لیکنه : عبدالله عادل
نن سريلانکا د دریو شل اوریزو لوبو په لوبلړۍ کې کوربه پاکستان ته ۳—۰ ماته ورکړه .
وروسته تر هغې چي د سریلانکا ملي لوبډلي مشهورو او پیاوړو لوبغاړو پاکستان هیواد ته له تګ کولو څخه انکار وکړ د سرېلانکا ځوانه لوبډله یاد هیواد ته د لوبیز سفر لپاره چمتو سوه او په دغه سفر کې یې لومړی د دریو یو ورځنیو لوبو لړۍ ترسره کړه چي د یادې لړۍ لومړۍ لوبه مساوي او پاته دوه لوبي د کوربه پاکستان لوبډلي په بریا پای ته ورسېدې.
سريلانکا د یو ورځنیو لوبو تر لړۍ بایللو وروسته ښه بیرته راتګ وکړ او د شل اوریزو لوبو لړۍ یې د ځوانې لوبډلي په مټ د پاکستان څخه د پاکستان په خاوره کي وګټل .
د پاکستان او سریلانکا تر منځ د دریو شل اوریزو لوبو د وروستۍ لوبي ټاس د سریلانکا لوبډلي وګټی او لومړی یې د توپ وهني پرېکړه وکړه دوی په ټاکل سویو ۲۰ اورونو کې د اوو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۴۷ منډي جوړي کړې او کوربه پاکستان ته یې د ۱۴۸ منډو هدف وټاکه.
د سریلانکا لپاره په توپ وهنه کې وشادو فرناندو په ۴۸ توپونو د ۳ شپږیزو او ۸ څلوریزو په مټ ۷۸ ناسوځېدلي او تر نورو لوبغاړو ډيري منډي جوړي کړې.
د پاکستان لپاره په توپ اچونه کي محمد امیر ۳ ، وهاب ریاض او عماد وسیم ۱/۱ ویکټ ترلاسه کړه.
د کوربه پاکستان لوبډله د هدف په پوره کولو کي د دریم ځل لپاره پاته راغله دوی د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سره په ۲۰ اورونو کې ۱۳۴ منډي جوړي کړې او لوبه یې د ۱۳ منډو په توپير سره بایلول.
د پاکستان لپاره په توپ وهنه کي هارس سُهیل ۵۲ او بابر اعظم ۲۷ تر نورو ډیري منډي جوړي کړې .
د سریلانکا لپاره په توپ اچونه کي ونیندو هسرنګا یو ځل بیا ښه وځلېد نوموړي نن لوبه کي د ۲۱ منډو ورکولو په بدل کي د پاکستان درې لوبغاړي اوټ کړل د نوموړي تر څنګ لاهیرو کمارا ۲ او راجیتا یوه ویکټ ترلاسه کړه.
د لوبي او لوبلړۍ دواړو غوره لوبغاړی د سریلانکا ونیندو هسرنګا ونومول سو چي په لوبلړۍ کي یې په زړه پوري توپ اچونه ترسره کړې وه.