انسان ټولنيز موجود دی او يوازې ژوند نه شي کولای. ځکه خو د خپل ژوند د دوام لپاره اړ دی چې اړيکې وپالي او راشه درشه وکړي.
په اوسني عصر کې د اړيکو جوړول اسانه کار دی خو پالل او په هغې کې ريښتيني پاتې کېدل ډيره ستونزمنه ده. هره رشته ځانته مانا او اصول لري خو تر ټولو درنه له ارزښتونو ډکه خو په عین حال کې نازکه اړيکه د خاوند او مېرمن ده.
دا اړيکه ډيره غښتلې او کلکه ده خو په ډېرې کوچنۍ غلطۍ لوی زیان لیدلی شي او د ټول عمر د بدبختۍ لامل کیدای شي. که غواړئ چې شریک ژوند مو هوسا، اړيکه مو تلپاتې او له ستونزو پاکه وي لاندې ټکو ته پام وکړئ.
۱- دقيق انتخاب: هر انسان د خپل ژوند د ملګري د انتخاب حق لري. خو موږ چې په یو دودیزه ټولنه کې ژوند کوي، له ډیرو ځوانانو څخه دا حق د ناوړه دودونو له کبله اخیستل شوی دی.
چاته چې د انتخاب حق ورکړل شوی هڅه دې وکړي، داسې يو کس انتخاب کړي چې د ژوند کولو معیارونه یې سره برابر وي، او ترمنځ یې په فکر، نظریاتو او د ژوند کولو په طرز کې ستر توپیرونه ونه اوسې.
د ژوند د ملګري/ ملګرې په انتخاب کې ښه ده چې تر احساساتو زیات پر شریکو معیارونو فکر وشي. احساسات ډیر کله لنډمهالې وي، خو د ژوند شریک معیارونه او ارزښتونه هغه څه دي چې راتلونکې کې یې یوه ښځه او خاوند پر بنسټ ګډ ژوند کوي. د بېلګې په توګه: که یو سړی چمتو نه وي چې راتلونکې میرمن یې د تلویزون پر پرده راڅرګنده شي، اړینه نه ده چې پر تلویزون د هرې راڅرګندیدونکې ښکلې نجلۍ کور ته د واده لپاره جرګې او مرکې ور واستوي، او تر واده وروسته یې په کور د کېنولو جنجال ژوند تریخ کړي.
د شریک ژوند په انتخاب کې د بیړې پر ځای له فکر غور او تعقل کار واخلئ.
۲- له دروغو ځان ساتل: دروغ د هرې بدبختۍ پيل دی، هغه څه چې له امله يې ډيرې سترې اړيکې او پرېکړې له منځه ځي ريښه يې له دروغو سرچينه اخلي. که يوه سالمه او له باوره ډکه اړيکه غواړئ نو هڅه وکړئ چې له دروغو ځان وساتئ. که ريښتيا ويل مو ان د سر به بيه وي نو مقابل لوري ته حقيقت وايئ. هيڅکله له ځانه دروغجن شپونکی مه جوړوئ که نه نو بيا مو څوک په ريښتياوو هم باور نه کوي.
۳- خيانت: د اسلام او انسانيت له اړخه په اړيکه کې تر ټولو ستره خطا او ظلم خيانت کول دي. خيانت هغه زهري بوټی دی چې د باور ريښې له منځه وړي، که دواړه لوري يوبل ته ژمن او وفادار نه وي نو ښه ده چې مخامخ يې يو بل ته ووايې او اړيکه له منځه يوسي. خو د يو چا سترګې د دروغو پر پردو کې نغښتل به د مقابل لوري له مينې او احساس سره ستره جفا وي. که مو يو بل نه شول زغملی، خاصيتونه مو د يو بل د منلو وړ ن وو، نو هڅه وکړئ يو بل له پټ احساسه خبر کړئ او پر دروغو ولاړې اړيکې ته د پای ټکی کېږدئ.
۴- بې ځايه شک: شک باورونه له منځه وړي او اړيکې زيانمنوي، بې ځايه شک حقيقت نه لري خو د دواړو لوريو ترمنځ د اړیکو د خرابیدو، د زړه تورېدو او له يو بل نه د صبرېدلو لامل کيږي.
شکاک انسان په هر مثبت څيز کې د منفي ټکیو په لټولو بوخت وي او هڅه کوي چې له منفي زاويې پکې يوه تشه پيدا او مقابل کس تورن کړي. که شک وکړئ نو د شيطان وسوسې مو تر منځ د مينې او باور تار لا سستوي او تاسې دې ته اړ باسي چې د مقابل لوري له ريښتياوو څخه هم د دروغو برداشت وکړئ. په خپل اړيکه کې شک ته ځای مه ورکوئ او د مقابل لوري ريښتينولي درک کړئ. که پخپله اړيکه بې باوره يئ او په هيچا باور نه شئ کولی هڅه وکړئ د نورو له ژونده لرې اوسئ او له دې ګناه ځان خلاص کړئ چې له ځانه سره يو ځای د بل چا ژوند هم خراب کړئ.
۵- له نورو سره د خپلو اړیکو پرتله کول: هره اړيکه له خپله ځانه خوږلني او ښکلاوې لري ، او داسې خصوصيات پکې موجود وي چې له نورو يې ځانګړې کړې. ټولې اړیکې خپلې ځانګړې ستونزې هم لري.
خاوند او ښځه دې هڅه وکړي چې خپله اړيکه له نورو سره پرتله نه کړي، نړۍ کې داسې اړيکه نشته چې له هره اړخه دې پوره او له نيمګړتياوو لرې وي. خو تر ټولو ښه جوړه هغه ده چې تېروتنې حل او خپله اړيکه له بل هر چا ډيره معتبره او له ارزښتونو ډکه وګڼي او دواړه لوري يوبل ته قدر ورکړي او يو بل سره بې ساري مينه ولري.