د کرکټ نړیوالې شورا تازه د ټیسټ سیالیو نړیواله درجه بندي اعلان کړه، چې پکې د اسټرالیا د کرکټ ملې لوبډلې نامتو او تکړه توپوهونکی سټیو سمیت له دویم ځای څخه لومړي ځای ته پورته شوی او ۸۹۱ نمرې ورکول شوي.
پخوا په لومړي ځای کې د نیوزیلینډ لوبډلمشر کین ویلمسن شتون درلود، چې دویم مقام ته راکښته شوی.
د ټیسټ سیالیو نړیواله درجه بندي
۱ـ سټیو سمیت؛ اسټرالیا، ۸۹۱ نمرې، یو قدم پرمختګ یې وکړ.
۲ـ کین ویلمسن؛ نیوزیلینډ، ۸۸۶ نمرې، یو قدم شاهتګ یې وکړ.
۳ـ لبیسچینج؛ اسټرالیا، ۸۷۸ نمرې، پر خپل پخواني ځای شتون لري.
۴ـ ویراټ کوهلي؛ هندوستان، ۸۱۴ نمرې، یو قدم پرمختګ یې وکړ.
۵ـ جې روټ؛ انګلستان، ۷۹۷ نمرې، یو قدم شاهتګ یې وکړ.
۶ـ ریشپ پنټ؛ هندوستان، ۷۴۷ نمرې، پر خپل پخواني ځای شتون لري.
۷ـ روهیت شرما؛ هندوستان، ۷۴۷ نمرې، پر خپل پخواني ځای شتون لري.
۸ـ هانري نیکولاس؛ نیوزیلینډ، ۷۳۲ نمرې، پر خپل پخواني ځای شتون لري.
۹ـ ډیویډ وارنر؛ اسټرالیا، ۷۲۴ نمرې، پر خپل پخواني ځای شتون لري.
۱۰ـ بابراعظم؛ پاکستان، ۷۱۴ نمرې، پر خپل پخواني ځای شتون لري.
The latest @MRFWorldwide ICC Test Player Rankings are here!https://t.co/oCmEz90kev
— ICC (@ICC) June 16, 2021