د بې خوبۍ ستونزې او د حل لارې یې

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه

ژباړه: عطا محمد میاخېل
۱ ـــ د ورځې له مخې د فزیکي فعالیتونو ترسره کول.
۲ ـــ له ویده کېدلو څخه د مخه د شپې په تودو اوبو ولامبئ.
۳ ـــ په شپه کې له ویده کېدلو څخه د مخه د هیجاني حواسو مخنیوی.
۴ ـــ د خوب د کوټې هوا تازه او د سانتي ګیراد د ۱۶ او ۱۸ درجو ترمنځ وي.
۵ ـــ د شپې له خوا، له ککو، قهوې، چای او کوکاکولا څخه ګټه نه اخیستل.
۶ ـــ ډېره لوږ او ډېر خوراک هم د بې خوبۍ سبب ګرځي.
۷ ـــ له شرابو ( الکولو ) څخه ګټه نه اخیستل.
۸ ـــ له لنډ مهالې څو ورځنۍ بې خوبۍ څخه نه وېره، ځکه دا وېره راتلونکي ورته خوبونه زیانمنوي.
۹ ـــ د ورځنیو کارونو په اړه فکر مه کوئ او هم د دې کارونو په اړه مطالبو مه لولئ.
۱۰ ـــ هغه مهال د خوب بسترې ته لاړ شئ، چې خوب درغلی وي.
۱۱ ـــ که چېرې تاسو په بستره کې خواشیني او خوب نه لرئ، نو بستره پرېږدئ، آزادې هوا ته لاړ شئ او نیم ساعت وروسته بېرته د خوب بسترې ته لاړ شئ.
۱۲ ـــ د ورځې له خوا خوب د شپنۍ بې خوبۍ سبب ګرځي.
۱۳ ـــ هره شپه له خوب راوړونکو درملو څخه ګټه مه اخلئ، ځکه پرې روږدي کېږئ، خو کله وخت کولای شئ، ترې ګټه واخلئ.
۱۴ ـــ که چېرې یوه شپه ډېر کم یانې یو یا دوه ساعتونه ویده شوي یاست، نو سبا په تېر ټاکلي وخت له خوبه را پاڅېږئ، پرته له دې کېدای شي، د راتلونکې شپې خوب مو خراب شي.