
لیکنه: محمدصابر حمیدي
د شپږیزه کرکټ لیګ اووم پړاو په سیالیو کې نن بُست او میسعینک کرکټ لوبډلې یو د بل په وړاندې د سیالي ډګر ته کښته شوي، چې اوس یې لومړۍ پاڼۍ خلاصه شوه.
په لومړۍ پاڼۍ کي میسعینک لوبډلې ټاکلو شل اورونو کې د دوو لوبغاړو په سوځېدو سره بُست لوبډلې ته د ۱۸۹ منډو هدف وټاکی.
د میس عینک لپاره شهزاد محمدي ۱۰۶ ناسوځېدلې او غمي ځدران بیا ۳۵ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې.
په دې سره شهزاد محمدي لومړنی لوبغاړی شو، چې د شپږیزه کرکټ لیګ په روان پړاو کې یې سلیزه بشپړه کړه.
هغه ننۍ سلېزه په ۶۴ ته توپونو ووهله.
د دې ترڅنګ د ننۍ لوبې جالیبوالی په دې کې وو، چې شهزاد محمدي او ګلبدین نایب په خپلو منځونو کې څو ځله لفظي شخړه هم سره وکړه.
اوس بُست کرکټ لوبډله د هدف پوره کولو لپاره میدان ته کښته شوې.