تازه څیړنه: ډیر خوب او سبوس لرونکې ډوډۍ خوراک د شکر مخنیوی کوي

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته

دوه تازه څېړنې ښيي، چې ډېرخوب او د سبوس لرونکې ډوډۍ خوراک (هغه کورني غنم چې خپله یې اوړه کوو او خپله بور لري) د شکر ناروغۍ ته ګټه لري.
د څېړنو له مخې دا شیان د شکر د فیصدۍ په کمولو کې مرسته کوي.
دا چې دا ګټې څه او په کوم دلیل دي، په دغه مطلب کې به یې ولولئ.
خوب ولې ګټه لري؟
خراب او بې نظمه خوب وجود ته ډېر تاوانونه لري. یو تاوان یې دا ګڼل شوی چې له دې ستونزې سره مخامخ خلک سمه تغذیه نه شي کولای.
د جاپان یوه ډله څېړونکو تازه موندلې، چې له شپږ ساعتونو څخه کم خوب په یوه شپه کې پر شکر ناروغۍ د اخته کیدو خطر زیاتوي.
دوی دا څېړنه پر موږکانو کړې او موندلې یې ده، چې لږ خوب د شکر سبب ګرځي.
څېړنې ثابته کړې، چې لږ خوب په وینه کې د شکر زېږونکو موادو د پيدا کیدو سبب ګرځي او په ځیګر کې هم د دې موادو له پيدا کیدو سره مرسته کوي.
څېړونکو دې ته په کتو سره غوښتنه کړې،چې له شکر څخه د مخنیوي لپاره باید انسانان د خپل خوب سیستم نورمال او سم وساتي.
سبوس لرونکې ډوډۍ
یادو څېړونکو پر موږکانو سبوس لرونکې ډوډۍ خوړلې او ثابته کړې یې ده، چې د دغو ډوډیو خوړل د شکر ناروغۍ له خطر کمولو سره مرسته کوي.
څېړنې ښودلې،چې دغه ډوډۍ د شکر د زېږولو ضد مواد لري.
د سویډن او ډنمارک یوه پوهنتون او څېړنیز مرکز هم په دې اړه ګډې څېړنې کړي. د دوی څېړنې د څه باندې ۵۵ زرو کسانو خوراکي رژیم مطالعه کړی.
دوی موندلې، چې د سبوس لرونکو ډوډیو استعمالونکي د نورو ډوډیو د استعمالونکو په پرتله د شکر په مقابل کې له زیات مقاومت څخه برخمن دي.
افغانستان او شکر ناروغي
د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې په افغانستان کې څه باندې ۲ میلیونه کسان پر شکر ناروغۍ اخته دي.
دغه وزارت د شکر له وجې د مړو شویو افغان ناروغانو تازه ارقام نه دي وړاندې کړي؛ خو څو کاله مخکې یې دا فیصدي ۳،۷ ښودلې وه.
شکر په نړیواله کچه په لویو ګواښونکو کې شمېرل شوې ناروغي ده.
په ټوله نړۍ کې تر ۴۵۰میلیونه پورې کسان په دغه ناروغۍ اخته دي.
نړیوال روغتیایي سازمانونه وایي تر۲۰۳۰ پورې به یې یو مهم لومړیتوب له شکر ناروغۍ سره جدي مبارزه وي.
لاملونه او حل لارې
زیات وزن، د غیرصحي خوراکونو استعمال او ارثي مسایل د شکر ناروغۍ مهم لاملونه دي.
د روغتیاپوهانو په باور که د وینو معاینات په منظم ډول ترسره او د سبزیجاتو د زیات استعمال ترڅنګ هره ورځ لږ ترلږه ۳۰ دقیقې یو څوک ورزشي فعالیت وکړي، ممکنه ده چې له دغې ناروغۍ وژغورل شي.