شپږیزه لیګ کې ۳۰ سلنه نندارچیانو ته اجازه ورکړل شوه

سپینه تجريدي ډیزاین
لیکنه: محمدصابر حمیدي

افغان کرکټ بورډ په یوې خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې د شپږیزه کرکټ لیګ اووم پړاو سیالیو کې ۳۰ سلنه نندارچیانو ته اجازه ورکړل شوه، تر څو لوبغالي کې لوبه له نژدې وګوري.
افغان کرکټ بورډ په یاده خپره کړې خبرپاڼه کې ویلې، چې د بورډ د غوښتني په اساس عامي روغتیا وزارت شپږیزه کرکټ لیګ کې ۳۰ سلنه نندارچیانو ته اجازه ورکړه.

بورډ وايي، چې د روغتیايي سپارښتونو (ماسک تړلو او دوه متره فاصلې) په رعایتولو سره نندارچیان لوبې له نژدې په لوبغالي کې کتلای شي.
د بورډ په خبره، چې تر هرې لوبې مخکې به د لوبډلې ټول لوبغاړي او روزونکي د کرونا ټیسټ ورکوي.
یاران uncategorized 1423 شپږیزه لیګ کې ۳۰ سلنه نندارچیانو ته اجازه ورکړل شوه
د شپږیزه کرکټ لیګ اووم پړاو د راتلونکې سیپټمبر میاشتې په ۶مه نېټه پيلیږي، چې د یادې میاشتې تر ۱۶مې نېټې پوري به دوام وکړي.
په دې سیالیو کې ۶ لوبډلې بُست، میس عینک، سپین غر، امونهنګان، بندامیر او کابل بازان شاملي دي.
د شپږیزه کرکټ لیګ لومړۍ لوبه بندامیر د میس عینک لوبډلې په وړاندې ترسره کوي.