هغه ناروغۍ چې د مبایل له څپې پیدا کېږي

سپینه تجريدي ډیزاین
لیکنه: ملیحه ناصري

ځيرک مبایلونه د اسانتیاوو تر څنګ خورا زیانونه هم لري چې د انسان وجود زیانمنوي. د هغو له جملې مو ځينې دلته ښوولي دي:

جسمي او رواني ستونزې

ځيرک مبایلونه یو ډول شعاوې خپروي چې د انسان پر سترګو، پوستکي، دماغ او ماغزو باندې مستقیم اغېز ښندي. دا اغېز لومړیو کې لږ وي؛ خو د وخت په تېرېدو سره جدي او ګواښوونکې ناروغۍ پیدا کوي. د عصبي برخو روغتیاپالان وايي چې د مبایلونو امواج او رڼاوې ماغزه او سترګې ګواښي.
تر پخوا اوس هغه کسان خورا ډېر شوي چې عینکې کاروي. د سترګو له سوروالي او درده ځورېږي، د همدې له امله خپل ورځني کارونه سم نشي سمبالولی.

فکري تمرکز کموي

ځوانان نشي کولی چې نوښت وکړي، مطالعه وکړي او مناسب فکري فعالتونه وکړي. ځوانان د ډېرو اسانه موضوعګانو لپاره د فکر پر ځای سملاسي انټرنټ ته ورځي او فکر نه کاروي.

جنسي حجرې زیانمنوي 

هغه کسان چې وایفای ډېر اخلي یا یې اوږدمهاله کاروي، د هغوی جنسي ځواک زیان مومي. ځينې نارینه چې مبایلونه تل په جېب کې ږدي، له ځانه یې نه لرې کوي، د هغوی د نارینتوب هورمون کمزوری کېږي. آن کېدی شي جدي ستونزه یې وګواښي.

د جنین (ماشوم) پر روغتیا ناوړه اغېز پرېباسي

هغه کمزروی کوي او نورې ستونزې هم ورته پیدا کولی شي. امیدواره میندې دې هڅه وکړي چې خيرک مبایلونو سره سروکار کم کړي.

سترس

هغه کس چې ځيرک مبایل ډېر کاروي، په اصطلاح پرې روږدی دی، هغه ته سټرېس او خپګان پیدا کوي. په ناوړه حالتونو کې تر نورو ژر د سټرېس ښکار کېږي. یو ډول اندېښنه ورسره وي چې ایا ماته به پیغام راغلی وي، د چا به وي، څه به یې ویلي وي، که جګړه راسره وکړي څه به کوم، که عکسونه مې خپاره شي، زما مبایل چارج لري که نه، که چارج نه لري ورځ به څنګه تېروم او…

د ناروغیو لېږد

د پوستکي د ناروغیو د لېږد وسیله هم ګرځي. موږ مبایلونه ډېری وخت په داسې ځای کې ږدو چې هلته میکروب پروت وي، بیا یې را اخلو پر مخ یې ږدو او خبرې کوو. کروم، کوبالت او نکل سره ځينې پوستکي له پخوا حساسیت لري؛ نو کېدی شي د دانکیو د راختلو او نورو جلدي ستونزو لامل شي.

سپارښتنې

هڅه دې وشي ځيرک مبایل نه کمه ګټه واخیستل شي. د ویده کېدلو پر وخت مبایل ګل شي. کله چې ویده کېدئ مبایلونو د خوب له ځایه لرې کېږدئ. د خوب پر وخت مبایل سر ته نږدې مه ږدې، له پښو سره یې واچوئ یا یې له کوټې دباندې چېرته کېږدئ.
د زړه او نورو ګواښوونکو ناروغیو لرونکي کسان دې مبایلونه د زړه پر سر یا څنګنيو جېبونو کې نه ږدي. کله مو چې خبرې کولې له مخه یې لرې نیسئ. چې ورته کتل مو د مبایل او سترګو مینځ کې واټن پرېږدئ.