د نېمې شپې بې خوبي؛ لاملونه او درملنه یې!

سپینه تجريدي ډیزاین

ژباړه : شمیم اتل
بې خوبي هر وخت؛ په خاص ډول په نېمه شپه کې لوی سرخوږی دی. تاسې هم کیدای شي له دې سرخوږي سره مخ یئ، یا مخ شوي به یاست، یا ممکن مخ شئ.
د دې سرخوږي په عواملو او مخنیوي درته دا مطلب چمتو شوی، راځئ ویې لولئ:
بې خوبي څه ده؟
بې خوبي په عام ډول دا ګڼل کیږي، چې یو چا ته د شپې خوب ورنه شي. خو بې خوبي له دې وراخوا دا هم ده چې د خوب لپاره د منظم مهالوېش د لرلو باوجود په نېمه شپه کې څوک ویښ شي، زړه یې غواړي بیا ویده شي، خو خوب نه ورځي.
ځينې وخت دا بې خوبي یوه عادي مسئله وي، یا تږي کیږئ، یا مو ذهن نارامه وي، یا بله موضوع، خو که دا بې خوبي مو دوامداره او په یوه عادت بدل شي د اندیښنې وړ وي.
بې خوبي که مو په عادي کچه وي په عادي حل لارو یې مخه نیولای شئ.
مثلاً: که د مطالعې یا موسیقۍ اوریدو له کبله ویښ پاتې کیږئ، یا مو ذهن نارامه وي، ښه ده چې د شپې لخوا مطالعه او موسیقي اوریدل پریږدئ.
یا کولای شئ د مطالعې لپاره رڼا کمه کړئ. همدا شان غوره ده چې د موبایل ټلیفون له رڼا لیرې اوسئ، ځکه هم سترګې خرابوي او هم د خوب تښتیدو سبب کیږي.
له دې نښو وراخوا که مو بې خوبي دوامداره او منظمه وي، بیا یې دلایل نور کیدای شي، د اندیښنې وړ ده، سمه چاره یې په کار ده.
د نېمې شپې د منظمې او دوامدارې بې خوبۍ لاملونه دا کیدای شي:
د الکولي مشروباتو څښل
که دا مشروبات څښئ، د نورو زیانونو ترڅنګ مو د خوب له خوږو محروموي. ښه ده چې له دې مشروباتو ډډه وکړئ!
د خوږو خوړو استعمال
هغه خواړه، چې خواږه دي، خوراک یې د نورو زیانونو ترڅنګ د نېمې شپې بې خوبي هم پیدا کوي. په دې خوراکونو کې اکثره یې غربي دي. ښه ده چې له استعمال سره یې محتاط اوسئ!
رواني اندیښنې
انسانان ټول د ورځې په منډه او سرګردانه وي. د شپې طبیعي ده چې د ورځې سرګردانۍ یې په ذهن کې وي، فکر پرې کوي او د نورو سرګردانیو حلولو ته یې سودا وي.
د نېمې شپې په بې خوبۍ کې یو لوی دلیل دا اندیښنې دي. که غواړئ ښه او ارامه خوب ولرئ مخکې له دې چې ویده شئ ټولې اندیښنې له ذهنه وباسئ.
د دې رواني سرګردانیو د حل ټولو نه ښه نسخه موږ مسلمانانو ته کلکه عقیده ده. پرخدای باور ولرئ، چې ستونزې مو حلوي او یوه حل لاره به درته پیدا کړي.
الکترونیکي وسایل
تلویزون، موبایل ټلیفون، ګیم او نور الکترونیکي وسایل هم د بې خوبۍ په عواملو کې راځي. مخکې له خوبه حد اقل ۲۰ دقیقې وړاندې دا شیان درنه لیرې کړئ، د خوب تیاری ونیسئ او ذهن پردې مصروف کړئ، چې څنګه ښه او ارامه خوب لرلای شئ!
ستړیا
انسان کار ته پيدا دی، خو کار خپل حد او اندازه لري. کار وکړئ، بې کاري خپله یو مرض دی، خو که زیات کار مو وکړ، هغه هم درته په مرض بدلیږي، ډېر به ستړي یاست، ځان به مو درد کوي، ذهن به مو نارامه او له دې لارې به د نورو زیانونو ترڅنګ بې خوبي هم درپه برخه شي.
ښه ده، چې د کار لپاره حد و اندازه په نظرکې ونیسئ او ورڅخه ډېر ځان ستړي نه کړئ.
درمل
د بې خوبۍ ضد درمل په لنډمهاله ډول ستاسو بې خوبي کنټرولوي، خو په اوږده مهال کې هم د بې خوبۍ او هم نورو ناروغیو سبب کیږي.
ښه ده، چې له دې درملو سره معتاد نه شئ، که شوئ، دا خپله یو سرخوږی دی، که مو ونه کاروه، خوب نه درځي.