لیکنه: مهر تاج
هغه کړنې چې تاسې یې د خوږ او هوسا ژوند لرلو لپاره د خپلو مېرمنو سره لازمي ترسره کړئ.
۱ – مېرمنې مو په خوږو القابو ونوموئ
(نبي کریم ﷺ به عائشہؓ د “عاشُ” په نامه بلله)
۲ – له دوی سره هر قسم روا لوبي وکړئ
(نبي کریم ﷺ به د عائشہؓ سره د منډې سیالۍ کوله) او کله چې کوم میړه د خپلې مېرمنې سره لوبي کوي، نو الله تعالی له ده سره مینه لري.
۳ – له دوی سره له حسن سلوک نه کار اخلئ
او د هر هغه څه وړاندیز ورته کوئ، په کوم څه چې دوی خوشالېږي او زړه یې ستاسو په هکله نرمېږي (د عرفات په اخرنۍ خطبه کې نبي کریم ﷺ دا وینا شوې ده)
۴ – دوی ته ډالۍ واخلئ
ولو که ځینې وخت چاکلېټ هم وي (له دوی سره د یو ماشوم په څېر سلوک غوره کړئ)
۵ – د کور په کارونو کې ورسره مرسته وکړئ
کله چې هم تاسې په کور وئ، په اشپزۍ کې، جامو وینځلو یا ورسره په تناب هوارولو کې، د کور ښېښو پاکولو او داسې نور… کارونو کې مرسته وکړئ (دا سنت عمل دی، نبي کریم ﷺ حتی جارو هم کوله)
۶ – د دوی د پلارګنۍ عزت و درناوی کوئ
او کله ناکله ورته ډالۍ هم ورکوئ (په دې عمل سره یې تاسو ته په زړه کې عزت و مینه لا ډېرېږي او ستاسو د کورنۍ عزت)
۷ – د دوی د هغو ښو کارونو ستاینه وکړئ، تشویق یې کړئ
کوم چې ستاسو لپاره کوي او مننه ځنې وکړئ، شکر یې ادا کړئ. الله تعالی فرمایي؛ څوک چې د خلکو شکر نه ادا کوي، هغه زما شکر نه ادا کوي.
۸ – دوی ته ووایئ، چې دوی تاسې ته څومره اهمیت و ارزښت لري
تاسې ورسره څومره مینه لرئ او دا چې ستاسو مېرمن ده، ورباندې ویاړئ، په لاستهراوړلو یې ځان د نړۍ بختور انسان ګڼئ.
۹ – د دوی خبرې په پوره غور، توجه، مینې او دلچسپۍ سره اورئ
او کوم مسایل چې درسره شریکوي، فوراً یې حلوئ، ناغیړي مه پکې کوئ.
۱۰ – مخکې له دې چې دوی ته نصیحت وکړئ
او د دوی عیب و نېمګړتیاو باندې ورسره وغږېږئ، اول یې ستاینه وکړئ او د مثبتو نکتو یادونه یې وکړئ.
۱۱ – همېش ښایسته و ښه خوشبو/ عطر استعمال کړئ
له دې سره مینه زیاتېږي. (خوله او بدن باندې سنت عمل دی)
۱۲ – کله چې ورسره یو ځای وئ
یا خوا کې مو وي، زړه خواله او مرکه ورسره کوئ، لکه د دوه همزولو، ملګرو په څېر، دا عمل د لا نږدېوالي سبب او واټنونه، بې باورۍ له منځه وړي.
۱۳ – کله چې په کار کې وئ، یو زنګ ور وهئ،
احوال یې اخلئ؛ زه درسره مینه لرم، یادېږې مې، څه خو به دې پکار نه وي، بېګاه ته څه پخوې!!!؟ دا او داسې نورې څو خبرې ورته وکړئ (په دې عمل سره یې روحي فشار کمېږي، او له رواني نارغیو، خوارځواکیو وقایه کېږي)
۱۴ – له دوی سره یو ځای کار وکړئ
لکه اخلئ پخلئ، یو ځای ډوډۍ خوړل، د قرآن کریم تلاوت، کتاب لوستل او داسې نور… (همدې ته خو ملتیا او د ګډ ژوند ملګرتیا، لارې مل وایي!)
۱۵ – د خلکو پر وړاندې، د دوی رازونه، نېمګړتیا او تیروتنې مه افشا کوئ
برعکس پداسې حالاتو کې یې دفاع کوئ (یو له هغو مشترک حقوقو څخه چې مېرمن او خاوند یې پر یو و بل لري دا دی، چې د یو بل په موجودګی او غیرموجودګی دواړو کې به له یوه او بله دفاع کوي، عیبونه به یې نه برسیره کوي او پرده به پرې اچوي)
۱۶ – دوی ته دین وروښایئ او دیني زدهکړې معلومات ور او ورسره شریک کړئ
مثلاً لمونځ پرې تکرار او تیروتنې یې حل کړئ، تلاوت ته یې غوږ او تجوید یې اصلاح کړئ، له شرکي اعمالو او بې ځایه انګېرنو باورونو نه یې ازادي او شرعي نصوصو په هکله ورته ووایست.
۱۷ – د دوی له وهلو، ټکولو، رټلو او نور تاوتریخوالي څخه ډډه وکړئ (الله او د الله رسول یې منع کړې ده)
۱۸ – دوی ته د ستر، حجاب و پردې، په خپل وخت د پنځه وخته لمونځ کولو، روژو نیولو، زکات ورکولو (کله چې فرض وي) تلقین کوئ. دا ټول لازمي دي پر یو میړه.
۱۹ – دوی همېشه په خپلو دعاګانو کې یادې لرئ، او نېکې دعاګانې ورته کوئ.
۲۰ – هغه لاره وسیله شئ، چې ستا مېرمن پرې جنت ته لاړه شي!
یا الله! موږ صحیح مسلمانان او د دین په لار روان کړي. او زموږ ازدواجي ژوند ښایسته کړي.
آمین ثمه آمین یا رب العالمین