کرونا په دې وروستیو کې په چین او نورو هېوادونو کې یو شمېر خلک اخته کړل، خو وېره یې پر ټوله نړۍ خوره کړه، په عامه مانا د کرونا ویروس په پرتله به له دې ویروس نه وېره ډېر خلک کمزوري او له پښو وغورځوي، ځکه زموږ اروا له بدن سره نېغ په نېغه اړیکه لري او هرکله چې اروایي روغتیا زیان ویني یاني وېره او اندېښنه پیدا کېږي، نو دا دوې پدیدې هره شېبه زموږ بدني انرژي له منځه وړي، کله چې د بدن انرژي کمه یا ختمه شي، نو د بدن معافیتي (ساتونکی) سیستم د ناروغیو پر وړاندې خپل مقاومت له لاسه ورکوي.
کرونا هغه ویروس دی چې په دې ورستیو کې په هېواد دننه یې هم یو شمېر خلک په کوید ۱۹ اخته کړل، خو ځیني خلک اوس هم بې پروا دي او د مخنیوي سپارښتنو ته پاملرنه نه کوي، پر همدې اړه مو له ارواپوه استاد شرف الدین عظیمي سره مرکه کړې هیله ده تر پایه یې ولولئ.
پوپلزۍ: استاد په سر کې که راته ووایئ چې کرونا ولې جدي شوه؟
استاد عظیمی: زه فکر کوم له دې امله باید د کرونا جدیت پام وکړو چې کېدای شي زموږ په خوا کې وي، ځکه داسې ویروس دی، چې هر څه یې موږ ته رالېږدولای شي، بل دا چې ښایي پر وړاندې یې مقاومت ونشو کړای، ځکه د مرګ او سستۍ لامل ګرځي، آن له موږ نه مو کورنۍ او نور کسان هم نیسي. همدارنګه که یې جدي ونیسو د امن احساس به وکړو او جدي ګڼل یې له اخته کېدو ډېر ښه دي، ځکه نه درمل لري او نه یې واکسین جوړ شوی. موږ ګورو چې د نړۍ په کچه هره ورځ د پراخېدو په حال کې ده پرمختللي هېوادونه یې په ګونډو کړل، خطر یې ورځ پر ورځ ډېرېږي، نو که یې جدي وګڼو، یو خو به وېره راکمه او مخنیوی به یې وکړي او بل به یې د خپراوي مخه ونیول شي.
پوپلزۍ: استاد ولې له کرونا ډېر وېرېږو؟
استاد عظیمی: انسان چې کله له ستونزې سره مخامخ شي، دوه ډوله رفتار کوي یا تښتي او یا جنګېږي. له کرونا سره هم همداسې وشول انسان همدا چاره غوره کړه، تېښته شونې نه ده او جنګېدل یې سخت دي، نو دا دواړه کارونه چې ونشي انسان ته وېره او ډار پیدا کېږي. په ورته وخت کې موږ او تاسې ګورو چې ډېری کسان روغتیایي سپارښتنې نه عملي کوي، خپل منفي احساسات نه کنټرولوي، له دې ویروس څخه مخنیوی نه کوي له همدې امله په یو ډول وېرې ته لاره هواروي. بله دا چې ښایي له وړاندې اضطراب، ستړیا او بې حوصلهګي ولري. ډېری کسان نه پوهېږي چې وېره یې د ناروغیو د جذب لامل ګرځي او دفاعي سیسټم یې ورکمزوری کوي. تاسې ته بهتره مالومه ده چې هرکله چې وېره ډېره شي انسان په هره وړه او لویه خبره باور کوي او دا وېره نوره هم ډېروي، موږ کرونا جدي نه ګڼو او خپله همدا بې پروایي هم وېره ډېرولای شي بله تر ټولو اړینه مسله دا ده چې د انټرنېټ څخه ګټه اخیستل او رسنۍ کتل هم وېره ډېروي او موږ یې هره ورځ ګورو او څارو یې چې باید کنټرول او راکم شي.
پوپلزۍ: استاد د کرونا ناروغۍ پر مهال پسرلی او نوی کال څنګه ونمانځو؟
استاد عظیمی: اول مو توصیه دا ده چې پر داسې بېړنیو حالاتو کې هېڅ اړینه نه ده، چې نوی کال ونمانځو، خو که یې نمانځو باید پر دې پوه شو چې پر داسې مهال لیده کاته کم وي، نو لګښت باید راکم کړو او د ډېر تګ راتګ نه ځان وژغورو، هغو ځایونو ته، چې بیروبار وي او د ویروس شک پرې کېږي، باید ولاړ نه شو، د خوږو شیانو پر ځای د تازه او وچو مېوو څخه ګټه واخلو. د بهر تلو پر مهال ډېر احتیاط وکړو، ماسک او دست کشي یوازې یو ځل وکاروو، وروسته له هرې لیدنې خپل لاسونه ومینځو، د ویروس له خپرېدو د مخنیوي په موخه چا ته لاس او غېږه ورنه کړو او له دې سره له پټو مېوو او خوړو څخه باید ګټه واخلو، دا به له موږ سره مرسته وکړي چې هم نوی کال ونمانځو او هم احتیاطي کړنې ترسره کړو.
پوپلزۍ: استاد ولې د ګرځبندیز لپاره پروګرام جوړ کړو؟
استاد عظیمی: زما په اند چې د هر څه لپاره پلان او پروګرام جوړول اړین کار دی، خو د داسې بېړني حالت لپاره بیخي ډېر اړین دی، که منظم پلان ولرو لومړی خو به زموږ او زموږ د کورنۍ د ستړیا مخه ونیسي دویم دا چې بیا به د بهر تللو موقع ونه لرو او ښایي ځینو وسایلو ته اړتیا پیدا کړو یا د خوړیزو توکو له کموالي سره مخ شو، همدارنګه که پلان ونه لرو، ستونزې نورې هم ډېرې او پراخېږي، نو باید خپلې نیمګړې چارې پوره کړو او دې ته هم باید پام وکړو چې پلان او پروګرام جوړول وېره او اضطراب راکموي، د بېوسيو او اندېښنو مخه نیسي او نوښت ته لار هواروي بل دا چې داسې ګرځبندیزون پخوا نه و چې تجربه ولرو، نو پلان به ډېره مرسته وکړي.
پوپلزۍ: استاد د کرونا په اړوند له خبرونو سره څه وکړو؟
استاد عظیمی: له بده مرغه باید ووایم چې په دې اړوند ټول خبریالان شوي یو او دا ښه کار نه دی او اصلي خبریالان په دې منځ کې ورک شوي، موږ یو کرونا ویروس لرو، یو له کرونا وېره او د نامسلکي کسانو لیکنې د وېرې یوازینی لامل دی موږ حق نه لرو چې خلک اندېښمن کړو او خبریالي هم د هر چا کار نه دی. ډېری کسان پرته له دې چې د سرچینې اعتبار ته وګوري، لیکنې یې کټ مټ را اخلي او خپروي یې داسې لیکنې څو زیانونه لري لومړی دا چې خلک به زموږ په نشراتو باور وکړي او ورسره به وېره هم ډېره شي دویم دا چې خلک به ګډوډ کړي آن ډېر ځله د ناروغه کېدو او مرګ لامل ګرځي، په داسې یوه بېړني حالت کې چې خلک هره شېبه د خبر په تمه وي، نو ناسمې لیکنې اغېر پرې کولای شي او ښایي د خلکو هوساینه ور نه واخلي بله اړینه مسله دا ده چې احتکار او ګراني مینځته راوړي چې موږ یې په تېرو اونیو کې شاهد وو او په رښتیا یې خلک ناهیلي کړي وو.
پوپلزۍ: استاد څه وکړو چې د کرونا په اړوند منفي احساسات کنټرول کړو؟
استاد عظیمی: د دې لپاره چې منفي احساسات مو کنټرول او راکم شي، نو لاندې ټکو ته باید جدي پاملرنه وکړو:
باید په یاد ولرو چې د کرونا د وژلو خطر د سارس او مرس څخه لږ دي او بهر ناوړه اوازې ټولې سمې نه دي، له هغو وګړو څخه لرې اوسئ چې اضطراب لري، د خپل خوب، ورزش او خوړو رژیم ته پام وکړئ، خپلې کورنۍ او ملګرو سره د مخامخ کېدو پر مهال پام وکړئ خپل ډاډ له لاسه مه ورکوئ، او ډېر مه وېرېږئ، د مخنیوی په برخه کې جدي اوسئ او له خلکو سره مرسته وکړئ، لۀ ښاره لرې سیمېو کې وګرځئ، ټولنیزي پاڼې او نا باوره راپورونه مه لولئ، هر هغه څه چې ستاسې هوساینه لمنځه وړي، وپېژنئ او حل یې کړئ. د یوګا، مدیتیشن او د ارامتیا تمرینونه وکړئ چې راحته شئ او مطالعه، اشپزي، نقاشي او د فلم لیدل ستاسو سره ډېره مرسته کولای شي.
پوپلزۍ: استاد ولې د کرونا له امله منځته راغلی سټرس نشو مدیریت کولای؟
استاد عظیمی: د دې پوښتنې په ځواب کې باید ووایم، ډېری کسان چې دا سټرس نشي مدیریت کولای هغوی له وړاندې هم سټرس درلود چې اوس یې په مدیریت کې پاتې راځي، خو ډېری کسان بیا منظم سپورټي پروګرام، ځانګړی فکري تمرین، مطالعه نه لري او خپل صحت ته پام نۀ کوي. ځیني کسان چې د دې سټرس په مهارولو کې پاتې راځي هغوی پر ناسمو او غیرعلمي خبرو او دروغو باور کوي، له کوېډ ۱۹ څخه ډېر زیات وېریږي او په دې اړوند راپورونه څاري که خپل ورځني ژوند ته پروګرام ولرو، ورځنی چارې په سم ډول سرته ورسوو، سپورټ وکړو، خوړیر رژیم مو سم کړو او خپله روغتیا وساتو، نو وبه کولای شو چې دا سټرس سم مدیریت هم کړو.
پوپلزۍ: استاد کرونا ویروس پر ماشومانو هم اغېز کوي او خطر او زیان یې څومره دی؟
استاد عظیمی: دا چې ماشومان وژني او که نه؟ پر امیندواره میندو څومره اغېز کوي او جنین څومره اغېزمنوي لا هم کره مالومات نشته، خو پخوا چې کوم ویروسونه کشف شوی وو پر ماشوم یې اغېزه کوله، مثلاً انفلونزا د ماشوم د ژر زېږېدو لامل کرځېده، همدا رنګه زوکام هم کولای شي نوي زېږېدلي ماشوم ته زیان ورسوي زما په اند که مور کوېډ۱۹ لري، نو باید خپل ماشوم ته شیدې ورنه کړي او که شکمنه وي، له ماشوم سره دې خپلې اړیکې پرې کړي، هغه میندي چې امیندواره وي، کولای شي روغتیایي او اروایي ټیلفوني مشورې واخلي او هغه میندې او ماشومان چې په روغتیایي مرکزونو کې تر درملنې لاندې دي، کرونا ته باید ډېر باید پام وکړي.
پوپلزۍ: استاد د کرونا په اړوند منفي خبرونه له اروایي اړخه پر ماشومانو څومره اغېز کولای شي؟
استاد عظیمی: له اروایي اړخه هر منفي او مثبت خبر د ماشوم پر ذهن منفي او مثبت اغېز پرېباسي. منفي خبرونه د ماشومانو پۀ ذهن کې ځای پر ځای کېږي او په راتلونکي کې د ذهني ستونزو او پنیک په نامه حملو شونتیا ډېروي. وېره او وسواس پیدا کوي او ښایي د ماشوم د نه خوړولو او ډنګروالي لامل هم شي همدارنګه یو ماشوم د بل ماشوم سره له لوبو کولو وېریږي، د کورنۍ د غړو د مړینې وړاندوینه کوي، له وړکتون څخه لرېوالي یې اندېښمنوي او ښایي د ورځې یا شپې له لوري بد خوبونه وویني. دا هم شونې ده چې په ګېم یا ټلویزیون روږدی شي او دا یې بدن سست او کمزوی کړي.
پوپلزۍ: استاد بېرته به د کرونا جدیت ته را وګرځو ولې د کرونا پر مخنیوي ټینګار وکړو؟
استاد عظیمی: ځکه واکسین یا درمل نه لري او که یې لري هم تطبیق یې وخت نیسي او که یې درمل هم جوړ شي تر موږ نه رارسېږي، که راورسېږي ډېر به ګران وي. زموږ وګړي بېوزله او بې وسه دي فکر نه کوم چې دوی دې دا وړتیا ومومې، چې دا ګران بیه درمل وپېري.
بل دا چې دا ویروس او ناروغي خطرناکه ده خطرناکه په دې ده چې ښایي له موږ څخه نور ونیسي او دا به کرار کراره په لوی اقتصادي او ټولنیز ناورین واوړي، همدارنګه زموږ وېره او خپګان ډېروي او دا مو د بدن دفاعي سیستم کمزوری کوي، بله اړینه خبره دا ده چې موږ د نړۍ لپاره لومړیتوب نه لرو او باید تمه هم ترې ونه کړو، موږ د هره اړخه نورو پوري تړلي یو که د مخنیوی تدابیر ونیسو دا به ډېره ښه وي او له خطر نه به مو وژغوري.
پوپلزۍ: استاد ولې له کرونا څخه ونه وېرېږو؟
استاد عظیمی: لکه څرنکه مو چې وړاندې اشاره ورته وکړه، وېره د بدن معافیت کمزوری کوي او کولای شو ووایو چې وېره د ناروغۍ لامل ګرځي له درملنې څخه د تښتې ته لار هواروي او له ځان ټیسټ کولو څخه مخنیوی کوي د بدن مقاومت راکموي، د کرونا په اړوند پلټنه او منفي باورونه ډېروي، د مخنیوي لارې چارې رانه هېروي، د منفي هیجانونو کچه لوړوي، ذهني ځواک کمزوری کوي، او ښایي موږ د خپلې وېرې له کبله ډېره قرباني ورکړو.
پوپلزۍ: استاد ولې نه شو کولای چې د کرونا له امله منځته راغلی ذهني فشار یا سټرس راکم کړو؟
استاد عظیمی: موږ هره ورځ د کرونا په هکله خبرونه ګورو او اورو دا خبرونه زموږ پر ذهن باندې وېره او سټرس خوروي او د ژوند نظم مو ګډوډوي بل دا چې د خوب نظم او کیفیت ته پاملرنه نه کوو، خوړیز ریژیم نه رغوو ګوښه یوازې او بې پلانه یو، د خلکو خبرو ته غوږ نه ږدو، له نورو سره مرسته نه کوو او بې پروا یو، ډېر وېرېږو، روغتیایي سپارښتنې نه عملي کوو، خپل ورځني ژوند ته سم نه رسېږو، ورځپاڼو او ټولنیزو شبګو ته لاسرسی لرو او د سپورټ، ژورې ساه او هوساینې تمرینونه سرته نه رسوو.
پوپلزۍ: مننه استاد چې وخت مو راکړ او هېوادوالو ته مو ډاډ ورکړ.
استاد عظیمی: مننه له تاسو هم خلک باید مثبته او منفي روحیه وپېژني.