د وخت د مدیریت ارزښت

رنګین تجريدي ډیزاین

ژباړه: عطا محمد میاخېل
د دې لپاره چې وکولای شئ، وخت مو په سمه توګه مدیریت کړئ او له ښېګڼو څخه یې ګټه واخلئ، نو غوره ده، چې لاندې ټکي په پام کې ولرئ:
ـــ د وخت مدیریت له تاسو سره مرسته کوي، چې لومړیتوب بندي وکړئ او د کارونو د لومړیتوب بندۍ مهارت له تاسو سره مرسته کوي، چې مهمو کارونو ته لومړیتوب ورکړئ. د هغو کارونو لېست چمتو کړئ، چې باید ترسره یې کړئ، ترڅو په دې باندې پوه شئ، چې کوم کارونه باید تر ټولو لومړی ترسره کړئ، له هغو څخه کوم یو یې ستاسو لپاره له ډېر زیات ارزښت څخه برخمن دی؛ له دې لارې تاسو کولای شئ، هغه کارونه چې باید لومړی یې ترسره کړئ، تنظیم کړئ.
په دې توګه زده کوئ، چې کوم کارونه ستاسو لپاره مهم دي؛ د ورځې په اوږدو یا اوونۍ کې لږ اندازه وخت تاسو خپلو موخو ته نږدې کوي او تاسو به په خپل کار کې له پرمختګ څخه حیران کړي.
ـــ د خپل وخت په مدیریت سره کولای شئ، کارونه په کم وخت کې ترسره کړئ. یو بل له هغو دلایلو څخه، چې د وخت مدیریت ته اړتیا لرئ او کوم ارزښت چې په ژوند کې مو لري، دا دی، چې په پروګرام جوړونې او د وخت په سم مدیریت کولو سره کولای شئ کارونه په شوني کم وخت کې په ښه او غوره توګه ترسره کړئ.
کله چې تاسو د خپل ځان لپاره پروګرام جوړوئ، نو د کارونو د ترسره کولو لپاره مناسب وخت په پام کې نیسئ او د هر کار لپاره محدود وخت ځانګړی کوئ او په ناخبره توګه خپل وخت هم بېځایه نه تېروئ.
ـــ د وخت په مدیریت سره به ډېر با کیفیته کارونه ترسره کړئ. ډېری کسان د کارونو د ډېر حجم له امله، د استراحت او آرامتیا لپاره کافي وخت نه لري او همدا چاره د دې سبب ګرځي، چې د هغوی ګټور توب او د هغو کارونو کیفیت، چې ترسره کوي یې را ټیټ شي.
د استراحت او تفرېح لپاره یو وخت په پام کې ونیسئ او خپل ځان یو ماشین مه ګڼئ، په سم مدیریت سره کولای شئ، د وخت له ډېرو محدودو سر چینو څخه په سمه او عاقلانه توګه ګټه واخلئ. په دې باندې پوهېدل، چې په څه څیز باندې کار کوئ، څه وخت باید کار وسپارئ او د دې کار د ترسره کولو لپاره څومره وخت لرئ، د دې سبب ګرځي، چې ډېر متمرکز شئ او دا تمرکز به ستاسو د کار د لوړ کیفیت ضمانت وکړي.
ـــ د وخت مدیریت تاسو دې ته اړ کوي، هغه کارونه چې نه مو خوښېږي، هم ترسره یې کړئ. د وخت په مدیریت سره اړ یاست، هغه کارونه چې باید ترسره یې کړئ، یاددښت کړئ؛ له دې امله باید ټول کارونه ترسره کړئ، څه مو خوښ شي او څه مو خوښ نه شي.
ـــ د وخت مدیریت تاسو د خپلو موخو په لاره کې ساتي. له هغه ځایه چې د وخت د مدیریت لپاره اړینه ده، چې د ورځنیو کارونو، د یوې طرحې او یا د اوږد مهالو پروګرامونو یو لېست ولرئ؛ له دې امله به د خپلو موخو په لاره باندې سیخ پاتې شئ او ترې بېلارې به نه شئ. د لنډ مهالو او اوږد مهالو موخو لرل او دې موخو ته د وخت ځانګړي کول، د ژوند په سمه لاره باندې ستاسو د پاتې کېدو احتمال ډېروي.
ـــ د وخت مدیریت له تاسو سره مرسته کوي، د هغه څه په اړه مو چې ژمنه کړې ده، په حتمي ډول یې ترسره کړئ. که د خپل وخت لپاره سم مدیریت ولرئ، نو ډاډه اوسئ، چې کولای شئ کارونه په ژمنه شوي وخت کې ترسره کړئ. آیا همکاران مو تل د کار د هغې برخې په ځنډ ترسره کولو سره، چې ستاسو په غاړه ده، ناهیلي کوئ؟ که داسې وي، پوه شئ چې د وخت په مدیریت سره به دا ستونزه له منځه لاړه شي او کولای شئ په خپلې ژمنې باندې وفا کوونکی کس شئ.
ـــ وخت ډېر کم دی. یو چیني متل وایي: «هر څومره طلا چې ولرئ، نه شئ کولای چې وخت پرې واخلئ.» لکه څنګه چې وایو «وخت طلا دی»؛ له دې امله دا مه هېروئ، کله چې وخت له لاسه ورکوئ، نور نو نه شئ کولای، چې بېرته یې را وګرځوئ.
ـــ د وخت مدیریت ستاسو له نظم او انضباط سره مرسته کوي. د وخت مدیریت ستاسو د مدیریت یوه ستره برخه ده. که نه شئ کولای خپل وخت او محدودې سرچینې مدیریت کړئ، نو څنګه کولای شئ، خپلو موخو ته د رسېدو لپاره، پروګرام جوړ کړئ؟ د وخت د مدیریت زده کړه، تاسو ته دا شونتیا درکوي، چې منظم شئ او د خپل ژوند مدیریت هم زده کړئ.