تازه؛ د افغانستان شپږیزه لیګ د اقتصادي ستونزو له امله وځنډول شو

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره

ټاکل شوې وه، د روانې سیپټمبر میاشتې په لسمه نېټه د شپږیزه کرکټ لیګ اتم پړاو لوبې د اتو لوبډلو ترمنځ د کابل په نړیوال کرکټ لوبغالي کې پیل شوي واي، خو افغان کرکټ بورډ د یوې اعلامیې په خپرولو سره د ځنډېدو خبر ورکړ.

 

ددې لیګ لپاره د لوبغاړو رانیولو مراسم، چې تېره پنجشنبه ترسره شوه، افغان کرکټ بورډ د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلې، د افغانستان کرکټ بورډ او د شپږیزه کرکټ لیګ د ټولو لوبډلو د امتیاز لرونکو سره په ګډې همغږۍ د دغه لیګ اتم پړاو په هېواد کې د روان وضیعت او په ځانګړي ډول د مالي او بانکي ستونزو له امله وځنډاوه.

 

یاده اعلامیه کې راغلې، د یوې ناستې په ترڅ کې چې د افغانستان کرکټ بورډ د سرپرست عمومي رئیس عزیزالله فضلي، اجرایوي رئیس ډاکټر حامد شینواري او د شپږیزې لیګ کمېټې ترڅنګ د ټولو لوبډلو امتیاز لرونکو ګډون درلود، دوی د بشپړ او هر اړخیز تفصیلي بحث او خبرو اترو څخه وروسته پرېکړه وکړه، ترڅو د شپږیزې کرکټ لیګ اتم پړاو په هېواد کې د روان مالي وضیعت له امله تر نامعلومې نېټې وځنډوي.

 

ددې ترڅنګ د افغان کرکټ بورډ له لورې په یاده اعلامیه کې ویل شوي، په دغه ناسته کې همدا راز پرېکړه وشوه، ترڅو د شپږیزې کرکټ لیګ اتم پړاو به په یو مناسب فرصت کې په ښه ډول سره ترسره شي.

 

 

 

 

About ياران ټیم 3421 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.