ژباړه: عطا محمد میاخېل
د خپل خاوند د مینې او محبت د را جلبولو لپاره، ډېر زیات ټینګار مه کوئ او دا ټکی کله چې هغه غوسه دی، ډېر زیات مراعات کړئ.
۱ ـــ خاوند مو د یوه نارینه په توګه ومنئ او د هغه د نارینه نړۍ د پېژندلو لپاره، خپله پوهه او معلومات زیات کړئ.
۲ ـــ خاوند ته مو د یوه مسؤول څیز په سترګه مه ګورئ، بلکې د هغه وجودي شخصیت ته درناوی وکړئ.
۳ ـــ د خپل خاوند د شخصیت هغه اړخونه او برخې، چې له نورو سره یې د توپیر سبب ګرځي، ورته پام وکړئ او ويې ستایئ.
۴ ـــ د دې لپاره، چې خاوند مو له تاسو سره رښتینی وي، هڅه وکړئ چې درک یې کړئ، افکارو او احساساتو ته یې ارزښت ورکړئ، که خبرې او ویناوې یې ستاسو نه خوښېږي، نو له ځانه توند غبرګون مه ښکاره کوئ، ځکه په دې وسیله په خپل ژوند کې د بې اعتمادۍ تخم کرئ.
۵ ـــ کله چې خاوند مو له تاسو سره خواله کوي او له تاسو سره د زړه راز شریکوي، احساسات یې ومنئ او هغه ته مه وایئ، چې دننني رازونه دې ناخوښه او بېرحمانه دي.
۶ ـــ په دوامداره توګه په خپل خاوند باندې نیوکه مه کوئ، ځکه پرله پسې نیوکه د دې سبب ګرځي، چې خاوند مو له تاسو څخه واټن واخلي.
۷ ـــ هغه په نه درک کولو، نه صمیمیت او بې احساسه اوسېدو باندې مه تورنوئ، ځکه هغه درک کول، صمیمیت او با احساسه اوسېدل، د نارینه تګلارې پرمټ ښکاره کوي.
۸ ـــ د خپل خاوند رښتینې او واقعې اړتیاوې پیدا کړئ. دا چاره نه رامنځته کېږي، مګر دا چې خاوند مو دا اړتیاوې ووایي او له همدې امله په مناسب وخت کې او په نرمه لهجه د اړتیاوو په اړه یې ترې پوښتنه وکړئ، د خپل ځان او د خپل ژوند په اړه د هغه رښتنی لیدلوری پیدا کړئ او په پای کې هغه ځواب، چې خاوند مو درکوي، له نیوکې او لانجې پرته ومنئ.
۹ ـــ کله چې خاوند مو له تاسو سره خبرې کوي، نو په ډېر دقت سره خبرو ته یې غوږ ونیسئ، ځکه د هغه خبرو ته ستاسو نه پاملرنه، ستاسو د نه لېوالتیا ښکارندویي کوي.
۱۰ ـــ هېڅکله په هغو کارونو باندې، چې خاوند مو ستاسو د مینې او محبت را جلبولو لپاره کوي، نیوکه مه کوئ. د بېلګې په توګه: کله چې هغه له تاسو سره مینه کوي، هغه له بریده زیات چاپړوس مه ګڼئ، هغه په خپلې تګلارې سره مینه کوي.
۱۱ ـــ له هغه سره، په خپلې تګلارې مینه مه لرئ، بلکې شتون ته یې هم ارزښت ورکړئ. د بېلګې په توګه که د خپل واده په کلیزه کې هغه ته ډالۍ ورکوئ، نو له وړاندې د هغه د خوښې وړ ډالۍ په اړه معلومات ترلاسه کړئ.
۱۲ ـــ له خپل خاوند څخه تمه مه لرئ، چې ستاسو له ټولو طرحو آیډیاوو او افکارو سره همغږی او موافق واوسي او وې ستایي. واقع بین واوسئ او اجازه ورکړئ، چې خپل نظر که څه هم ستاسو د خوښې پر خلاف دی، بیان کړي.
۱۳ ـــ د خپل خاوند د مینې په را جلبولو باندې له بریده زیات ټینګار مه کوئ او دا ټکی کله چې هغه غوسه دی، ډېر زیات مراعات کړئ. ډېری وخت اروایي حالت یې د مینې د څرګندولو لپاره مناسب نه وي او ستاسو ډېر زیات ټینګار، د هغه د شدید مخالفت سبب ګرځي.
۱۴ ـــ د خپل خاوند لپاره د یوې حساسې او ماتېدونکې مېرمنې رول مه لوبوئ، ځکه ستاسو دا حالت د دې سبب ګرځي، چې خاوند مو فکر وکړي، چې تاسو کمزورې او بې طاقته یاست او که څه ووایي ستاسو د ځور او خپګان لامل ګرځي، له دې امله هڅه کوي، چې ډېره کمه کلامي اړیکه ولري او همدا چاره ستاسو د اندېښنې او خواشینۍ سبب ګرځي.
۱۵ ـــ هڅه وکړئ، چې له خپل خاوند سره په اړیکه کې، تل د یوې مېرمنې په توګه خپل هویت وساتئ. هغه ښځینه، چې اړیکو ته پام یې د هویت د له لاسه ورکولو په بیه تمام شي، خپل ځان او خپلو اړیکو ته زیان رسوي، ځکه دا مسئله د دې سبب ګرځي، چې هغه له خپل خاوند څخه خپل ځان ډېره بښونکې او مینه ناکه وویني او فکر وکړي، چې خاوند یې ډېر نا منندوی او ځان غوښتونکی دی. نارینه به له هغې ښځینه سره د خاوند په توګه په همېشنۍ اړیکه کې پاتې شي، چې خپل خپلواک او پیاوړی هویت وساتي.
۱۶ ـــ که داسې احساس کوئ له خپل خاوند سره په اړیکو کې غرور نه لرئ او ځان ته کم درناوی لرئ او خوښېږي مو، چې هغه اړ کړئ، ترڅو په دې برخه کې له تاسو سره مرسته وکړي، له ښه احساس څخه برخمنه شئ، تېروتنه کوئ. دا مسئله ستاسو ستونزه ده، تاسو خپله پرې کار وکړئ او د اړتیا په صورت کې له یوه اروا پوه څخه مرسته وغواړئ.
۱۷ ـــ کله چې خاوند مو له عصبي فشار څخه ځورېږي، هڅه مه کوئ، چې له احساسي پلوه ورته نږدې شئ، ځکه که د صمیمیت او نږدې کېدلو لپاره په هغه باندې فشار راولئ، یوازې هغه غوسه او له ځانه یې لرې کوئ. کله چې اروایي فشار (سټرس) یې کم شي، بېرته خپل عادي حالت ته را ګرځي.
۱۸ ـــ په خپل ګډ ژوند کې هڅه وکړئ، چې خپل ځان د خپلې نېکمرغۍ مسؤوله وګڼئ. هغه ښځینه، چې د ګډ ژوند د نېکمرغۍ مسؤولیت یوازې د خپل خاوند پر غاړه ور اچوي، نو یو خواشینی، اندېښمن او خپه خاوند رامنځته کوي.
۱۹ ـــ هغه په دې باندې مه تورنوئ، چې له تاسو سره مینه نه لري او له خپلې مېرمنې او ژوند څخه تښتېدونکی دی، ځکه هغه په دې باندې باور لري، چې د خپل ژوند له شریک سره مینه لري او له هغې څخه تښتېدونکی نه دی، خو په نظر یې هغه په هغه څه باندې تورنوئ، چې په اړه یې صدق نه کوي او دا مسئله په اړیکو د کینې او حسد لامل ګرځي.
۲۰ ـــ کله چې په دې باندې پوهېږئ، چې د خپل ژوند په ستونزو کې مو برخه لرلې، نو هغه مو خپل خاوند ته ووایئ، له دې امله په ژوند کې مو یو ځل بیا مینه او محبت را غوږېږي ځکه له دې وروسته خاوند مو هم خپله برخه مني او ستاسو په مرستې سره د ستونزې د حل په لټه کې کېږي.