ژباړه: عایشه حیدري
دا ښکاره خبره ده چې پزه د انسان په ښایست کې بنسټيزه ونډه لري، خو ډېر خلک د پزې له ښایست څخه لرې دي، دا خلک د ښایست د ترلاسه کولو لپاره غواړي خپله پزه وړه کړي او یا یې شکل (بڼې) ته بدلون ورکړي.
ګڼ شمېر خلک داسې فکر کې دي چې د پزې د ښکلا لپاره یوازینۍ لاره، د جراحي ده، او د همدې لپاره د جراحي پر مټ د خپلې پزې د ښکلا هڅه کوي، خو ډېری وخت جراحي نه شي کولای د انسان پزې ته هغه ښکلا ور کړي چې دوی یې د لاسته راوړلو په هڅه کې دی.
همدارنګه جراحي د انسان پزې او تنفسي سيستم ته ډېر زیانونه رسولای شي، او تر څنګ یې د پزې جراحي ډېر لګښت لري، چې ډېری خلک دغه لګښت نه شي پوره کولای.
په دې لیکنه کې مو وغوښتل، تاسو ته د پزې د کوچنيوالي په اړه مالومات درکړو، چې وکولای شئ په کور کې له ډېر لګښت او جراحۍ یا کیمیاوي درملو پرته خپله پزه په طبیعي لارو چارو کوچنۍ او ښکلې کړئ.
د دې لیکنې د مالوماتو او ګټو ترلاسه کولو لپاره زمونږ لیکنه تر پايه ولولئ!
۱ – د پزې ورزش (د پزې تمرین)
د ورزش د نامه په لوستلو سره به حیران شوي ياست او کېدای شي لومړی ځل مو وي چې د پزې د ورزش په اړه پوهېږئ، خو تاسو کولای شئ د پزې د ځانګړي ورزش په ترسره کولو سره یو ښایسته او وړه پزه ولرئ.
د عمر په لوړوالي سره د انسانانو بدن کمزوری کېږي، چې دغه کمزوري نېغ په نېغه د انسان پر پزه په مستقیمه بڼه تاثیر لري.
د عمر لوړوالي سره د انسان د پزې بڼه د هډوکو او غضروف د کمزورۍ له امله ځینې زیانونه ویني، خو تاسو کولای شئ په ډېرې اسانۍ سره خپلې پزې ته تمرین ورکړئ او د خپلې پزې هډوکی او غضروف پیاوړی کړئ. د دغه تمرین ترسره کولو او د خپلې پزې د لنډولو لپاره خپله سبابه (شهادت) ګوته د خپلې پزې په څوکې باندې کېږدئ، او په ډېرې ارامۍ ور باندې فشار راوړئ، او همداسې ورو ورو په خپلې پزې باندې ښکته خوا ته فشار راوړئ.
د ورځې په لړ کې مو چې هر کله وغوښتل کولای شئ دغه تمرین په اسانۍ سره ترسره کړئ، خو هېر مه نه شي که غواړئ له دغه تمرین څخه غوره پایلې تر لاسه کړئ، بویه دا تمرین په دوامدار ډول سر ته ورسوئ.
لومړی ورزش: د پزې د بڼې (شکل) بدلولو ورزش
که د خپلې پزې له شکل څخه خوښ نه یاست، او غواړی چې خپله پزه وړه کړئ، د خپلې اشارې ګوتې (د کیڼ لاس شهادت ګوته) او غټې ګوتې په مرسته د خپلې پزې دواړه خواوې ټینګې و نیسئ، او په دې حال کې یوه ژوره سا واخلئ.
دغه تمرین هره ورځ ۱۰ یا ۱۵ ځلې تکرار کړئ، د یوې لنډې مودې په تېرېدو سره به دغه تمرین تاسو سره مرسته وکړي چې ښکلې او کوچنۍ پزه و لرئ.
همدارنګه د کوچنۍ پزې لرلو لپاره تر ټولو غوره لار ، د پزې ته مساج دی.
کله مو چې غوښتل خپلې پزې ته مساج ورکړئ خپله ګوته د پزې د هډوکي پر سر کېږدئ، او حرکت ور کړئ، خو بویه د ګوتو حرکت په ګردې (دایروي) بڼې وي. تاسو کولای شی دغه تمرین د ورځې په لړ کې شپږ او یا هم اووه ځله ترسره کړئ.
د پزې د مساج یوه بله ښېګڼه داده چې کولای شي ستاسو د سر درد هم له منځه یوسي.
د کوچنۍ پزې درلودلو بله اسانه لار د ژورې سا اخیستلو لار ده چې پر مټ یې کولای شئ ښکلې او کوچنۍ پزه و لرئ. د دغه تمرین تر سره کولو لپاره د پزې یو سروکي بند کړئ او د پزې د بل سروکي په مرسته ژوره سا واخلئ، او دغه ژوره سا د څو لنډو شېبو لپاره په خپلو کې وساتئ، وروسته بیا د خپلې پزې بل سروکي بند کړئ او دغه تمرین ترسره کړئ.
دغه تمرین باید د ورځې لس ځلې د یوې اوږدې مودې لپاره په منظم ډول ترسره کړئ.
دویم ورزش – د پزې د ګونځو له منځه وړلو ورزش
که غواړئ چې د پزې ګونځې مو له منځه یوسئ، د خندا پر مهال د خپلې پزې پوستکی د خولې په لور کش کړئ، دغه کړنه به تاسو سره مرسته وکړي چې ستاسو د پوستکي ټولې ګونځې له منځه لاړې شي. که دغه تمرین په ورځ کې شل ځلې د څو میاشتو لپاره ترسره کړئ نو مثبته پایله به ترلاسه کړئ.
همدارنګه کولای شئ چې پر مخ باندې د خندا له امله را منځ ته شوې کرښې د تمرین په مرسته له منځه یوسئ، یو حقیقت دا هم دی چې که پر پزه مو د خندا له امله را منځ ته شوې کرښې موجودې نه وي نو پزه به مو وړه ښکاره شي.
او که پر پزه مو د خندا له امله کرښې جوړې شوي وي نو اندېښنه مه کوئ او تمرین پر مټ دغه کرښې له منځه یوسئ. لومړی د پزې له لارې ژوره سا واخلئ، او دغه ژوره سا د څو شېبو لپاره په خپلو سږو کې و ساتئ، دغه تمرین هره ورځ ترسره کړئ تر څو ستاسو د خندا خطونه له منځه یوسي.
۲ – د کورنيو درملو په مرسته د پزې کوچنۍ کول
تاسو کولای شئ خپله پزه د کورنیو درملو په مرسته خپله پزه کوچنۍ کړئ او ښکلې کړئ، دلته هغه کورنۍ توکي، درمل او خوراکونه در پېژنو چې د پزې په ښکلا او کوچني تابه کې مرسته کوي:
زنجبيل
زنجبيل کولای شي ستاسو د پزې په کوچني کولو کې تاسو سره مرسته و کړي. که غواړئ د خپلې پزې د کوچني والي لپاره له زنجبيل څخه ګټه واخلئ، د زنجبيل او اوبو څخه یو ماسک جوړ کړئ، او هره ورځ د پنځلس دقيقو لپاره دغه ماسک د خپلې پزې په هغې برخې کېږدئ، چې غواړئ وړه شي.
کنګل (یخ)
کنګل کابو په هر کور کې شته، او هر چېرې په عادي ډول موندل کېږي. تاسو کولای شئ د یخ يوه ټوټه په يوه ټوکر کې و پېچئ، او د خپلې پزې په هغې برخه یې کېږدئ چې غواړئ کوچنۍ شي. دغه کړنه د دې لامل کېږي چې پزه لږ باد ولري، او پزه مو وړه شي. که دغه کړنه په اوږدمهاله توګه د ورځې په لړ کې د لسو دقیقو لپاره ترسره کړئ نو پزه به مو کوچنۍ او ښکلې شي.
د غاښونو د کریم، زنجبيل او د مڼې د سرکې ماسک
که غواړئ چې پزه مو ژر تر ژره وړه شي د غاښونو د کریم، زنجبيل او د مڼې د سرکې ماسک و کاروئ. د دغه ماسک د جوړولو لپاره یوه کاشوغه د مڼې سرکه، یوه کاشوغه زنجبيل او یوه کاشوغه د غاښونو کریم سره یو ځای کړئ او د دېرشو دقیقو لپاره یې په خپلې پزې کېږدئ.
مخکې تر دې چې دغه ماسک و کاروئ باید خپله پزه و اینځئ، که د دغه ماسک تر کارونې وروسته مو د پزې شاوخوا د سوځېدنې یا وچ والي احساس وکړ خپله پزه په کریم (مرطوب کننده) غوړه کړئ.
که دغه ماسک د لسو ورځو لپاره پرله پسې و کاروئ، په خپلې پزې کې به يو ځانګړی بدلون احساس کړئ.
د سینګار په واسطه د پزې کوچنۍ کول
که تاسو مېلمستيا ته تلونکي یاست او د خپلې پزې بڼه مو خوښه نه ده، خو غواړئ چې د مېلمنو په منځ کې ښکلې او بې عیبه څېره و لرئ، مونږ تاسو ته د سینګار په واسطه د پزې وړوک والی در ښیو.
د دې لپاره چې ستاسو پزه وړه ښکاره شي تاسو کولای شئ، په خپلې پزې د خپلې څېرې څخه روښانه سینګار رنګونه یا پوډر څخه ګټه واخلئ، او په پزې د سیوري اچولو لپاره له یوه تیاره رنګ څخه ګټه واخلئ.
د سینګار دغه توکې د خپلې پزې په دواړو خواوو و وهئ تر څو د پزې دواړه خواوې تېره رنګ واخلي، او د خپلې پزې څوکه روښانه کړئ.
هېر مو نه شي چې دغه مواد ډېر و موښئ تر څو چې ستاسو څېره طبیعي ښکاره شي.
په پای کې باید دا ووایو چې الله تعالی ټولو انسانانو ته د څیره سره ورته پزه ورکړې ده او مونږ باید د دغه ستر نعمت شکر ګذاري وکړو، ځکه د هر چا پزه د هغه څېرې د ښایست او شکل په لیدو سره سمه جوړه شوې ده.