فوټبال؛ د افغانستان غوره لیګ، د شاهین آسمايي لوبډله.

رنګین تجريدي ډیزاین

د افغانستان فوټبال غوره لیګ د شاهین آسمايي لوبډلي پېژندنه:
شاهین په اصل کي یو ښکلی او دروند مرغه دئ، چي کولای سي په ډېره لوړه سطحه الوتنه وکړي او خپل ښکار په ډېر تېز ډول وکړي.
د لوبډلي د نامه دوهمه برخه (آسمايي) ده، په دې معنا چي د کابل په لوړه برخه یا آسمان خواته دا شاهین مرغان ډېر لیدل کیږي او په دې سیمه کي دا مرغان شتون لري.
شاهین ته په انګلیسي ژبه کي فالکن وايي.
نو پر دې اساس دا لوبډله د شاهین آسمايي په نامه یادیږي او د افغانستان په فوټبال غوره لیګ کي د هیواد د مرکزي ستر زون کابل ولایت څخه استازیتوب کوي، چي پکښي د هیواد د فوټبال د ملي لوبډلي لوبغاړي هم لوبیږي.
شاهین آسمايي لوبډلي د افغانستان فوټبال غوره لیګ د اتو لوبډلو څخه یوه ده، چي تر ټولو ډېره ۴ ځله اتلولي یې ترلاسه کړې ده.

یادي لوبډلي دوه ځلي په پایلوبه کي د میونداتلانو او یو یو ځلي یې د سیمرغ البرز او عقابان هندوکش لوبډلو څخه د اتلولۍ جامونه ګټلي دي.
شاهین لوبډلي په ۱۳۹۵ لمریز کال کي د سیمرغ البرز لوبډلي ته ۱۰ پر ۳ ګولونو تر ټولو سخته ماته ورکړې وه.
همداراز د شاهین آسمايي لوبډلي په ۲۰۱۷م کال کي د میونداتلانو لوبډلي ته په ماتي ورکولو سره یاد جام هم خپل کړی وو او د همدې اتلولۍ پر آساس د آسیا په یو معتبره فوټبال لیګ کي هم ولوبېدل.
په شیخ کمال انټرنېشنل کپ کي شاهین د یو تاجکستانۍ لوبډلي څخه ماته خوړلې وه او د کپ له نورو پړاوونه څخه پاته سوې وه.

ددې لوبډلي پیاوړی لوبغاړي کاواش حیدري ګول ساتونکی، مهدي رضايي، جمیل ناصري، امان الله سرداري، روحید سمندري، فردین حکیمي او امید همایوني بلل کیږي.
شاهین لوبډلي په ۲۰۱۶م کال کي د سپین غر بازانو پر وړاندي د جام د اتلولۍ له ترلاسه ورکولو وروسته، یادي لوبډلي ۶۰٪ د سپین غر بازانو لوبډله رانیول، چي اوس مهال تر ډېره د سپین غر بازانو د لوبډلي د لوبغاړو څخه استفاده کوي.
د شاهین آسمايي لوبډلي سږنی فصل کي تر ډېره ځوان لوبغاړي اخیستي دي.
یادي لوبډلي تر دې مهاله دوې لوبي په خپل ګروپ کي کړي، دواړي یې ګټلي او د لیګ نیمه پایلوبو ته یې لاره پیدا کړې ده.
د شاهین آسمايي لوبډلي ترڅنګ په دې فصل کي د سپین غر بازان او طوفان هریرود لوبډلو هم د اتلولۍ لپاره سخت کوښښونه شروع کړي دي.
درنو لوستونکو د یاران سره اوسئ او د افغانستان فوټبال غوره لیګ د نورو لوبډلو په اړه هم معلومات لاسته راوړئ.