دغه لار نزدې ده

آبي رنګه تجريدي ډیزاین

ژباړه: نوراحمد فضلي
کرار کښېنه او سترګي دي پټي کړه، خپلي هیلي او غوښتنې تصور کړه؛ پر خپلو تمنیاتو او ارزوګانو فکر کول په تا کښي د خوښۍ او نېکمرغۍ یو ښکلی احساس رامنځ ته کوي. اوس په کرارۍ سره خپلي سترګي خلاصي کړه او خپلي شاوخوا ته وګوره…
په کوم موقف کښي چي ته یې، پرون ستا آرزو او هیله وه؛ که د خپل اوسني موقف او موقعیت څخه خوښ او یا ناخوښ یې، بل څوک ددې مسئول نه دئ او…
دې ته ورته جملې به مو ډیري اورېدلي وي او د پرون په پرتله په لا ډیري اندېښنې سره مو همدې تکراري جملو ته ادامه ورکړې ده؛ ولي چي بله لاره مو نه ده لرلې، نه یاست توانېدلي چي په ذهنونو کښي مو د هیله بخښوونکو مطالبو په لوستلو سره – د مثبتو تفکراتو سره په یوه وار ځانګړي انځورونه او عملي کړنلاري منسجمي کړی.
کلونه کیږي همدا غواړئ چي تغییر وکړی، او تر ټولو مهم بیا چي نور ستاسي تغییر وویني او خپل چال چلند بدل کړي. دا ټول سبب سوي دي چي په زړه کښي ځان تحقیر کړئ، د نورو ګناه پر خپل ځان در واړوئ او په دې جملې سره: بیا تېروتم، څه شي چي دي کړي وي؛ ځان نه بخښې. خپلي انګېزې ټول خنډونه وګڼې او د نورو د نظر د تائید له پاره، ځان متهم بولې.
څنګه شونې ده چي نور دي بې ګناه يي او ځان ګناهکار وبولې. ته د مهربانۍ او ترحم منبع یې، ستا چي څه شي خوښیږي حتمن به ئې ترلاسه کوې، باید یقین ولرې چي ارزښتمند یې او د ځان سره مینه ولره.
ستا ظاهري ماته په دې کښي ده چي ځان دي نه دئ پېژندلی او تر ډېره هغه کس پاته سوی یې چي نورو ئې ستاینه کړې او منلی ئې دئ. له ځان څخه د خپل وس او اصلي موقف په اندازه هیله ولره، د دنننيو ناخوښو خبرو اترو پر ځای، په ارامښت سره په پام کښي وساته چي اوسمهال ستا له پاره بهترین خوځښت څه شي دئ؟
له کومو کسانو څخه کولای سې د مرستې غوښتنه وکړې او څوک ستا له پاره اغېزناک دي؟
کومه لار تا خپلي موخي ته نزدې کوي؟
صادقانه تفاهم او د مرستې غوښتنه ښه وفهموه، خو له نورو څخه پر تکیه کولو باندي ډډه وکړه او ډاډه اوسه چي وروسته به ته هم په ډېري مینې او محبت سره د نورو اړمنو لاسنیوی کوې. د هغه څه پر خلاف چي تر ننه پر تللی یې، داسي کار وکه چي ناخوښه تجربې بیاځلي تکرار نه سي.
ستا ژوند په تا پوري تړلی دئ.
د ځان سره ژمنه وکړه چي بهانې کول به پرېږدې، حاکمیت او سلطه مه غواړه، که غواړې چي بدل سې، باید خپل ډېر نامطلوب او ناخوښه سلوکونه لاندي (مغلوب) کړې.
څوک چي باید ستا سره مرسته وکړي او په ټوله معنا تا درک کړي او اړتیاوي- وړتیاوي دي وپېژني، بل څوک نه؛ ته خپله یې. که غواړې پرمختګ وکړې او نېکمرغه سې، باید خطر ومنې، که خپل غیرواقعي تعلیم او پوهه ښکاره کوې، همدارنګه به په هغه ځای کښي چي اوس تا ځوروي؛ همداسي پاته یې او د اتهام ګوته به دي همېشه بل ته نیولې يي. خپل پرمختګ را محدود کوې او اړ کېږې چي په ډېري پښېمانتیا سره دي د ژوند دوران ته نظر وکړې.
بخښنه او انعام زده کړه چي پرمختګ وکړې، مینه او محبت ښکاره کړه چي یوازي پاته نه سې، د نورو په قضاوتونو خپل ژوند مخ ته مه وړه چي د دوی له انتقادونو څخه بې غمه سې.
د خپل کمال ښکاره کولو پر ځای، خپل عیبونه او خپلي نیمګړتیاوي لیري کړه چي وکولای سې په آسانۍ سره ځان او نور وبخښې.
درک کړه چي ډېر وخت ځان د بل په بڼه کولو ته ور نه کړې، که یوار هم ددې هرڅه مرتکب سوی یې، د لنډ وخت له پاره د خپل دروني موج د جهت خلاف اوسه. ځیني وخت نوي او تازه درک ته د رسېدو له پاره، باید له بحران څخه تېر سې او دا ددې سبب کیږي چي د نوي تجربې سره مخامخ سې. پر ځان باور ولره، د خپلو اړتیاوو سره څرګند اوسه، ستا کوچني او ډاډمن ګامونه به تا خوښ خوشحاله تر خپلي موخي پوري و رسوي او برعکس به هغه مقصد لېري کړي.
ستا اوسنۍ پایله بل شی نه ده- ستا د ناخوښو او ناسمو رفتارونو ګواه ده. ځان ته د بهانې غوښتلو موکې مه ورکوه، اوسني سخت شرایط تا خپله پر ژوند باندي تحمیل کړي دي.
ته خپل ځان تر بل هرچا ښه پېژنې، راځه لږ ډېر خپله اوسه. هیڅوک هم د ډېر هوښ والا کس نه دئ، ته هم نه یې. ته ټنبل ترین څوک نه یې او هیڅ کس هم ځان ته دا عنوان نه ورکوي.
سکون، سلامتي او شتمني د یو خاص شمېر کسانو د نېکمرغۍ باز نه دي، ټول ددې خدايي طرحي مستحقین دي، ته هم ددې ټولو یو جزء یې له دوی څخه جلا نه یې؛ ځان معرفي کول کوم باک نه لري، بلخوا ځان په بله بڼه ښکاره کول تر پښېمانۍ او خپګان هاخوا بل اغېز نه لري. همدا اندازه وړتیا لرل وازمایه.
ټول یوازي همدومره قدرتمند دي چي وکولای سي مهربان او تېرېدونکي اوسي، کمال په محبت ښکاره کولو او بخښني کولو کښي دئ په ظاهري ځان ښودني کښي نه.
د خپلو خوبونو خوشحالي اوسه.
او د ځان سره مینه ولره…