نارینه دې د بریالي واده لپاره دا ټکي نه هېروي

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک

ژباړه: بشر دروېش
ګډ ژوند او ښه ساتل یې په ټوله نړۍ او خاصتا افغانستان کې ځکه زیات مهم دي، چې دلته له یو بله د ژوند د ملګرو جلاکیدل هم په مذهبي او هم په کولتوري لحاظ دود او مناسب عمل نه دی.
په دې لیکنه کې یو شمېر هغه مهم ټکي شریکوو، چې په ګډ ژوند کې ورته د نارینه وو زیاته پاملرنه ډېره اړینه ده:
بښنه غوښتل زده کړئ
نظرپوښتنې ښیي، چې زیاتې مېرمنې له خپلو نارینه وو په دې خوشالیږي، چې له تېروتنې وروسته ورڅخه بښنه غواړي.
همدا شان له هغو نارینه وو خپلې مېرمنې زیاته خوابدي ښیي، چې پر بښني غوښتو او د خپلو تېروتنو په منلو نه قانع کیږي.
د انسانانو په توګه باید باور ولرو، چې حتما سهوه رانه کیږي. چې داسې ده او دا سهوه حتا د خپلې مېرمنې یا کور ودانې په مخکې راڅخه ممکنه ده، نو باید چمتو اوسوو چې پر تېروتنو مو اعتراف او له مېرمنې پکې بښنه وغواړو.
وبښئ، دا ستونزه او تېروتنه جبرانوم، بیا به دا سوتفاهم رامنځته نه شي او… هغه جملې دي، چې هرنارینه یې د خپل مزاج مطابق خپلې مېرمنې ته استعمالولی او خپل ګډ ژږند پرې له ستونزو ژغورلی شي.
مېرمنه مه پرتله کوئ
تاسې که مېرمنې ته له ځان سره د چا د پرتلنې حق نه ورکوئ، له مېرمنې سره مو هم نورې ښځې مه پرتله کوئ.
دا کار مو د مېرمنې زړه او باور ماتوي. هغه داسې محسوسوي، چې کمه یې ګڼئ او په هیڅ ارزښت ورته قایله نه یاست.
خاص مناسبتونه مه هېروئ
د مېرمنې د زوکړې کلیزه، د واده یا لومړۍ لیدنې کلیزه او ګڼ نور هغه مناسبتونه چې ستاسې مېرمنه ورسره ژوره اړیکه لري له یاده مه باسئ.
په داسې مناسبتونو کې ناڅاپي او د وس مطابق بهترینې ډالۍ ورته واخلئ.
مشاجرې مو سوله ییزې کړئ
مشاجرې په ګډ ژوند کې حتمي او طبیعي دي. هڅه وکړئ چې هیڅکله مو مشاجرې له سوله ییزې فضا بهر او کوم اخ و ډب یا زړه بداوی ورڅخه جوړ نه شي.
د احساساتو بیانول زده کړئ
ډېرخلک په زړه ډېرې خبرې لري خو په خوله یې نه شي اظهارولی.
دا ستونزه په خاصه توګه د افغاني ټولنې په شان په دودیزو ټولنو کې جدي ده.
د احساساتو بیان په ګډ ژوند کې خورا مهم دی. مثلا: نارینه باید په دې کې بې جرئته نه وي، چې مېرمنې ته خپله مینه اظهار او یا په نورو عاطفي مسئلو کې خپل تاثر ورسره شریک کړي.
نورې مسئلې لکه د هغې د سینګار، لباس او نورو شخصي انتخابونو په اړه نظر ورکول، البته دا باید حکمي نه، پیشنهادي بڼه ولري. په دې کار مو مېرمنې محسوسوي، چې توجه ورته لرئ.
د مېرمنې د بدلولو هڅه مه کوئ
ځینې نارینه د افغاني ټولنې د (خاوند) له اصطلاح څخه خورا غلط تاثر لري.
دوی فکر کوي، چې د مېرمنې د ژوند ملګري نه؛ بلکې خاوندان یې دي او څنګه چې یې زړه غواړي مېرمنې یې باید هماغه ډول وي.
خو دا غلط کار دی، ځکه مېرمنې هم انسانانې، د خدای مخلوق او د خپلو خصوصیاتو او ارادو لرونکې دي.
هیڅکله باید دا فکر ونه شي، چې مېرمنه د ژوند د ملګري پرغوښتنو او طرز فکر سل سلنه برابره کړی شي.
ځکه هر څوک خپل خصوصیات لري او ګډ ژوند هغه وخت کامیابیږي، چې دواړه خواوې سره تعامل وکړي.