خپله خندا څه شي ده؟
خندا په لغات کې د ښادۍ او خوشحالۍ په وخت کې د شونډو غوړېدو ته وایي چې کله ږغ هم ورسره وي او د ژړا ضد ده. د خندا په وخت کې خوله، پزه، سترګي، شونډي، بارخوګان او تندی ځانګړي خوځښتونه کوي چې د غاړي پلې شخیږي، مخ سور او شین اوړي او په رګونو کې د ویني تګ ګړندی کیږي.
ویل کیږي چې خندا د انسان د فزیولوژي یوه ډېره پېچلې څرګندونه ده. هر بالغ انسان په ورځ کې په منځني ډول ۱۷ ځله خاندي. د فزیولوژي له نظره تخنول او د پوستکي لمسول هم د خندا لامل ګرځي دا په دې دلیل چې په مغزو کې داسي ځانګړي ځایونه شته چې دا الکتروني لمسوني یې د خوشحالۍ او خندا لامل ګرځي. کله چې څو تنه یوځای سره وخاندي، دا دهغو ترمنځ یوالی او همغږي ښیي.
د چین په فرهنګ کې ویل شوي دي: یوه خندا لس کاله څوک ځوانوي او کولای شو د سلو ناروغیو درملنه ورباندې وکړو. ځیني څېړونکې وایي هغه څوک چې لږ یا هیڅ نه خاندي د زړه په ناروغیو اخته کیږي.
خندا دوې برخي لري، یو د څېرې بدلون او بل هغه ږغ چې تولیدیږي. کله چې موږ خاندو ماغزه د خندا کولو امر ورکوي، که په زوره وخاندو نو بیا ماغزه د لاسو او پښو د خوځېدو امر هم ورکوي.
ننۍ خندا له دوه نه تر څلورو میلیونه کاله مخکې پیدا شوې ده. په هغه کې د انسان صوتي دستګاه دغه غږونه نه شوای تلفظ کولای چې نن یې موږ تلفظ کولای شو نو خندا یې د ګوریلا شامپانزۍ خندا ته ورته والۍ درلود او په پرمختګ سره یې انسان دا توان پیدا کړ چې داسي وخاندي لکه نن چې خاندي.
ماشوم چې څلورو میاشتو ته رسیږي کولای شي چې سم وخاندي. یو کار پوه ویلي دي: خواړه، استراحت، او خندا د نړۍ له ټولو نه ډېر ښه درې ډاکټران دي. ان په لرغوني تاریخ کې دروغتیا بیرته لاس ته راوړلو لپاره خندا یو ډول اغېزمن درمل ګڼل کېده.
(رابرت پروین) وایي: ښځي ډېري خاندي خو نارینه بیا ډېري خندونکي خبري او ټوکي کوي. په حقیقت کې خندا د ځوان پاته کېدو یو راز دئ. څېړونکي وایي: خندا د انسانانو ترمنځ د نیږدې اړیکو لامل ګرځي، چې څوک له چا سره د ارامتیا احساس وکړي نو دهغه سره خاندي، همداسي نوري ډېري ګټي لري لکه، د مړاویتوب په وړاندي ښه دارو دي، انسان ښکلۍ کوي، خندنۍ څېره تر ډېره په ذهن کې پاته کیږي، سالمه وینه جوړوي، خندا د بې درمانه درد لامل دی، د ویني فشار لږوي او عمر ډېروي.
یو انګریزي پوه وایي: یوه دقیقه د زړه له کومي خندېدل د ۴۵ د قیقو ورزش سره یو شی دی. پوهان وایي: څوک که په ورځ کې ۳۰ دقیقې وخاندي د زړه ددوهمي حملې خطر یې ځنډیږي، او رواني فشار په لمنځه وړلو کې هم اغېزه لري.
خندا لکه ساري مرض په شان دی کله چې یو څوک وخاندي دا نور هم ورسره خاندي د خندا سره فکر دریږي نو ځکه وایي چې خندا د ذهني نا ارامیو د خلاصون لاره ده.
ډاکټر میلر وایي که موږ ډېر خفه او په غوسه ووسو نو پرله پسې خندا غوسه او خفګان مو له منځه وړي.
خندا د انسان له ذهنه منفي سوچونه، وېري، غوسه، بخیلي او خود خواهي باسي، نورو ته فداکاري، درناوۍ کول ورزده کوي او مینه په وجود کې ژوندۍ کوي.