سمېت: د توپ بدلولو په قضیه کې کرکټ بورډ ملامت دی، ځکه هغوی موږ ته همداسې ویلي ول

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی

پخواني اسټرالیایي کرکټ لوبغاړي سټیف واف وایي، افریقا کې د بال حالت بدلولو په پېښه کې اسټرالیایي کرکټ بورډ ګرم دی.
سمیت وایي افریقا ته د اسټرالیایي لوبډلې د سفر په ترڅ کې د ټېسټ لوبې پر مهال د توپ د حالت بدلولو په پېښه کې کرکټ بورډ پړ دی، نوموړی زیاتوي اسټرالیایي کرکټ رهبري غړو، چې افریقا ته له لوبډلې سره تللي وو ستونزه جوړه کړې وه.
په هغې پېښه کې سټیف سمېت، چې اسټرالیایي لوبډلشمر و، مرستیال لوبډلمشر ډېوېډ وارنر او توپ وهونکی بېن کرافټ په موقتي ډول له لوبو محروم شول.

په هغې لوبه کې بېن کرافټ ته د لوبډلې د مشرانو له خوا دنده ورکړل شوې وه، چې د توپ حالت بدل کړي او د توپ څرمن وګروي ترڅو زیات سوېنګ واخلي او افریقایي لوبغاړي پرې وسوځېږي، چې د تلویزیون لوبڅار له خوا بېن کرافټ ولیدل شو او بالاخره هغه غوښتل چې سرېښ یا ربرټېپ په جېپ کې ننباسي او یایې هم نېکر کې ځای پرځای کړي، چې لوبڅارانو یې دا حالت کشف کړ او بالاخره دا مسله د اسټرالیایي لوبډلې لپاره د درغلۍ له امله د ستر شرم مسله وګرځېده او بالاخره د نړۍ په رسنیو کې دا موضوع د سرټکی وګرځېده او د اسټرالیا صدراعظم پرېکړه وکړه، چې سمېت، وارنر او کرافټ به جریمه شي.
په دې ترڅ کې وارنر د عمر، عمر لپاره د اسټرالیا لوبډلې له لوبډلمشرۍ لرې شو، کرافټ د یو کال لپاره له لوبېدو محروم شو او سمېت دوه کاله له لوبو محروم شو او دوه کاله له لوبډلمشرۍ هم ګوښه شو.

کله چې اسټرالیایي لوبډله د څلورمې ټېسټ لوبې لپاره لوبغالي ته روانه وه خلکو ورپسې د درغلۍ کوونکو لوبغاړو په نومونو چېغې وهلې، چې اسټرالیایي لوبغاړي یې ډېر ځورول.
هغه مهال ډېوېډ وارنر او سمېت رسنیو په پردو راښکاره شول، چې د درغلۍ له امله یې له اسټرالیایي ولس څخه بخښنه غوښتله او له سترګو یې اوښکې تویدلې.
ډېوېډ وارنر دومره احساساتي شوی و، د یو خبري کنفرانس په ترڅ کې یې له خولې ووتل، چې دی نور عمري، عمري د اسټرالیا لپاره نه لوبېږي.
د ډېوېډ وارنر مېرمن ویل، چې کله افریقایي ننداره کوونکو زما خاوند پسې د فساد کوونکي او دوکه ورکوونکي چېغې وهلې ما هم اوښکې تویولې او دې حالت سخت ځورولم.
اوس پخواني اسټرالیایي لوبغاړي سټیف واف ویلي، چې دې قضیه کې لوبغاړي پړه نه دي، بلکې د بورډ د رهبرۍ غړي ګرم دي او د هغوی په مشوره دا کړنه شوې وه.
د ویډیولېنک: