ولي باید په ټولنیزو شبکو کې خپل خصوصي حریم پټ وساتل شي؟

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته

ژباړه: نوراحمد فضلي
پر ټولنیزو شبکو حاکم فرهنګ تاسي اړباسي چي هرڅه شریک کړئ- ستاسي ټول احساسات، افکار، د ژوند لوړي ژوري، ستاسي ټول انځورونه او… تاسي زما په منظور پوهېږئ. که په ورځ کښي خپل انځور شریک نه کړئ یا خپل فکر بیان نه کړئ څه کیږي؟ ستاسي په نظر چي لږ لږ له بهرنۍ نړۍ محرومه کېږئ او که خوشحالېږئ؟ په دې مطلب کښي درته وایو چي ولي باید خپل شخصي حریم کاملاً خوندي وساتئ؟
۱. تاسي خپله د غیبت له پاره لار پرانېزئ
که تاسي له دې څخه رنځ وړئ چي نور همېشه ستاسي په ژوند کښي مداخله کوي او ستاسي په خصوصي ژوند کښي تعادل راوستونکي دي، پر ټولنیزو شبکو د خپل خصوصي ژوند له شریکولو لاس واخلئ. که تاسي دا کار ونه کړئ نو د غیبت او آوازو خپرولو ته لار پرانېزئ.
۲. ستونزي مو له بد څخه بدتر کوي
حتا کوچنۍ ستونزه شوني ده په ستري هغې تبدیله شي او ټوله ستاسي خپله ملامتیا ده. تاسي هیله لرله چي نور له خپلو ستونزو او ژوند له مشکلاتو څخه خبرول به کومه پایله ولري؟ هرڅومره چي په خپلو ستونزو کښي ډېر کسان راښکېلوئ؛ ستونزي مو نوري هم ستري کیږي او ترڅو چي مو له دې کاره لاس نه وي اخیستی دا جریان به ادامه لري.
۳. د نورو خبرو ته به اهمیت ورکوئ
هو، نور به ستاسي په اړه قضاوت کوي. د انسان ذات همداسي دی. هرڅومره چي هم ځان ته ( یا تر دې چي نورو ته) ډاډه ورکوئ چي د نورو نظریات تاسي ته مهم نه دي، کله چي ستاسي شخصي ژوند ته عموم تماشا کوي، بالاخره نه سئ کولای بې تفاوته پاته سئ.
۴. هیڅ وخت به یې هېر نه کړئ
که د خپلي اړیکي ډېر لنډ او کوچني تفصیلات هم پر ټولنیزو شبکو شریک کړئ، ترڅو چي نورو هېر کړي نه وي تاسي هم نه سئ کولای چي هغه هېر کړئ. هرځل چي د خپلو ملګرو سره وینئ غواړي چي ستاسي د شخصي ژوند د پيښو په اړه درڅخه پوښتني وکړي او ټولي پيښي به همېشه ستاسي د سترګو په ګوټونو کښي درته انځوریږي.
۵. په دې کار سره به د خپل ژوند ملګري سره خیانت وکړئ (یا بل هر کس چي عکس په هغه پوري مربوطیږي).
په هره اړیکه کښي چي کومه پېښه کیږي باید یوازي د همدې دوو کسانو تر منځ پاته سي. ستاسي تر نظر هاخوا د بل هیڅ کس نظر ته اړتیا نه لرئ. نو مقابل طرف ته درنښت وکړئ او د خپلي اړیکي پيښي په خپلو منځونو کښي وساتئ.
۶. ستاسي خوندیتوب مهم دی
غواړئ په سفر ولاړ سئ؟ نو څه فرض ده چي پر ټولنیزو شبکو جار وهئ، ولي غواړئ چي د لاري د غلو سره مرسته وکړئ. پر ټولنیزو شبکو چي د ځان په اړه ډېر لږ او کوچني اطلاعات هم خپروئ، شوني دي یوه ورځ په بېلابېلو لارو ستاسي په وړاندي وکارول سي. نو د خپل خوندیتوب له پاره هم چي کیږي خپل خصوصي ژوند همداسي خصوصي وساتئ.
۷. باید هغه نظریات و منئ چي په رښتیا هم مهم دي
‍ ستاسي اړیکه یوازي ستاسي او مقابل طرف تر منځ ده. دا یاني که مو په خپلو کښي جنګ کړی يي باید ستاسي تر منځ پاته سي. ډېری به ممکن ووینئ چي حتا د مقابل طرف له خیانت څخه هم پر ټولنیزو شبکو ګړیږي. او ډېره شونې ده چي دا دوه نفره بالاخره په خپلو کښي سره جوړ سي او حتا ژوند یې جدی هم سي خو نور یې هیڅکله هم هغه رسوايي نه هېروي.
۸. هرڅه چي پر ټولنیزو شبکو یې شریکوی ستاسي د مشر له پاره مهم دي
که فکر کوئ چي احتمالي مشران په ټولنیزو شبکو کښي ستاسي پاڼي نه ګوري بشپړ ناسم فکر کوئ. د ډیرو کمپنیو یا شرکتنو مدیران تر ګومارني وړاندي ستاسي پر لیکه نړۍ ته سر ور ښکاره کوي او ښه پوهېږئ چي عمومي تالار ته د خپل خصوصي ژوند را ایستل چندان ښه کار نه دی.
۹. نه سئ کولای چي پر ټولو باور وکړئ
پر کورنۍ او دوستانو مو باور وکړئ خو لازمه نه ده چي له ستونزو مو ټول کلی خبر سي. هیڅکله نه پوهېږئ چي ستاسي د ژوند خبرونه تر چا پوري ور رسیږي او په راتلونکي کښي تاسي ته کوم سرخوږی جوړولای سي.