سمیع‌ شینواري په یوې جالیبې توپوهنې سره خپله لوبډله بریا ته ورسوله

رنګین تجريدي ډیزاین
لیکنه: محمدصابر حمیدي

د شپږیزه کرکټ لیګ اووم پړاو ۱۲مه لوبه نن شنبه د کابل بازانو او بندامیر کرکټ لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې کابل بازانو لوبډلې د سمیع‌الله شینواري په جالیبې توپوهنې سره په دوو ویکټو بندامیر لوبډلې ته ماتې ورکړه.

د کابل بازانو لوبډلې سکواډ

لوبډلمشر رحمن الله ګربز، صدیق‌الله اتل، عضمت‌الله عمرزی، نورعلي ځدران، رحمن‌الله ځدران، ننګیالی، ضیا‌ء اکبر، سمیع‌الله شینواری، رحیم منګل، ضیاء شریفي او نجات مسعود.

د بندامیر لوبډلې سکواډ

لوبډلمشر اصغر افغان، حضرت‌الله ځاځی، طارق ستانکزی، وقار سلام خېل، ناصر جمال، محمد سردار، عثمان غني، ابراهیم ځدران شریف‌الله شرافت، فرهاد مومند او بلال سمیع.

د ننۍ لوبې حال

د یادې لوبې پچه د کابل بازانو لوبډلمشر رحمن‌الله ګربز د بندامیر د لوبډلې لوبډلمشر اصغر افغان څخه وګټله او لومړی یې د توپ اچونې پرېکړه وکړه.
بندامیر لوبډلې د لوبې په ټاکلو شل اورونو کې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۴۶ منډې وکړې او کابل بازانو ته یې د ۱۴۷ منډو هدف وټاکی.
د بندامیر لپاره ابراهیم ځدران ۴۸ او ناصر جمال بیا ۴۷ منډې جوړې کړې.

د کابل بازانو لپاره بیا نجات مسعود او ضیاءالرحمن شریفي دوې ـ دوې ویکټې واخیستلې.
کله چې کابل بازانو لوبډله د هدف پوره کولو لپاره میدان ته کښته شوه، نو د بندامیر له لوري ورکړل شوی هدف یې د لوبې په وروستي توپ د ۸ ویکټو په سوځولو سره پوره کړ او په دې سره یې بندامیر ته په ۲ ویکټو ماتې ورکړه.
د بندامیر لپاره په توپوهنه کې سمیع‌الله شینواري ۵۸ ناسوځېدلي، نورعلي ۲۷ او عضمت‌الله عمرزي ۱۸ منډې جوړې کړې.

د بندامیر لپاره بیا فرهاد مومند ۳ ویکټې واخیستلې، خو ضېا‌ء شریفي، بلال سمیع ، طارق ستانکزي او  وقار سلام خېل بیا یوه ـ یوه ویکټه واخیستله.

په ننۍ لوبه کې جایزه ګټونکي لوبغاړي

د ننۍ لوبې غوره لوبغاړی د کابل بازانو لوبډله تکړه او نامتو لوبغاړی سمیع‌الله شینواری وټاکل شو، چې ۵۸ ناسوځېدلې منډې يې وکړې او خپله لوبډله یې په وروستي توپ بریا ته ورسوله.
د لوبې د زیاتو شپږیزه وهونکي لوبغاړي جایزه هم سمیع‌الله شینواري ته ورکړل شوه، چې په ننۍ لوبه کې په ډېرو حساسو شرایطو کې شپږیزې ووهلې.

د لوبې د سټایلش لوبغاړي جایزه بیا د بندامیر تکړه توپوهونکې فرهاد مومند ته ورکړل شوه، چې د خپلې لوبډلې لپاره یې درې ویکټې واخیستلې.

د ننۍ لوبې جالیبې صحنې

د نورو لوبو ترڅنګ ننۍ لوبه هم د جالیبو صحنو شاهده وه.
لومړی دا چي د بندامیر لوبغاړو حضرت‌الله ځاځي او عثمان غني په ګډه یو جالیبه کیچ ونیوی.

او دوهم دا چي په وروستي اور کې کابل بازانو ته ۱۷ منډې په کار وې، چې سمیع‌الله شینواري پوره کړې.

د ننۍ لوبې وروستی اور

مخکې مو یادونه وکړه، چې کابل بازانو لوبډله هدف ته د رسېدو لپاره ۱۷ منډو ته په وروستي اور کې اړتیا درلوده، چې سمیع الله شینواري یادې منډې وکړې او بریا یې خپله کړه.
د وروستي اور په لومړي توپ سمیع‌الله شینواري دوې منډې جوړې کړې، په دویم توپ منډه نشوه جوړه، درېیم توپ وایډ شو، درېیم توپ باندي سمیع‌الله شینواري شپږیزه ووهله، په څلورم توپ هم سمیع‌الله شینواري شپږیزه ووهله، پنځم توپ باندي منډه ونشوه او په وروستي توپ هم سمیع‌الله شینواري څلوریزه ووهله.

د کابل بازانو او بندامیر لوبو ته کتنه

د شپږیزه کرکټ لیګ په روان پړاو کې د بندامیر ننۍ لوبه پنځمه او د کابل بازانو بیا څلورمه لوبه وه.
بندامیر لومړۍ لوبه بایللې، دویمه یې ګټلې، درېیمه یې ګټلې، څلورمه یې ګټلې او دا دی تازه یې پنځمه لوبه وبایلله.
کابل بازانو لومړۍ لوبه بایللې، دویمه یې ګټلې، درېیمه یې ګټلې او دادی تازه یې څلورمه لوبه هم وګټله.
کابل بازان او بندامیر اوس دواړه لوبډلې ۶ ـ ۶ نمرې لري او تر ټولو لوبډلو مخکې دي.
د شپږیزه کرکټ لیګ ۱۳مه لوبه اوس د میس‌عینک او امونهنګانو ترمنځ پيل شوه.