د نړیوال جام په اړه د روهیت شرما څرګندونې؛ وایي د ویرات کوهلي ملا تړي

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري

لیکنه: بهار سمسور
د هندۍ کریکټ لوبډلې پیاوړی اوپنر (پیلیز)لوبغاړی او په روان هند غوره لیګ (IPL)کې د ممبۍ انډینز لوبډلې لوبډل مشر روهیت شرما چې په کول مېن، کول هېټمېن هم مشهور دی، وایي، هندی کریکټ ملي لوبډله له هره پلوه د راروان ۲۰۱۹ کال نړیوال پنځوس اوریز جام لپاره اماده ده او دا په دې مانا ده چې دغه لوبډله به ښې لوبې ترسره کوي.
روهیت شرما له انډیا ټوډی سره په ځانګړې مرکه کې ویلي، دوی لپاره یوازې نړیوال جام کې لوبیدل نه بلکې لوبې ګټل لومړیتوب دی.
شرما زیاتوي:

«د هند هغه لوبډله ده چې له هندوستان بهر هم ورته خپل مینوال د ښو لوبو تمه لري او موږ به دوی ته ښه زیری ولروو.»

شرما زیاتوي، کله چې په یوه لوبډله کې پنځلس کسان انتخابیږي دوی هر یو په خپل ځای کې جلا، جلا مسؤلیت هم لري.

شرما د دې پوښتنې په ځواب کې چې د مرستیال کپتان په توګه به له ویرات کوهلي سره څنګه یو ځای کار کوي، وویل:

«ویرات یو بهترین کپتان او هم یو لوبغاړی دی. کله چې اېم اېس دوني کپتان و له هغه سره سیواګ سچن ټنډولکر او نور تجربه کار لوبغاړي تر څنګ و او دوني ته به یې ښې مشورې ورکولې. خو اوس چې ویرات کوهلي کپتان دی دا زما مسؤلیت دی چې د ده تر څنګ ودرېږم او د مشورې تر څنګ زغم او حوصله هم ورکړم.»

روهیت د لومړي ځل لپاره په نړیوال جام کې د کپتان مرستیال ټاکل کیږي او د انګلستان په کوربه توب راتلونکي نړیوال جام کې د خلکو هیلې که د کوهلي په کپتانۍ پورې تړلې دي، ولې د هیلو مزي یې د روهیت شرما په پیلیزه لوبه او مرستیالۍ پورې هم ځوړند دي.
شرما د کریکټ د تاریخ هغه نوم هم دی چې په یوه ورځینیو لوبو کې یې په یو اننګز (پاڼۍ) کې ۲۶۴ منډې هم کړي او په همدې فارمټ کې په یوه لوبه کې او هم ټولیز شکل د زیاتو شپږیزو او غوره سټرایک رېټ ریکارډ هم په خپل نوم لري.
روهیت شرما د هندۍ لوبډلې د شل اوریزه فارمټ ځینو لوبو کې کپتان هم پاتې شوی او تېر اسیا جام کې کله چې ویرات کوهلي په ارام کې و روهیت شرما د یوه ورځینیو لوبو کپتان و او په کپتانسۍ کې یې هند اتلوالي هم تر لاسه کړه.
که کوهلي د هندۍ لوبډلې کپتان دی خو دا باید هېره نه کړي چې د روهیت شرما او ډوني مشورې یې نړیوالې اتلوالۍ ته رسولی شي.