سکل سیل sickle cell هغه ناروغي ده چې ، د وینې سرو کرویاتو باندي برید کوي، او سرو کرویاتو کې “هیموګلوبن” په نامه پروتینونه شته چې ټول وجود ته د اکسیجن رسولو دنده لري. دا ناروغي همدا هیموګلوبین ضعیفوي او تر فشار لاندې یې نیسي .
هیموګلوبین هغه پروټین دي، چې د وینې په سرو کورویاتو کې وي او دنده یې وجود کې د اکسیجن ویشل دي .
دا پروتین د وینې په دوران کې حرکت کوي او سږو نه اکسیجن را اخلي او ټول وجود کې یې ویشي، همدا د هیوګلوبین فعالیت د حجراتو د ژوندي پاتي کیدلو سبب کیږي .
کله چې یو څوک د “سکل سیل” په ناروغي اخته شي، دغه پروسه ستونزمنه شي او هیوګلوبین نه شي کولي په سمه توګه ټول وجود ته اکسیجن ورسوي .
طب پوهان وجود کې د اکسجن کمبود ته SCD وايي.
دا ناروغي ډېری وخت په ماشومانو کې لیدل کیږي او پیدا کیدل یې هم په ارثي توګه دي .
د متخصیصینو د وینا په حواله په سکل سیل یا SCD اخته ناروغان شدید درد په حمله وار شکل سره لري .
دا ناروغي وجود کې د التهاباتو سبب هم جوړیږي، چې د مریض ژوند ته خطرناکه ثابتیدلی شي .
په عامه توګه دا ډول ناروغان د وینې د کمي سره مخ وي، او ډیر سخت ضعیفه هم وي، چې اصلي دلیل همدا د اکسیجن کمی دی په وجود کې، او همدا د اکسیجن کموالی د دې سبب کیږي، چې حجرات له فعالیته پریوزي .
د دغې ناروغۍ تشخیص چې څومره کم عمر کې وشي همدومره یې درملنه اسانه وي، ناروغ باید سم د لاسه د درمنلې لاندې نیول شي.