د هندي سینما مشهور فلم ستوری شاه رخ خان د پاکستان په خلاف د تبلیغاتو فلم نندارې ته وړاندې کوي.
شاه رخ خان د دې تر څنګ چې یو مشهور فلم لوبغاړی دی، خپل د فلم تولیدولو پروډکشن هم لري او اټکل دی چې په خپل پروډکشن به دغه فلم جوړکړي.
شاه رخ خان وروسته له هغې د پاکستان په خلاف فلم جوړولو ته ملا تړلې چې ځینو هندیانو پرې انتقادونه وکړل.
شاه رخ خان په وروستیو کې داسې فلم نندارې ته نه دی وړاندې کړی چې زیاته ګټه وټه یې کړې وي خو امکان دی چې د پاکستان او هند په دې سختو حالاتو کې به د شاه رخ دغه فلم هم کامیاب ثابت شي.
د دغه هندي فلم اداکار په پروډکشن کې جوړیدونکی فلم د پرودکشن هاؤس په بینر جوړیږي، بارډ اف بلډ به د یوه هندي جاسوس په ژوند جوړ شي.
په دغه فلم کې د پاکستان خلاف تبلیغات او پروپاګنډا شوی او اټکل دی چې مرکزی رول لرونکی یې عمران هاشمي دي.
د یادولو ده چې څو کاله وړاندې شاه رخ خان د هندیانو په تړاو څه خبرې کړې وې چې ترې وروسته بیا د سختو نیوکو لاندې راغی، او ورته یې د هېواد څخه د شړلو اخطارونه هم ورکړي وه.
شاه رخ خان د دغه فلم سریز ټریلر دخپل ټویټر اکونټ څخه خپور کړی چې د مینوالو له جلا جلا غبرګونونو سره مخ شوی.
د بالیوډ دغه مشهور ستوری په خپله هم د دغه فلم لپاره اعلاناتو په کولو بوخت دی، دا چې مرکزي رول یې عمران هاشمي لري نو دواړه فلم ته یوځای کار کوي.