بزګرانو ته د شولې عصري کرکېلې زده کړه ورکول کیږي

آبي رنګه تجريدي ډیزاین
خبر: بشر درویش

د افغانسان د کرنې وزارت وايي، د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو اومالدارۍ ریاست د یاد وزارت د کرنې د پراختیا پروګرام «SNaPP2» له لوري ددې ولایت په ۱۱ولسوالیو کې دکتار په ډول دشولو دعصري کرکېلي د ترویج په موخه د ننداریزو قطعو دجوړولو په پار پر ۳۵۰ بزګرانو د شولو اصلاح شوي تخمونه وېشلي دي.
د کرنې وزارت د کرنې د پراختیا پروګرام « SNaPP2» چارواکي وایي، چې یادې ننداریزې قطعي بزګرانو ته دکتار « RIPA» په ډول دشولو کرلو د نوي او عصري میتودونو د زده کړې او رواجولو په موخه جوړیږي.

94432944 3213812571976654 8102526623619743744 n بزګرانو ته د شولې عصري کرکېلې زده کړه ورکول کیږي
بزګرانو ته اصلاح شوي تخمونه هم ورکول شوي – کرنې وزارت

د حاصلاتو زیاتوالی

د دوی په خبره دکرنې وزارت له لورې یادو بزګرانو ته ټول تولیدي عوامل په وړیا توګه ورکول کیږي. په دې بڼه د شولو کرکېله د شولو حاصلات له ۲۵ تر ۳۰ سلنه زیاتوي.

1 5 بزګرانو ته د شولې عصري کرکېلې زده کړه ورکول کیږي
د شولو کرلو د نوي او عصري میتودونو د رایجولو هڅه کوو – کرنې وزارت

د کرنې وزارت ویلي؛ د ترلاسه شویو څېړنو پایلې ښیي، که چیرې شولې په محلي ډول دپاشان په شکل وکرل شي نو له یوه هکټاره ځمکه په منځنۍ توګه څلور ټنه شولې په لاس راځي او که چیرې په عصري ډول د کتار په بڼه وکرل شي نو له یوه هکټاره ځمکه په منځنۍ کچه شپږ ټنه شولې په لاس راځي.