د نیپال EPL لیګ او پکې د افغان لوبغاړي شهزاد محمدي اخیستل

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته

ټاکل شوې د راتلونکې سیپټمبر میاشتې له ۲۵مي نېټې څخه بیا د اکتوبر میاشتې تر ۹مي نېټې پورې د نيپال EPL کرکټ لیګ څلورم پړاو ترسره شي، چې پکې شپږ لوبډلې به شاملې وي.

 

برانتنګتر وایررز، کتماندو کینګز، پوکارا رهینوس، برهوا ګلډیټورز، لالیټپور پاتروتز او چیتوان ټایګرز هغه شپږ لوبډلې دي، چې ددې لیګ په راتلونکې پړاو کې شتون لري.

 

دا لیګ د لومړي ځل لپاره په ۲۰۱۶م کال کې، د دویم ځل لپاره په ۲۰۱۷م کال کې او د درېیم ځل لپاره بیا په ۲۰۱۸م کال کې ترسره شو، چې د لومړي پړاو اتلولي یې پنچاکنیا ټیج لوبډلې، د دویم پړاو اتلولې یې بیرانتنېګر وایررز لوبډلې او د درېیم پړاو اتلولې بیا لالیټپور پاتروتز لوبډلې خپله کړه.

 

ددې لیګ په راتلونکې پړاو کې د شهزاد محمدي اخیستل

 

چیتوان ټایګرز هغه لوبډله ده، چې افغان لوبغاړی شهزاد محمدي یې واخیست او د نیپال هیواد کورني کرکټ لیګ په راتلونکې پړاو کې به ولوبیږي.

 

چیتوان ټایګرز لوبډلې د شهزاد محمدي پر اخیستل کېدو خوښي ښوودلې او ویلې یې دي، زموږ د ځوانو لوبغاړو لپاره یو غوره فُرصت دی، چې د شهزاد محمدي له تجریبو ګټه واخلې.

 

ددې ترڅنګ د EPL لیګ مسئولینو هم خوښي ښوودلې او زیاته کړې یې ده، چې په دې لیګ کې د شهزاد محمدي، کریس ګېل، کیون اوبراین، هاشم امله او ډېون سمیت لوبېدل به لیګ ته لا ښکلا ورکړې.

 

 

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.