افغان لوبغاړو د کرکټ ۱۰ اوریزه سیالۍ رنګینې کړې دي؛
له شهزاد وروسته ځاځی رامیدان ته شو !
د متحده عربي اماراتو په کوربه توب په شارجه کرکټ لوبغالي کې د کرکټ تیز ترینه فارمټ ۱۰ اوریزه تجارتي سیالۍ په روانه نوامبر میاشت کې پيل شوې دي، چې پکې د افغان لوبغاړو ګډون دغه سیالیو ته ځانګړی رنګ او خوند ورکړی دی.
د دغه سیالیو د پیل لوبه کې لمړی افغان ویکټ کیپر توپ وهونکي شهزاد محمدي د راجپوټز لوبډلې په ګټه د سند لوبډلې خلاف په ۱۶ بالونو لوبولو سره د ۷۴ چټکو منډو جوړلو حیرانونکې لوبه ترسره کړه، چې په دغه لیګ ټولې سترګې د شهزاد په طرف شوې، خو ورپسې د سیالیو په دریمه ورځ د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د توپ وهنې چپ لاسي برید ګر لوبغاړي حضرت الله ځاځي په خپلې دویمه لوبه کې د بنګال ټایګرز لوبډلې خلاف په ۳۵ توپو سره د ۴ شپږیزو او ۱۰ څلوریزو پرمټ ۷۶ منډې جوړې کړې.
حضرت الله ځاځي که څه هم په خپلې لمړۍ لوبه کې د پنجابي لیجنډز لوبډلې خلاف برید کوونکی پیل ته تر ډیره دوام ورنکړ، خو د دویمې شپې په سیالۍ کې لوبه تر وروستیو پورې ورسوله او په سیالۍ کې خپلې لوبډلې ته د بریا ورکولو وروسته د لوبې د غوره لوبغاړي کیدواو د ۴ زیاتو شپږیزو وهلو سره د ۴۰۰ امریکايي ډالرو جایزه ترلاسه کړه.
له دې وړاندې بل افغان لوبغاړي شهزاد محمدي د سند لوبډلې لخوا د ۹۵ منډو هدف په مقابل کې په ۱۶بالونو لوبولو د ۸ شپږیزو او ۶ څلوریزو پرمټ ۷۴ناسوځیدلې منډې جوړې کړې وې او خپلې راجپوټز لوبډلې ته ستره بریا ورکړې وه، چې لا هم د جدول په لمړۍ کرښه قرار لري.
د شهزاد محمدي او حضرت الله ځاځي ترڅنګ په دغه لیګ کې تر دې مهاله محمد نبي عیسی خیل، شفیق الله شفق، نجیب ځدران، راشد خان، مجیب ځدران او په چاینه مین مشهور بالر ظاهر خان هم ښه ځلیدلي دي، چې خپلو لوبډلو ته یې بریاوې ورکړې دي.
په دغه لیګ کې ګډون کوونکې ۸ لوبډلې (پښتون، پنجابي لیجنډز، کراچینز، نارترن ویریرز، راجپوټز، مراتا اربینز، بنګال ټایګرز او کریله کینګز) په دوه ګروپونو ویشل شوې دي، چې په لمړي ګروپ کې پښتون، کراچینز، راجپوټز، کیراله کینګز) او په دویم ګروپ کې پنجابي لیجنډز، نورترن ویریرز، مراتا اربینز او بنګال ټایګرز لوبډلې شاملې دي.
د «ټي ټين» په نوم ۲۰ اوریزه کرکټ تجارتي سیالیو د سږ کال دویم پړاو کې ۱۴ افغان لوبغاړي د بېلابیلو لوبډلو لخوا ولوبیږي، چې پکې شهزاد محمدي، حضرت الله ځاځي، محمد نبي عیسی خیل، شفیق الله شفق، راشد خان، سمیع الله شینواری، نجیب الله ځدران، ګلبدین ناییب، شراف الدین اشرف، مجیب ځدران، ظاهر خان، شاپور ځدران، کریم جنت او قیس احمد شامل دي.
د کرکټ دغه ۱۰ اوریزه تجارتي سیالۍ د لمړي ځل لپاره په تیر ۲۰۱۷ کال کې د متحده عربي اماراتو په شارجه کې پیل شوې او دویم پړاو لوبې به یې هم د راتلونکې نوامبر میاشتې تر دویمې نېټې پورې د ۱۲ ورځو لپاره په ۲۹ لوبو ترسره کیدو سره دوام وکړي.