د اسټرالیا لپاره په ټیسټ سیالیو کې زیاتې منډې جوړونکې لوبغاړي؛ سټیو سمیت نهم شو

آبي رنګه تجريدي ډیزاین
لیکنه: محمدصابر حمیدي

د کرکټ نړیوالې شورا د هغو لسو لوبغاړو نوملړ خپور کړی، چې د خپل هیواد اسټرالیا لپاره یې په ټیسټ سیالیو کې زیاتې منډې جوړې کړې دي.
په دې نوملړ کې ریکي پوانټینګ لومړی، آلن بارډر دویم، سټیو واګ درېیم، میچل کلارک څلورم، متیو هایډن پنځم، مارک واګ شپږم، جسټین لینګر اووم، مارک ټایلر اتم، سټیو سمیت نهم او ډیویډ بون بیا لسم ځای لري.

اسټرالیا ته په ټسټ لوبو کې زیاتې منډې جوړونکي لوبغاړي

۱- ریکي پوانټنګ، ۱۹۹۵ـ۲۰۱۲، ۲۸۷ اینینګزه، ۱۳۳۷۸ منډې.
۲ـ آلن بارډر، ۱۹۷۸ـ۱۹۹۴، ۲۶۴ اینینګزه، ۱۱۱۷۴ منډې.
۳ـ سټیو واګ، ۱۹۸۵ـ۲۰۰۴، ۲۶۰ اینینګزه، ۱۰۹۲۷ منډې.
۴ـ میچل کلارک، ۲۰۰۴ـ۲۰۱۵، ۱۹۸ اینینګزه، ۸۶۴۳ منډې.
۵ـ متیو هایډن، ۱۹۹۴ـ۲۰۰۹، ۱۸۴ اینینګزه، ۸۶۲۵ منډې.
۶ـ مارک واګ، ۱۹۹۱ـ۲۰۰۲، ۲۰۹ اینینګزه، ۸۰۲۹ منډې.
۷ـ جسټین لینګر، ۱۹۹۳ـ۲۰۰۷، ۱۸۲ اینینګزه، ۷۶۹۶ منډې.
۸ـ مارک ټایلر، ۱۹۸۹ـ۱۹۹۹، ۱۸۶ اینینګزه، ۷۵۲۵ منډې.
۹ـ سټیو سمیت، ۲۰۱۰ـ۲۰۲۱، ۱۳۷ اینینګزه، ۷۴۴۹ منډې.
۱۰ـ ډیویډ بون، ۱۹۸۴ـ۱۹۹۶، ۱۹۰ اینینګزه، ۷۴۲۲ منډې.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.