د شپږیزې په تاریخ کې د اوږدې ملګرتیا ریکارډ جوړ شو

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته

د شپږیزې کرکټ لیګ وروستۍ پلی اف یا کوالیفایر لوبه د بند امیر ښامارانو او کابل بازانو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه.
راشدخان د لوبې ټاس وګاټه او توپ وهنه یې وټاکله؛ بند امیر لوبډلې راشدخان په صفر له لاسه ورکړ، جاوېد احمدي اوپنر توپ وهونکی او ورسره ون ډاون توپ وهونکی عمران جنت راښکته شو.
جاوېد احمد او عمران جنت په دوهمه وېکټ ۱۷۶ منډې ملګرتیا وکړه، چې د شپږیزې په تاریخ کې اوږده ملګرتیا ده، له دې وړاندې ۱۴۹ منډې ملګرتیا بند امیر لوبډلې د بُست لوبډلې خلاف کړی و، دوهمه ملګرتیا د مِس عېنک لوبډلې وه، چې رحمان الله ګُربز او نورعلي ځدران په لومړۍ وېکټ کړې وه، نورعلي او ګربز ۱۳۴ منډې ملګرتیا په روان شپږیزه لیګ کې کړې وه.
نن د پنجشنبې په ورځ د اکټوبر په ۱۷ مه نېټه د شپږیزې لیګ په تاریخ کې اوږده ملګرتیا عمران جنت او جاوېد احمدي په دوهمه وېکټ وکړه او ریکارډ یې جوړ کړ.
عمران جنت په ۶۴ توپونو ۱۱۵ ناسوځېدلې منډې وکړې، چې ۸ شپږیزې او ۸ څلوریزې پکې شاملې وې.
ورسره جاوېد احمدي د ۵ شپږیزو او ۷ څلوریزو په ملتیا په ۴۳ توپونو ۷۷ منډې وکړې.
بند امیر ښامارانو په دې مهمه لوبه کې د لیګ پیاوړې لوبډلې کابل بازان ته ۲۲۶ منډې هدف ورکړ او د بند امیر لوبډلې له خوا کابل ته په ۳ منډو ماته ورکړل شوه.
کابل هم ډېره خطرناکه او توپاني توپ وهنه وکړه، اوپنر توپ وهونکي کریم جنت چټکه نیمه سلیزه په ۲۵ توپونو ووهله؛ خو د ده پاڼۍ ته نجات مسعود په بولډ اوټ سره د پای ټکی کېښود، له کریم جنت وړاندې هېټر توپ وهونکی، حضرت الله ځاځی په لس منډو د نجات مسعود له خوا بولډ شو؛  ورپسې اصغر افغان په ۳۴ منډو د نجات مسعود له خوا اوټ کړل شو.
YOUNAS A.jpg
خو په منځنۍ برخه کې په څلورمه وېکټ سمیع الله شینواري او یونس احمدزي خورا رغوونکې ملګرتیا وکړه، شینواري په ۳۲ توپونو ۴۰ منډې وکړې، ورسره یونس احمدزي د شپږیزې لیګ دوهمه چټکه نیمه سلیزه ووهله، هغه په ۲۲ توپونو پنځوسیزه پوره کړه، احمدزي په ۲۶ توپونو ۵۳ منډې وکړې او کېچ شو.
په وروستي اوور کې دولس منډې پاتې وې، چې باطن شاه اته منډې ورکړې او لوبه په ۳ منډو بند امیر وګټله.
د لوبې غوره لوبغاړی عمران جنت وپېژندل شو.
۳۳ پولې د بند امیر له خوا ولوبېدې، چې ۱۴ شپږیزې او ۱۹ څلوریزې وې.
۲۵ پولې یا بونډریانې بیا کابل بازان لوبډلې ولوبولې، چې ۱۱ شپږیزې او ۱۴ څلوریزې وې.
کابل بازان لوبډله له سیالیو بهر شوه او بند امیر لوبډلې پایلوبې ته لار پېدا کړه.
د جمعې په ورځ د اکټوبر په ۱۸ مه نېټه ماسپښین یوه نیمه بجه د مِس عېنک اتلانو او بند امیر ښامارانو ترمنځ پایلوبه کېږي او پر اتلولۍ سره بختونه ازمایي.
۲۰۱۷ م کال کې د شپږیزې لیګ پنځم پړاو اتلولي بند امیر ښامارانو لوبډلې ګټلې وه، چې راشدخان یې لوبډلمشر دی.
 

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.