
له بده بخته د ټولنيز منزوي کېدو ستونزې سره ډېری خلک لاس او ګرېوان دي.
د امريکې د دوک پوهنتون يوې څېړنې ثابته کړې چې ۲۵ سلنه امريکايان هيڅ ټولنيز ملاتړ نه شي ترلاسه کولای او په يو ډول ټولنيزې انزوا اخته دي.
له ۵۰ سلنې زيات امريکايانو همدارنګه ادعا کړې ده چې هيڅ کورنۍ او يا نږدې ملګری نه لري.
نو که غواړئ چې روغتيا مو له پورته يادو شويو ګواښونو وژغورل شي؛ هڅه وکړئ چې ټولنيز شئ، اړيکې او ملګري پيدا کړئ او له ګوښه کېدو ډډه وکړئ.
خو په دې هر څه کې تر ټولو اړين ټکی چې بايد هېر مو نه شي؛ دا دی چې د اړيکو کيفيت ته هم پام وکړئ او له ښو او سالمو خلکو سره ناسته پاسته وکړئ.