لیکنه: ملیحه ناصري
شکر یا دیابت هغه ناروغي ده چې زموږ ډېر افغانان ترې ځوروېږي , ان د مړینې لامل یې شي. شکر یوازې همغه ناروغ نه ځوروي, ټول د کورنۍ غړي ورسره ځورېږي او اندېښمن وي ورته. ناڅاپي حملې , د وجود ځینې ځایونو زخمونه یا ټپونه, بېوخته بې لامله ژړا او داسې نورې ستونزې ورته پېښوي چې ټول کور ورته خپه وي. نو هڅه مو وکړه چې ځینې داسې طبیعي خواړه , میوې , او بوټي راپیدا کړو چې شکر ته ګټور وي.
- د ګازرو اوبه: د ګازرو جوس یا اوبه د شکر ناروغۍ لپاره ګټه لري. په وینه کې شته قند یا خواږه تنظیموي. کولی شئ د ورځې یو ګیلاس د ګازرو اوبه وڅښئ او د وینې انسولین مو پرې برابر کړئ. که د جوس اېستلو ماشین یا وسایل درکره نه وي , کولی شئ د پیاز اېستلو له ماشینه یې وباسئ او په کاشوغه یې وخورئ .
-
د شفتالو پاڼې: د شفتالو پاڼې د وینې انسولین کنټرولوي. سر بېره پر دې ( اې او سي) ویټامینونه هم لري چې ښه انټي اکسيډنټ او د مکروب ضد دي . لس یا پینځه لس د شفتالو پاڼې په یوه پیاله اوبو کې خویشتې کړئ او پرې یې ږدئ چې یوه شپه پرې ووځي. سهار ته یې په نهاره یا تشه معده وڅښئ. کېدی شي تر خپلې وسې هره ورځ دا کار وکړئ.
-
الو وېرا: الو وېرا هم کولی شي په وینه کې د خوږو کچه تنظیم او د شکرې په مخنیوي یا کنټرول کې ګتور وي. د الو وېرا او کورکمند ( زردچوبه) پاڼې چې سره یو ځای شي د دیابت یا شکر کنټرول اسانوي. دا هم باید ووایو چې دویم ډول دیابت کنټرولوي.
-
امروت : امروت ( سي) ویټامین لري. د هضم پر وخت مرسته کوي چې د خوړو قند, سم جذب او د وینې خواږه کم شي. سره له دې د لومړي ډول شکرې په کنټول کې مرستندوی دی. هېره دې نه وي چې له حده وتلي خوړل د وجود زهریات لوړوي؛ نو کم او سم دې وخوړل شي. بل دا چې د امروت پوستکی چې لرې شي یا یې سپین کړئ, بیا په مناسبه اندازه خواږه جذبېږي نور نه.
-
د ریحان پاڼې: د ریحان پاڼې له پانکراس سره د انسولین په کنټرول او ازادولو کې مرسته کولی شي. تاسو کولی شئ د ریحان دوې یا درې پاڼې له هر وخت خوړو سره وخورئ. د ریحان ګل پاڼې اوس په افغانستان کې له ترکاریو سره یو ځای خرڅېږي یا پلورل کېږي. نعناع ډوله پاڼې دي چې خورا خوندور بوی او رنګ لري. کله چې دا پاڼې وښوروئ یوه ځانګړې خوشبویي ترې خورېږي.
-
د کتان دانې: د کتان دانې یا خستکې د غوړو او خوږو په اندازه جذبولو کې مرسته کولی شي.
-
سپین توت : دا توت کولی شي د شکر مخنیوی وکړي. کله چې په وینه کې په ناڅاپي ډول د خوږو کچه لوړه یا د ناروغ شکر لوړ شي د همدې سپینو توتو د پاڼو چای کولی شي کنټرول یې کړي.
-
خربوزه: د خربوزې خواږه, ساده خواږه دي چې د شکر ناروغانو ته کومه ستونزه نه پېښوي.
-
مڼه: مڼه هم کولی شي د وینې انسولین او قند کنټرول کړي .
-
سیاه دانه: سیاه دانه هغه چې پر بازاري ډوډۍ یې شیندي , د شکر لپاره ګټه لري. همدا دانې چې له شاتو ( شهد – عسل ) سره ګډ او وخوړل شي د انسولینو کچه برابروي. په خوړلو کې یې باید افراط یا زیاتی ونه شي ؛ ځکه هر شی د ګټو تر څنګ تاوانونه هم لرلی شي. دا بیا د دویم ډول شکر لپاره ګټه لري . سره له دې چې ډېره هڅه مې وکړه پښتو نوم یې پیدا کړم ؛ خو بریالۍ نه شوم. کېدی شي پښتو نوم هم ولري.
هېره دې نه وي چې ټول طبیعي خواړه پېښه شوې ناروغي بشپړه له مینځه نشي وړی ؛ خو په مخنیوي او کنټرول کې یې مرسته کولی شي.
د شکر ناروغان باید په هېڅ پلمه بوره ونه خوري ؛ ځکه بوره له شکر پرته د چاغښت او ډېرو سرطانونو لامل کېږي.